#داعیشی خـــوارج او اسلاف یې
د مسلمانانو قاتلین او د کفارو حامیان او دوستان.
درې کسه #خــوارج په نامه دې
« #ابن_ملجم»، « بَرک» او « عَمرو»
پخپلو کې سره عهد او پیمان کوي چې د مسلمانانو درې کسه مشران او سرکرده ګان به په شهادت رسوي هغه درې کسان( #امام_علی حضرت #معاویه او حضرت #عمرو_بن_عاص)
وو.
هغه درې کسان خوارج وو؛ ځکه چې د هغوي شعار هم لکه د نن عصر د خوارجو داعشیانو دا ؤ چې ويل به یې:
حکم یواځې د الله دی او علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ #مشرک دی ځکه چې پرته د الله له حکم څخه حکم کوي.
لومړی داعیشی خوارج #« بَرک»
#دمشق ته لاړ چې حضرت معاويه رَضِیَ اللهُ عَنهُ د سهار په لمانځه کې په شهادت ورسوي؛ کله یې چې حضرت معاويه رَضِیَ اللهُ عَنهُ په کوڅه کې ولیده له شا یې پر هغه باندې د تورې ګوزار وکړ توره لاړه د هغه په ورانه کې ولګیده
او د هغه ورون یې زخمی کړ؛ مسلمانانو #خارجی برک ونیوه او وې واژه.
دوهم خارجی د داعیش سکنی پلار٬
« عمرو» #مصر ته لاړ تر څو چې حضرت عمر العاص شهید کړی خو په الهی قضا سره په دغه ورځ حضرت عمرو العاص رَضِیَ اللهُ عَنهُ مریض په کور کې یې و او یو بل څوک یې پخپل ځای د لمانځه لپاره ګومارلی و او #خارجی عمر هغه کس په لمانځه کې شهید کړ او پخپله هم ووژل شو....
اما دریم خارجی د داعشیانو پلار « ابن ملجم مرادی» ملعون٬ د سهار د لمانځه پر مهال کله چې حضرت علی مرتضی رَضِیَ اللهُ عَنهُ خلکو ته د سهار جماعت ورکاوه له شا نه دغه#خارجی په سر په توره وواهه هغه مبارک زخمی او پر زمکه را پریوت او په دا بله ورځ د روژې په ۲۱ #په شهادت ورسید...
که چیرې دغه خارجی د داعیش پلار، د اسلام دغه زړور اتل له شا په نا مردی نه وای وهلی د جهنم دغو سپو له هغه سره د مقابلی توانايي نه درلوده...
رسول الله ﷺ فرمايلي و: ای علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ #په تیرو أمتونو کې شقاوتمند ترینه کس هغه سوربخونی کس و چې د حضرت صالح علیه السلام د اوښې پښه یې قطع کړه او هغه یې ذبح کړه...او د دې أمت شقاوتمند ترین فرد #هغه نامبارکه کس دی چې تا په شهادت رسوی ....
کله یې چې غوښتل د ابن ملجم لعین ژبه قطع کړی #په ژړا شو او وې ویل چې مکوي ځکه بیا نشم کولای چې ذکر وکړم😝
الله اکبر! د زمکې پر مخ د وخت بهترین ژوندی کس په شهادت رسوې او ذکر کوې؟!
دا د خوارجو او داعیشیزم له نا پوهي #او له دین څخه د دغو #خوارجو ناسم فهم او غلط فهمی ده، ځکه چې مخفی او په زړه کې ذکر کول پر ژبه باندې له ذکر کولو څخه ډیر زیات برتره او ثواب لری؛ خو ابن ملجم فکر کاوه که #پر ژبه باندې تلفظ ونکړي نه منل کیږی!!
اوسنی داعیش هم همدا شان مسلمانان وژنی په جوماتونو کې خلک په شهادت رسوی کفار یې پرې ایښی ټول جنجال یې له مسلمانانو سره دی بیا هم ذکر کوي او جنت غواړی ...؛
خو رسول الله ﷺ دوي له وړاندې را پيژندلي دي چې له دین څخه به داسې وځي لکه څنګه چې غشی له لیندې څخه وځی.
@alaqsamedia1