اَلْحُجْرَهْ بَصْرِيْ څَانَګَهْ


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


الحجره بصري څانګه' ستاسو نعتخوانانو او شاعرانو لپاره خوندوره اسلامي او جهادي پاڼه ده،تاسوته له نویو اشعارو سره.
رابطه له موږ سره(رحیمي افغان)👇
@rahime24

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


🍃د ازادی آذان🍃


د ازادی آذان نږدي دی زمزمه، یې اورم
د هر مؤمین د ساړه ساه نه ترانه، یې اورم

د اولس خولي، نه بس یوه خبره ځي او راځي
غربي، لښکر په ماتیدو دی، آوازه، یې اورم

د ارګ بچیان تندر نیولي، قهریدلی طالب
د تسلیمی چیغي، وهی فتحو قیصه، یې اورم

د سپین بیرغ ټکری هر آن به تر کابله وړي
دا د عمر منصور پوځیان دې قافله، یې اورم

د سوي زړونو ارمانونه پوره کیږې به ژر
دا د روان ظلم وحشت نور خاتِمه، یې اورم

د رحیمي افغان د زړه ارمان پوره شو خدایه
چې کافر ځي په خپله تیښته، ښه په زړه، یې اورم


(رحیمي افغان)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


اختریزه ډالۍ

ډک له خوښیو په موسکا راځه راځه اختره
وشینده هر خوا ته ښکلا راځه راځه اختره

چي ودي لمانځو په ډاډه زړګي بلا دي واخلم
دا ځل را درومه په خندا راځه راځه اختره

اشغال کړه ختم د حُریت څادر دي وغوړه
شه استقلال رڼا رڼا راځه راځه اختره

ارام سکون مو شه د فتحي پیلامه مو شه ته
اذادي ته کړه را پخلا راځه راځه اختره

ټکور ټکور مو شه قربان دي شم د زړو کراره
د پرهرونو شه شفا راځه راځه اختره

د فتحو زیري د هیواد په سر درو وشینده
شه مو سکون ته په رشتیا راځه راځه اختره

تپاند زُهاد دي و راتګ ته یم د زړه خوشحاله
لمانځم پر سترګو دي اشنا راځه راځه اختره

(تپاند زهاد)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


غزل

ستا د ياد عطر وهل نو جلا خوند کړي
نوم دي غلی يادول نو جلا خوند کړي

دا له نازه ضِد کول دي خوندور دي
د خوږو دردو څکل نو جلا خوند کړي

ځه انکار دې هم سهي دی برادره!
خو په مُسک انداز منل نو جلا خوند کړي

په تندي ګونځي او سترګو کې بيا مينه
مړه! دغسې کتل نو جلا خوند کړي

د ريحان ټومبل پيکي کې زړونه اخلي
خو ګلاب ډالۍ کول نو جلا خوند کړي

مئينتوب ته به نو څنګه سړی نۀ وړي
ستا په شونډو کې غزل نو جلا خوند کړي

شفاعت هم ګلالی نوم دی خو ياره!
د زړۀ سر درته ويل نو جلا خوند کړي

(شفاعت ريحان)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


هېردرسه نه سي شهیدان غازي
یاچي غره نه سې په ځان غازي

رب ته ستااوښکي قیمتي دي ګرانه
دا مو یقین دا مو ایمان غازي


راځیني ورک خپل حیثیت نه سي
سبحان تپوس کړي پرمېزان غازي

هرغراوهردښت اوهرکاڼی زموږ
نن دی ګواه پرتېر دوران غازي

هاکربلا در څخه هېره نه سي
سم پرسیده لار سه روان غازي

یوخدای خبرچي هلته څه تېرسوه
شاهدان لمرمځکه اسمان غازي

هغه ټوټې ټوټې داغلي وروڼه
یوهم هېرنه کړې طالب جان غازي

دادنیاتېره ده دریاد کړه ګوره
آخرت سوال جواب مېزان غازي

نن لاموقع ده بیا په لاس نه درځي
غم باید اوس وخورې دځان غازي

الله داسوال زه مستغفر کومه
زموږ دارمان کړې ترجمان غازي

(امان الله مستغفر)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


افغانستان

وه زما افغــانستانه زنـــــــداباد
مجــــاهده قهرمانه زنـــــــداباد


درکي مات شوله تندي دستمګرو
دپردیـــــوقبریستانه زنـــــــداباد


په زلمیو میړنیوخــــــــایسته يي
ودنګ غیرت میدانه زنـــــــــداباد


دمغرورو ارمانونه دي کړل خاوري
ودنـوح نبي طوفانه زنــــــــــداباد


ددنیادستمګـــــــرو زورمو مات کړو
دعمرمنصـــــور کاروانه زنــــــــداباد


هره دښته هره لاردي مجـــــــــاهده
بهــــادر لـــری بچیـــانه زنــــــــداباد


عکرمه جــــــانان دي ویاړم په تاریخ
لوړدي غواړم پر جهـانه زنــــــــــداباد

(عکرمه)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


اعداد آباد
جهاد آباد
لښکر داستشهادآباد
زلمي آباد
هیواد آباد
داچم او داګلذاد آباد
زه شکر عقیده لرم
زه ښه مسته جذبه لرم
کاروان د منصوري یمه
په لار د عمري یمه

د ننګ او غیرت کور لرو
پـه مټو کي ډیر زور لرو
ښـــه ځواک د امارت لرو
بس عشق لرو ښه شور لرو
دعشق کیسه موسپینه ده
هیبت نه ډک فوځي یمه
په لار د عمري یمه

بس ربه کړه اباد راته
دا ښکلی ګران هیواد راته
بریامو په نصیب کړې ته
په جنګ او استشهاد راته
بس فضل اوکرم دی ستا
چي مخ په کامیابي یمه
په لار د عمری یمه

ځوانان لکه ګلان قربان
پردین دپاک سبحان قربان
هدف یې وي د خدای رضا
جنت ته وي خندان قربان
د حورو تر ارمانه ځم
یقین زه جنتي یمه
په لار د عمري یمه

په زړونو باندې راج کوي
یوبل شانتې رواج کوي
د ناوي ازادۍ پرسر
دفتحي ښکلی تاج کوي
را وړو وطن ته آزادي
نو خود به قرباني یمه
په لار د عمري یمه

د فتحي پر درشل روان
امارت تر کابل روان
مظلوم ملت به کړي خوشحال
رسان ترخپل منزل روان
بریا را وړي وطن ته مو
محسن امارتي یمه
په لار د عمري یمه

(محسن احسان)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


نعت شریف (صلواتُ الله علیه)

داسي به څه وي چې ې جوړشي وَښکلا ته ورته؟
هیڅ یو بشر هم نه دی ګران رسول الله ته ورته !

کائنــات ښـکلي دي منم له ښکلا ډک دي بیـا هم
څـــوک به پیـــدا نه شي زما ښــکلي آقا ته ورته

خلک یوسف ع یادوي حُسن کې ترهر چا حَسین
هغـــه بـه و حبـیبــه (ص) څه نا څه وَتا ته ورته

راز ې د وصل نذرانه ده د خپـل سر په عشق کې
احساس یې کټ مټ د جنت ښکلي هوا ته ورته

نه زیـــږېــدلی دومـــره ښکلی نـه لیدلی سترګو
چې پـــه ښایست کې وي و ابنِ عبدِالله ته ورته

سپوږمۍ که ښکلې ده خو ستاله نورانیة ښکلې ده
درځار شم ښکلیه ستا دسپیـن جبین رڼا ته ورته

کاش چې د عشق جنون يې نور هم زما پر زړۀ غالب شي
که بیا درمل شـــم د خُـبیب و مُـدّعا تــــه ورته

(سید درمل)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


غزل

د جنګ دلومړی کرښې قهرمانه رب دې ساته
اتله مجاهـــد‌ مـــردِ ميــــدانـــه رب دې ساته

دخدای د نصرتونو فرېشتې درسره مل دي
په هرګام بريالی يې غازي ځوانه رب دې ساته

ځه درومه خپل هدف ته نيږدې شوی يې لاليه
خیر نور به شې هوسا ستړي ستومانه رب دې ساته

دحق په سپينه لار باندي روان يې روان اوسه
کړي مرسته به دې رب په هر زمانه رب دې ساته

د ننګ پګړۍ دي ياره ټيټه مشه په تاريخ کې
فاتح دي يې فاتح په ټول جهانه رب دې ساته

جامونه دکوثر دي په نصيب د خوږ جانان شه
په غاړه دکوثر ورځ په ميزانه رب دې ساته

(الفت ملنګ)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


ای سپینه بلبله در ګډ زاغ نسي
جوړ چي دي پرپاکه لمن داغ نسي

پام کوه هدف له ذهنه مۀ باسه
لاښ درنه زموږ دهیلو باغ نسي

مخ ته به دي توره تاریکه راسي
مړ درنه دعجز بل څراغ نسي

ګورۀ خپل دصف تصفیه تل کوه
شمار د باز په ځای چي له تا کاغ نسي

پاکه اراده دي پاکه وساتۀ
نور توهمات درته ابلاغ نسي

تل کړه تزکیه دنفس مامونه پام
نفس په خواهشاتو درنه چاغ نسي

(مامون)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


قدمونـه چي کابـل دطالب ښـکل کړي
ګران هیوادبه مونورورکه سوله خپل کړي

هغوی خپله په مرګونو کي حصارشي
څوک چي جوړ دلته تدبیر دمرګ دبل کړي

دا ملت په قربانیو کي ممتاز دی
دپتنګ په شان اورونو ته دانګل کړي

که څوک لاس ورته اوږده په بدنیتۍ کړه
په خنجردحق بې قطعه پر څنګل کړي

اریانا به ښایسته سي په ښکلاوو
چي فاتح طالب غمی دخپل اوربل کړي

دریغ به ونه کړي مامون په تا هیڅ کله
درنه ځاربه ځان وجود زړه اوکوګل کړي

(مولوي مامون)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


څه مې کوې؟!

زمــا د ورکـــو لارو څــار مه کوه، څه مې کوې
جنګي خـالات دي انتظار مه کوه، څه مې کوې

د انقلاب څپو په سر باندې اخیستی یم اوس
پـه ژونـدانـه مې اعتـبـار مه کوه، څه مې کوې

د یـاد پـه څلیو مې د اُوښـکـې ډېوې مـه بَلوه
او کرۍ شپه راپسې جار مه کوه، څه مې کوې

خوراک دزړه به درته جوړشي ګرانه هېله کوم
د مئیـنـتـوب راتـه اظهار مه کوه، څه مې کوې

ګله، غاټولې ، ټـولـې هيلې دې سـمـبـال وساته
زما په نوم باندې ېِ شمار مه کوه،څه مې کوې

په خیال کې مه رانغاړه وصل د ګربز مستغفر
د خدای ج لپاره دغه کار مه کوه، څه مې کوې


(مستغفر ګربز)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


..ده ملّت قرباني..

دا   ملّت    دې    قربانیو ،   دی ګټلی
چې  هېواد   مو  له پردیو،  دی ګټلی

هر میدان   له   اټم خیلو    یهودیانو
شمله ورو   سپین  بګړیو ، دی ګټلی

أستقلال   دوخت  فرعَؤن  له  لښکره
ده  موسا   طالب  بچیو ، دی ګټلی

أزادي به    پکې    څنکه نه  نڅیږي
چې    زلمو   په   ککریو ، دی ګټلی

د ارمان غوټۍ دې ګل شولې هیواده
هر یو  چم   دې  پسرلیو ،  دی ګټلی

(جِهادي)ده  دې دنیا  له ستړې غیږنه
سپین طالب، حورو کمکیو، دی ګټلی

(جهادي عمري)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


شمله دې ړنګه مه شه!
انس حقاني

توره دې ماته مه شه، پڅه له زنګه مه شه
خپل دې بې ننګه مه شه، شمله دې ړنګه مه شه

زړونه په یو نظر وړي د محبت په مسکا
ټنډه یې توره مه شه، سینه یې تنګه مه شه

له قصيدو د بلبل، له ترنم د باران
نور پسرلي د وطن، خالي له شرنګه مه شه

زمونږ له زړو ټولوي، د غمو تورې تیارې
د مخ سپوږمی دې یاره کله کم رنګه مه شه

سړی له پښو غور ځوي، سړی له کاره باسي
تش د خیالي امیدو ماڼۍ دې دنګه مه شه

مینه به خود شي هېره د زمانې له خلکو
وخت بې څراغه مه شه، وخت بې پتنګه مه شه

انسه خوند کوي ستا د حقانیت خبرې
زړګۍ دي کاڼی مه شه، ژبه دې ګونکه مه شه

(انس حقاني)
#الحجره_بصري_څانګه
https://t.me/rahime24
https://t.me/alhojrah_media


ټولو ګډون والوته ښه راغلاست وایم!
إن شاء الله تاسوته فعالیت شروع کوو مننه له ملتیامو


الحجره بصري څانګه' ستاسو نعتخوانانو او شاعرانو لپاره خوندوره اسلامي او جهادي پاڼه ده،تاسوته له نویو اشعارو سره.
رابطه له موږ سره(رحیمي افغان)👇
@rahime24
https://t.me/alhojrah_media



16 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

102

obunachilar
Kanal statistikasi