شاعراحسان الله احسان


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


دلته به د شاعر احسان الله احسان
نوې ليکل سوې شعرونه نشريږي
له ملتيا نه مو مننه

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


*نوی ترانه په نوي طرز*

کسر
*لاس نوی به دي تر ډیره یادوم*
*خدای دي نکه چي به تا زه هیروم*

اواز
*نجـــیب الله هلال*
شاعر
*احسان الله احسان*


‏فایل صوتی از طرف احسان الله احسان


طالب جان ته

لکه څنګه رګ کي وینه پټوم
په سينه کي دومره مینه پټوم
طالب جانه راته ګران یی په ولله
له حیاء خبره سپینه پټوم

د اسلام عسکر یی زما هم یی زړګی
ته مي مینه یی هم ته مي یی لالی
زاره درکی به شم هله درپسي
که یوخت درباندي راغللو مرګی

دښمنان درباندي واړه شه ړانده
شه ممکن درته د ناممکن کړهَ وړهَ
زبر ځواک شي دجهان ملنګ اشنا
د اعداد په ارتقاء شي د یو څه

د مسلم امت دعا ده درسره
د افغان اولس ملتیا ده درسره
صبر صبر شه حالات به شي تغیر
مشکلاتو ته رڼا ده درسره

په تا څومره ښایسته دی دا وطن
رب دي تل ورباندي ولره واکمن
ته د عدل نیښانه یی په یقین
ستا غیبت کي بشي هریو دروغجن

لکه سپین بیرغ همداسي سپین سه تل
نو به بیا شي بریالی د هر مرچل
چي الله درسره مل وي وه اشنا
د دنیا د هر اغیار به یی اجل

د احسان سره دي مینه ده پرته
لکه ګل سره شبنم داسي تازه
په تا ویاړي په داستان دي یادوي
اماده معیاره اوسه همیشه

احسان# الله احسان


هر وفادار ملګري ته دي ډالۍ وي

لاس نیوی به دي تر ډیره یادوم
خدای دي نکه چي به تا زه هیروم

تاته ډیره یمه محتاج مه رانه ځه
ستا نشتون کي د تنها احساس کوم

درسره مي د زړګي مينه ګله
د ژوند لاره کي همغږی دي ساتم

هر لمانځه کي د دعا په وسیله
دالله څخه خوشحاله دي غواړم

وفاداره وختي په دغه وخت
ستا وفاته سر او مال در زاروم

څومره نور دي معریفي کړم با اخلاص
څومره نور اوصاف احسان ستا ووایم

احسان الله احسان#


نوي ترانه

کسر
نن په تا پسي سترګي مي شوي سرې
زما یوسفه څه شوي یعقوب ړوند شودرپسې

اواز
نجیــــب الله هلال
شاعر
احسان الله احسان




پردې کار نلري

د خپل وطن خدمت مو کار دی پردي کار نلري
زمونږ خپلواک او خپل اختیار دی پردې کار نلري

مونږ تر اوکراین مجهز ځواکونه دلته لرو
دلته هر فرد سپه سالار دی پردي کار نلري

په نظامي جګړه کي نغواړو کمک د هیچا
صرف مو درب نصرت پکار دی پردې کار نلري

په پنځه شپږ وحشیانه حملو پلمه جوړوي
مونږ تل وژلی تور ښامار دی پردې کار نلري

احسانه هري قربانۍ ته دي تیار شازلمي
سر مو د خدای له دینه زار دی پردې کار نلري

احسان# الله احسان


چي مسلمان وژني په نوم دجهاد
دا خوارج او قاتلان ووژنی
دا لا مذهبه چي ژوندي پري نږدی
داغه مرتده داعشیان ووژنی

دا چي کفارو باندي کار نلري
جګړه یی ده له مسلمانه سره
د داسي خلګو بیخ بنیاد وباسی
داسي شریر مبارزان ووژنی

دا چي د خلګو عقیدې په باطل
او په ناقيصه درواغو ډکوي
چي کله راغلله په لاس زمریانو
د جهنم سپي وهابیان ووژنی

پر ماشومانو باندي رحم نکړي نه
پر سپین ږیرو او پر ښځو باندي
دا تر کفارو هم بد تره خلګ
دغه د عصر ظالمان ووژنی

دا د لعین ابن ملجم لاروي دا
د حضرت علي وژونکي خلګ
دا چي په خوله قران سنت ناري کړي
دا بي عمله ويکټوريان ووژنی

دادعمر او ده عثمان قاتلین
داده حسین او قربلا واقعین
په سپین مخونو يي خطا چي
نشي احسانه دا تور ښاماران ووژنی

#احسان الله احسان


وطنه

وطنه چا دي په ښکلا باندي ایرې وهلي
وطنه چا دي په هستۍ باندي موقي وهلي
وطنه چا درکي د ګل په ځای اغزي وکرل
وطنه چا دي د بنیاد په ځاي ريښي وهلي

وطنه خپلو کنډواله کړي د پردو په ملتیا
وطنه تا باندې د زور ستم چاپي وهلي

وطنه غیـږه دي بمـــونو د یرغل وسوځل
وطنه اور دي تل په غیږه کي لمبې وهلي

وطنه اوس شو حقایقو ته راسپین مونږ واړه
وطنه چا دي په دفاع کي شبګرې وهلي

وطنه چا کړلي نظر که ته ښيرو واخیستي
وطنه تا یوخت د نیل غوندي څپې وهلي

وطنه بیا دي رغوونه کوو صبر کوه
وطنه عشق دي د احسان زړه کي نغمې وهلي

احسان الله احسان
https://t.me/aesanulla


که درسره یو ښکلي یار وي نوبه څه پري کوي
که مینه ناک وي شوخ رفتار وي نوبه څه پري کوي

که دي له قول څخه نه اوړي ستا هر څه مني
که تاته دومره وفادار وي نوبه څه پري کوي

که دي ملحم کړي د زړګي واړه زخمونه یاره
که دي پرهر ته سنډي تار وي نوبه څه پري کوي

که دي په غم باندي غمجن په خوشحالی خوشحاله
که داسي وخت کي هم شهکار وي نوبه څه پري کوي

که مشکلاتو ته دي حل وي تل مْسبت وي هغه
که حل کوونکی د هر کار وي نوبه څه پري کوي

که دي د سترګو ایشارو باندي پوهیږي احسان
که دومره ذهن کي هوښیار وي نوبه څه پري کوي

احسان الله احسان
https://t.me/aesanulla


نن په تا پسې سترګي مي شوي سرې
زما یوسفه څه شوي یعقوب ړوند شو درپسې
زړه مي ناقرار درد کړ راحصار
ووتي له زړه مي د بیلتون غشي تودې

ژاړي مي زړګی تل کوی زګیروی
زه یم ناقرار کله به ومومم مرګی
ستا د فراق اور او دا د غم شور
ما سوځوي ما زوروي تنګ یی کړمه نور
داسي جودایی د داسي لالي
نه ده د زغم نه لري طبیب بی الهي
لپه د دعا ورسره ژړا
غواړمه اشنا ته تل د حورو قافلې

تاته انتظار غواړي دي دیدار
خوب کي دي هم لټوي زړګی دی ناقرار
نه لري سکون تنګ کړلو بیلتون
نور په ولله ستړی دی له دي ستړې ژوندون
هغه ښایسته خاورو کي دمه
څنګه قرار واخلي زړګی شولو لولفه
زور غواړي فراق سم یی کړم هلاک
کال شي راته کال شي د ژوند پاتي دقيقې

ماته با ارزښت دا دليّلي دښت
دلته يادګارونو او یادونو کړی کښت
کم ظالم کافر داسي کړي پرهر
څنګي لولفه کړي هم ټوټه ټوټه وزر
نن د ازادي هر خوا خپلواکي
ته نه یی اشنا چي وکړو مونږه خوشحالي
دا احسان شو ړنګ ستا په ړنګیدو
ستا احسان په ځان وړي د بیلتون درني څپې


جفا جفا خلګ دي
هم بی وفا خلګ دي
ستا په قيصه کي ندي
دوي بی پروا خلګ دي
جوړه دي نه خوښوي
خپله تنها خلګ دي
بد نظرونه کوي
بوخت په ګناه خلګ دي
يار سره يار نغواړي
غمازان دا خلګ دي
رب دي اخته کړي په غم
د دي سزا خلګ دي
نظر د ميني وژني
دا زما او ستا خلګ دي
مينه په زړه کي نکړي
څه بي معنا خلګ دي
د مينانو د خولي
اتل په ښيرا خلګ دي
احسانه ګوره يي ته
اخير تبا خلګ دي


ژوندون

له يو لحظي نيولی تر کلو پوري ژوندون
اخير به اى انسانه کړي ترڅو پوري ژوندون

عاجز شه دغرور پيټي چې يونسي اوږو ته
کوه د عاجزۍ تر مرحلو پوري ژوندون

چې کمه ګنا کړي تر ختميدو به يي ژوندى يي؟
باور نشته چې وي به تر هغو پوري ژوندون

سره زر دي ضايع نکړي ثانيه په ثانيه چې
تړلى د نظر په ورځو شپو پوري ژوندون

دنيا حقيقي نده زندګي حقيقي نده
درب يوامتحان دى ختميدو پوري ژوندون

احسانه تخٙيْل د فکري ذهن ور يله کړه
هيچا تر ابد ندى کړى ښو پوري ژوندون

احسان الله احسان
https://t.me/aesanulla


نعت شریف

د مخ رڼا دي د دنیا غیږ کي په زړه لگیده
لکه د لمــر اْفق چي پوري په تیاره لگیده

زورور حسن دي سپوږمۍ پرملا کړه دوه طرفه
سپینه سپوږمۍ دي هم له حسنه شرمیده لگیده

ستا په سیرت کي بصیرت دی چیه اورمه زه
صفات دي زما په زړه له قندو نه خواږه لگیده

یی مجتبا یی مصطفی ته یی احمد محمد
د نامه توري دي د دید سیند کي ډير ښه لگیده

چي کله لاړي بلال چپ له مدینی نه ووت
ورته د هجر اوقات زهرو نه تارخه لگیده

ته راته ګوره ای احسانه څه عجب به کیف وي
چي په تاجدار باندي زما نظر کاته لگیده

احسان الله احسان
https://t.me/aesanullaه


هغو لاپ زنو ته چي وايی ما داسي او هاسي وکړه که څه یی جهاد هيڅ ندی کړي بیا هم دروغ او لاپي ولي نو زما یو شعر ورته ډالۍ

مه واهه موټر باندي سلیفان نن راوتلی يی
چرته وي د جنګ وخت کي ولاکه ما لیدلی یی

نن د مظلومان مخکي ګرځي په غرور باندي
تور ایم فور په لاس کلکي چنټي باندي تړلی يی

کمه کارنامه لري درواغ او لاپي مه وله
ښه راته معلوم یی بی ایمانه شرمیدلی یی

ستا خوله ته چي وګورو هیواد کي فتحه تا راوړه
ته اول اتل یی اوهم ته میدان ګټلی یی

2021 مجاهد یی شاته مه درومه
ټک پرتا د طا ټکي دی هسي غولیدلی یی

ما احسان ته خود به ستا د لاپو نتایج دا وایی
صف په تا بد ایسي د غرور برج ته ختلی یی

احسان الله احسان
https://t.me/aesanullaه


توصیه

لاس ته راوړنې له لاس مه ورکوی
خپل زاریدنې له لاس مه ورکوی

مجاهدینو عزم کلک وساتی
صفارښتنې له لاس مه ورکوی

د شهید شوی رهبر ښي روزني
هغه پالنې له لاس مه ورکوی


د تیر په شان تقوا او عجز وکړﺉ
نن د تیر کړنې له لاس مه ورکوی

شهید ته ستا بچي به ښاد ساتمه
ها سپیني ژمنې له لاس مه ورکوی

ممکن دی بیا د انقلاب څپي شي
خپل پاملرنې له لاس مه ورکوی

د احسان دومره توصیه ده درته
تیر پشان مینې له لاس مه ورکوی

احسان الله احسان
https://t.me/aesanulla


پام کوه زړګیه

خلګو ته وګوره لږ واچوه نظر زړګيه
بي وفایی ده په چا مه کوه باور زړګیه

درته غمونه لکه غرونه پر اوږو دربار کړې
خپلي یاری کي دِ کړي داسي درپدر زړګیه

په څو کاوره باندي ګرځي دا څو مخي خلګ
مخامخ ښه وي په شا لګوي خنجر زړګیه

داخو دنیا ده پکي شته دي مختصره مخلوق
کم پیدا کیږي چي طبيب شي د پرهر زړګیه

چي په درواغو یی یاري پالل یار پاتي ندی
هغه یاري پریږدي معلوم بشي ډیر ژر زړګیه

احسانه ښکلي په اخلاق او تربیه ښکلي دي
کنه څهرو پوري یی ندي نښتي زر زړګیه

احسان الله احسان
https://t.me/aesanulla


د تقوا ګټي

وفا د ژوندانه نشته بقا ده په تقوا کي
تایه داخیرت نیسه ښکلا ده په تقوا کي

فیضونه رحمتونه ثوابونه به حاصل کړې
د رب العالمین ښکلې رضا ده په تقوا کي

دنیا او اخیرت کي هوساینه برملا کړې
هم ګټه ددنیا هم د عقبا ده په تقوا کي

عجبه خوند پکي دی چي نشته دی بادشاهئ کي
معنا ده د خوندونو مْعما ده په تقوا کي

دا دومره عجایب نقاط پکي دي ته پوهیږي
دا ځکه چي د رب پکي ملتیا ده په تقوا کي

احسانه ژوند صفا که شته د قبر عذابونه
د تور لحد تیارو لره رڼا ده په تقوا کي

احسان الله احسان
https://t.me/aesanulla


نوي ترانه

کسر
زړه ساقي خمار ساقي تاپسي بیمار ساقي
نوره نشه نه غواړم رادی کړه دیدار ساقي

اواز :: نجیب الله هلال
شاعر :: احسان الله احسان
—————————————
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/AlHikmmatNaatCenter
•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•


یاد یی بیخي

درپسي وژړیدم یاد مي یی بیخي ګلابه
په دي ځواني کي ولا نه وي دمرګي ګلابه

له کاره وتی دی د هیلو یی بیړۍ غرقه شوه
درپسي واچول پوستکي مي زړګي ګلابه

بیگا په زوره نااختیاره په افسوس مي ویل
چي وای لمانځلي مو په دواړو ازادي ګلابه


ستا پر مزار باندې جنډي داسي مثال دي ماته
لکه چي اور مي څوک زړګي ته پو کوي ګلابه

نه حجره نه مدرسه نه هغه کلي ته ځم
طالبي لاړه شوه نصیب مي ملنګي ګلابه

احسانه مه وایه چي هیر ي که اوښه ژوند وکه
زما ړنګ شوې د ژوندون ټول پسرلي ګلابه

احسان الله احسان
https://t.me/aesanulla

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

293

obunachilar
Kanal statistikasi