غزل
دا خو به جار، کرار کرار مړ شي
زړۀ به مې ستا په انتظار مړ شي
ما به مې رب ساتي، ځئ ځوړند مې کړئ!
زما په غاړه کې به دار مړ شي
تۀ يو ځل بيا قاتل نظر را وکړه
ګوندي زلمی، زلمی خمار مړ شي
ښۀ دې سړي د جِهاد نوم واخيستی؟
نو دا سړی ګوره سهار مړ شي
چې د يوه په مرګ شو غلي پاته
سبا او بله ورځ به ښار مړ شي
د يار په شونډو مُسکا وغوړېږي
زما په سترګو کې ازار مړ شي
مۀ! چې له زړۀ څخه يې و نۀ باسې
ستا شفاعت به په دې کار مړ شي
شفاعت ريحان
@afghanwo
دا خو به جار، کرار کرار مړ شي
زړۀ به مې ستا په انتظار مړ شي
ما به مې رب ساتي، ځئ ځوړند مې کړئ!
زما په غاړه کې به دار مړ شي
تۀ يو ځل بيا قاتل نظر را وکړه
ګوندي زلمی، زلمی خمار مړ شي
ښۀ دې سړي د جِهاد نوم واخيستی؟
نو دا سړی ګوره سهار مړ شي
چې د يوه په مرګ شو غلي پاته
سبا او بله ورځ به ښار مړ شي
د يار په شونډو مُسکا وغوړېږي
زما په سترګو کې ازار مړ شي
مۀ! چې له زړۀ څخه يې و نۀ باسې
ستا شفاعت به په دې کار مړ شي
شفاعت ريحان
@afghanwo