النبوي بصري ځانگه


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


النبوي بصري ځانگي ته ښه راغلاست
دمسؤل رابطه
@MOHAMADEEASNA

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


دتن په وینو دی ساتم ای راته ګرانه
زموږ کور کور افغانستانه ۔
1
د اسلامی اردو عسکر یم
وه تاته تیر له مال اوسریم
دغه یو سر ده دابه کړم درنه قربانه
2
ته مو دپلار نیکه وطن یی
ته مو ټاټوبی او مسکن یی
دنړی سیال به دی کوم زوړ خراسانه
3
مشره ته کشره درته ژمن یو
که هزاره ازبک ترکمن یو
دپښتونو قومو دځار پښتونیستان
4
دامن شال درباندی خپورده
ښکلا اخیستی دی سم زورده
دابادی قیصی دی اورم دهر چانه
5
خدای دی بیاساته له ناخوالو
دجنګ جګړو له تاو تریخوالو
دستالپاره کړم دوعا شاهد افغان

شاهد افغان
النبوي بصري څانګه


غم دي دروند دی په ایمان راباندي راشي
پر سر بوج وړمه خفګان راباندي راشي

اوس دي میني یم دې حد ته رسولی
چي دي نوم واورم پېریان را باندي راشي

دغه څو ورځنی غم دی دا به تېر کړم
بیا به بیرته زوړ دوران راباندي راشي

جانان خوږ دی که هر څومره یې پټ ساتم
رقیبان لکه مچان راباندي راشي

ستا له نوم نه به وانه وړمه تر مرګه
که دا ځمکه او اسمان راباندي راشي

چي دي یو ځلي د زلفو خریدار شم
بیا دي زر ځله تاوان راباندي راشي

له تا داسي صدقه طالب جرار شم
چي مي غوښو ته مرغان راباندي راشي

طالب جرار
#النبوی بصري څانګه


ما دې دیدن ته بهانې غوښتلې
تاهم دنه لیدو صحنې غوښتلې

په مابه څومره تیریدلې سختې
چِ ستاوِصال به زمانې غوښتلې

هاغلته تا انکار له مینې وکړو
چِیرته چِ زړه به یارانې غوښتلې

زما له وَس څخه وتلې وه ځار
چِ تا اوبو دهغې چینې غوښتلې

چِ چابه کړولوخوږدیدن دجانان
بیابې ویښې یوڅوشپې غوښتلې

خُبیبه ماهم شیر له درده لیکه
تا هم دمینې زم زمې غوښتلې


حافظ خُبیب ملنګ
#النبوي بصريـ څانګه


#غزل
ستــا دبیلتانه  درد  مې  په زړه کي لا ژوندی دی
زه یې کــــــــړمه  زوړ او دا هم هغسي زلمی دی

مه کوه پوښتنه مې دمات زړګي  قـربان دې شم
ویني تریــنه څاڅي ګله  ټول  سوری  سوری دی

ای!زه چې نن خوشحال یم اوجاموکي نه ځیږمه
ډیره  مـــــوده  پس څنګ  ته راغلی مي لالی دی

همدغـــي  ازادي  راوړه  نافذ   یې  شریعت کړلو
ځکـــــــه  یې  وهلی  نن  له خیاله کوږ پټکی دی

سترګي  دې  بدماشي  دې  کتلی  ورته نــه شمه
وړی  یې په  یو  نــــظر   له  ما  څخه  زړګی دی

کلی  تریـنه  تنګ  دی  مجاهد  په  زنځیر  وتـړی
قید  ېی  کــړی  ټول  عمر  دا  سرکشه لیونی دی

✍🏻☜لیک》
#ذبیح الله مجاهد☞

      
                        


نعت شریف
دا ستا دنبوت آواز چـــې خپـــور شو محمده
دکفر دنګ بروجــونه را نسکـــور شـو محمده

دجهل لـړۍ ختمه شــــوه رڼا دتوحید راغله
خامــوش دجهالت او نفاق شور شو محمده

مشال دي دایمان ځان سره راوړلو محبوبه
ستادید باندي بدرنګ جهان سمسور شومحمده

خوشحاله به شم هله اوپوره به مې ارمان شي
نصیب که مې دا ستا کلی او کور شو محمده

در ومي غواړه ځانته دا احسان راسره وکړه
عجم کي نور ګوزران راته سور اور شومحمده

هیڅ باک نشته دی زه زبیح الله پري افتخارکړم
که ما باندي دستا دمیني تور شـــو محمده

✍🏻☜شاعر:ذبیح الله مجاهد☞


تاپسی رنځــور دَی ناقراره زړه
درد څخه معظُور دَی ناقراره زړه

وخت او زمانی دا فیـصـله وکړه
سومره کلک مامُور دَی ناقراره زړه
 
سترګی چې نمجنی له ژړا نه شی
یاره ډیـر ضرور دَی ناقراره زړه

ګورم ده سکون لاره پیدا نشوه
دا په کوم دستُور دَی ناقراره زړه

ولی می ده حال پوښتنه نه کوی
راشه راته پُور دَی ناقراره زړه

اخ ساحل جانانه لیونی به شی
ورک درڅخه نُور دی ناقراره زړه

شاعر ساحل جانان
#النبوي بصري څانګه


دې ښارکې دیوچا دزړه درزاده او ژړا ده
دعشق محکمه جوړه ده سزاده او ژړا ده

وس وینم دناکامې مینې درد یمه بیوسه
سینه کې مې له وخته څه لړزا ده اوژا ده

پیغلې هیلې مې شوي ړنګې پیره واره
دا په ماپسې دچا د زړه ښیراده او ژړا ده

له ناکامه دَ تنکَیو ارمانونو جنازې کړم
د یار د بلتانه لویه. صحرا ده او ژړا ده

وتلی یم له کاره اوله ژونده حال مِ واخله
په تن کې مِ راپاتې یو ساده او ژړا ده

خُبیبه دیو چا ببلل وړه خبره نه ده
داڅه وخت مِ رنځور زړه بې لتاده اوژړا ده


حافظ خُبیب ملنګ
#النبوي بصري څانګه


دا د ملالې خورکۍ شال
دا د منصور د وینو رنګ
دا د عمـــر د لاس یادګار
دا ګران وطن افغانستان
قربان خراب تراب ویران

دی مې سینه کې لکه زړه
میــــــــــنه لرم ورسره زه
د وصال کیف یې بې پایان
لکه په ستــــرګو مې پاڼه
څښتن دې کړي له هر خطر
راته په امن او آمـــــــــان

دلته را مات شو هر ښکېلاک
ها د نړۍ ستر زبر ځــــواک
دغه څو تنو شــــــــــاه زلمو
کړ شوم ټغر یې نور ور پاک
د شل کالن اشغال پر مـــخ
محکم ولاړ لکه ســــــندان

سمې او غــــــرونه د هیواد
کلي ښـــــــــــارونه د هیواد
یو رغونــــــــې ته یې ژمن
څپاند سیـــــندونه د هیواد
له ان پامیــــــر تر بدخشان
کاڼې یعقوت لعل او مرجان

ازغــــــــــــنې لارې به ګلزار
شـــي را زرغون به هر دیار
د ترږمیــو خاتـــــــــــــــــمه
اوس را ختـلی سپین سهار
بدري طالبه لـــــوړ یې شان
دغه شهید شهیدې ستان

بدري_طالب
#النبوي بصري څانګه


نعت شریفﷺ

څه به وستایم ستا حسن بــي مثال دې دی جمال
لا جواب دې وښکُلا ته دی سپین لمر.ستورې.هلال

تذکره ستا داوصافو خو دچـــا په وس کي نه ده
کوم صفت به دې بیان کـــــــړم داخلاقو او کمال

رب ﷻ پیداکړه ستاله رویه دغه واړه موجودات
په طٰهٰ او په یٰـسین یــــي تــه ستایلی مُتعال ﷻ

مُبتلاء وه دا نــــــړی دجهالت پـــــه تــورتمو کې
ورتـــه راوړو تا دعِلم او عِـــرفان یــو روڼ مشال

داُمــــت مسلمه نـــــه دې ډالـــــی مُــــدام و تاته
وې درودونــه دې پـــر تــــا او محمّده ستا پر آل

داحمد الیاس هــــم دغــــه تمنّاده له سبحانهﷻ
چِ قربان شې ستاپه مینه او واصل ستاتر وِصال

احمد الله الیاس
#النبوي بصري څانګه


غزل
ټینګ مې غیږ کی ونیسه غوزیږمه
نـــــور دپاتي نه یمـــــه مړکیږمه

ما دبیلتانه زهــــر خـــــــــوړلي دي
مــه مــې وړی طبیب ته نه رغیږمه

تږی ددیدن دي یم مودي وشـــــوي
کله به ستا دید باندي مړیـــــــــږمه

زه دي دم په دم یادومــــــه وه یاره
تا او خــــــــــــدای زه درته یادیږمه

خوار ذبیح الله تمامه شپه یـــاره
ستا دمخ تصـــــــویر لره ژړیږمه

✍🏻☜لیک》ذبیح الله مجاهد☞


ســـتادمینی زور څومره کاني وکړي په ماباندي
ستاد دربارمخ ته یی څوشپي وکړي په ماباندي

زه چــي ستاوخواته دیوه جام په بانه درتلم
هــسي دي جــانانه ښه نشي وکړي په ماباندي

مــړدي کړمه هجریودیدن راته عطاکړه خپل
دلـــته دي نــــاحقه اندیښني وکړي په ماباندي

ژمــن یمه ستامیني ته ترپایه به یـــی ښه پالم
ځـــکه دي نــــادري حوصلي وکړي په ماباندي

څــــوپوري به زه درته په خوارو لفظو وایمه
ولـــي دي ګیـــلي ځانته سړي وکړي په ماباندي

زه مـــلاهجــرت دخـــــپل محبوب له سترګوزارسمه
خـیرکه یی غمجني زمزمي وکړي په ماباندي

ملاهجرت بادغیسوال
#النبوي بصري څانګه


Alasar channel dan repost
دوهم: دغه طرزونه زياتره د هغو فاسقو سندرغاړو او ډمانو دي چې خلک په خپلو سندرو فسق، فجور او فحشاء ته رابولي، موږ ګورو زياتره هغه کسان چې د موسيقۍ په اوريدلو روږدي دي، د دغه ډول ترانو په اوريدلو خپله تنده ماتوي.
بناء په دغو طرز او انداز که هرڅومره ښه او سپيڅلی کلام ولوستل شي مکروه او ناروا ده.
په الفتاوی الهندية کې راځي: وَقِرَاءَةُ الْقُرْآنِ بِالتَّرْجِيعِ قِيلَ : لَا تُكْرَهُ ، وَقَالَ أَكْثَرُ الْمَشَايِخِ : تُكْرَهُ وَلَا تَحِلُّ ؛ لِأَنَّ فِيهِ تَشَبُّهًا بِفِعْلِ الْفَسَقَةِ حَالَ فِسْقِهِمْ . الهندية
ژباړه: په ترجيع سره د قرآنکريم لوستل، ځينې فقهاوو ويلي چې مکروه نه دی، خو زياتره مشائخو ويلي چې مکروه او ناروا دی، ځکه په دې کې د فاسقانو له کړنې سره تشبه او ورته والی دی.

ترانې او اشعار زياتره په ښو مفاهيمو مشتمل وي، دغه د ذکر تر نوم لاندې شور ماشور د دې لپاره ورسره مکسيږي چې د ميوزيک او ډول ته ورته غږ ترې پيدا شي، دا که يوې خوا ته د الله جل جلاله د نوم سپکاوی او توهين دی، بل لوري ته د نعت او ترانې حيثيت ته هم زيان رسوي.
په مجمع الانهر و ملتقی الابحر کې وايي:
إذَا قَرَأَ الْقُرْآنَ عَلَى دَقِّ الدُّفِّ وَالْقَصَبِ يَكْفُرُ. مجمع الأنهر وملتقى الأبحر
که يوڅوک د دريا له دربولو او د شپيلۍ له غږولو سره قرآنکريم تلاوت کړ کافر کيږي.

په دې اړه د معاصرو يو دوو فکري مکاتبو د علماوو فتواوو ته ستاسې پام رااړوو.

د کراچۍ جامعه اسلاميه علامه محمد یوسف بنوري ټاون دار الافتاء د يوې فتوی په ترڅ کې ليکي:
((د الله تعالی ذکر ډير مهتم بالشان شی دی، په عمومي توګه څه ډول چې د نعتونو په بيک ګراونډ کې د الله تعالی د نوم ذکر لګول کيږي، په دې کې د دې سپيڅلي نوم د بې ادبۍ اړخ په نظر راځي، د موسيقۍ طرزونو ته پاملرنه پکې کيږي، او ځينې وختونه د ډول د غږ د بدل جوړولو هڅه پکې کيږي، د نعتونو په بيکګراونډ کې په مروجه توګه د ذکر لګول روا نه دي. والله اعلم.
د فتوی شميره: ۱۴۴۲۰۷۲۰۰۳۷۹
د جامعه علوم اسلاميه علامه محمد یوسف بنوري ټاون دار الافتاء

د دار العلوم اشرفيه مبارک پور مفتی محمد نظام الدين الرضوي څخه يوه استفتاء او د هغه فتوی ملاحظه کړئ.
د مروجه ذکر لرونکې نعت خوانۍ څه حکم دی؟
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته! له مسنون سلام وروسته حضرت مفتي صاحب ته عرض دی چې نن صبا ځينې داسې نعتخوانان راوتلي دي، چې دری څلور ملګري لري، د ملګرو کار يې دا وي، چې کله نعت ويونکی نعت وايي، نو بدرګه کوونکي يې د الله تعالی نوم اخلي، خو دالله تعالی سپيڅلی نوم داسې په ناوړه توګه اخلي او د روپيو ګټلو په خاطر له خپلو خولو څخه داسې ږغ راباسي چې اوريدونکو ته په بيک ګراونډ کې د ميوزک د ږغ په څير ښکاري.
آيا د داسې تش په نوم نعتخوانانو پروګرامونو ته ورتلل د هغوی نعتونه اوريدل څه حکم لري او داسې تش په نوم نعتخوانان څه حکم لري؟
المستفتي حافظ محبوب پټيل، کرجن، ضلع بروډا (ګجرات)

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
بسم الله الرحمن الرحيم
الجواب بعون الملک الوهاب
له ميوزک او مزاميرو سره د نعت شريف اجازه نشته، ځکه ميوزک غږول ناروا دي، همدا حکم د هغه ذکر هم دی چې په ځانګړې توګه وشي او د ميوزک په څېر اواز او سرور ورڅخه ترلاسه شي، د اسم د جلاله (الله) ذکر د اجر او ثواب باعث دی، او دا ذکر ميوزک يا لهو ولعب ګرځول ناروا او ګناه ده، نو ځکه په پوښتنه کې په درج طريقې سره د نعت او ذکر اجازه نشته له دې څخه ځانونه وساتئ او مسلمانان دې هيڅکله په داسې محفلونو او مجالسو کې ګډون نه کوي. والله اعلم
استکتبه:
مفتي محمد نظام الدين الرضوي
دار الافتاء دار العلوم اشرفيه مبارک پور
۹ جمادی الاولی ۱۴۴۳ هـ ق
د پورتنيو نصوصو، فقهي تصريحاتو او فتواوو په رڼا کې په لنډه ويلی شو چې له نعتونو او ترانو سره د الله نوم په مروجه توګه يادول سنګين جرم او ستره ګناه ده چې په کلکه اجتناب ورڅخه پکار ده، په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت وروستي اقدامات هم د ستايلو وړ دي او هيله من يو چې د دې ستر منکر مخه به په وخت ونيول شي ان شاء الله.


Alasar channel dan repost
له ترانو سره د الله جل جلاله د ذکر حکم

لیکوال: مولوي صبغت الله وصيل

په تير شل کلن جهاد کې شعرونو او ترانو د مجاهدينو د احساساتو په ژوندي ساتلو، او د غرب د تبليغاتي څپې په وړاندې د اذهانو په وقايه او تنوير کې مهم رول ولوباوه.
د سنګر، جهاد، شهادت او استشهاد په ستايلو يې د مجاهدينو احساسات او جذبې يې تاندې وساتلې، قربانۍ او فداکارۍ ته يې وهڅول، د مسلمانانو په زړونو کې يې د جهاد ملاتړ، له کفارو برائت او د هغوی له غلامانو څخه نفرت کښيناوه.
د اشعارو او ترانو اغيز دومره زيات و چې صلیبي يرغلګرو هم درک کړی و او د څيړنې لپاره يې د طالبانو ترانې انګليسي ژبې ته ژباړلې ترڅو د دې ترانو او اشعارو د اغيزمنتوب رمز معلوم کړي.
په نبوي سيرت که نظر واچول شي هم ترې جوتيږي چې اشعار او ترانې د مسلمانانو د مورال په لوړ ساتلو او د دښمن د تبليغاتي يرغل په وړاندې مهم سنګر دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په اصحابو کې شاعران د جهاد په ډګر کې اشعارو ته هڅولي, حسان رضي الله عنه ته يې ويل چې د قريشو هجوه کوه ځکه دا په هغوی باندې د غشو له ګذارونو څخه هم درانه تماميږي. *(والذي نفسي بيده لكلامه أشد عليهم من وقع النبل)*.
چې کله کعب بن مالک رضي الله عنه ته شک ودريد چې په قرآنکريم کې د شاعرانو مذمت راغلی داسې نه چې زه د هغوی له جملې څخه شم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د ډاډګيرنې په پار وويل چې *(إن المؤمن ليجاهد بسيفه ولسانه)* دا کار جاري ساته، دا د جهاد يو ډول دی، مسلمان بايد هم په توره جهاد وکړي او هم په ژبه.
خو.......
ځينې وخت له ترانو او اشعارو سره داسې څه يوځای کيږي چې نه يوازې د جهادي او دعوتي ترانو دغه مکانت او منزلت پاتې کيږي بلکه دغه اسلامي ترانې د حرامې موسيقۍ په قطار کې دروي.
د بيلګې په ډول په دې وروستيو کې د ځينې ترانه ويونکو له لوري له ترانو سره داسې ساونډ ايفکټونه يا د الله جلاله ذکر په داسې ډول يوځای شوی چې دغه سپيڅلې ترانې او اشعار يې د نيکو خلکو او د علم د خاوندانو له پامه وربدې کړې دي او د مختلفو فکري مکاتبو علماوو يې په حرمت او ناروا والي تصريح کړې ده.
ځکه په دغو ترانو کې د الله تعالی د نوم له يادولو څخه موخه د ذکر پرته د نعت او ترانې سور برابرول وي چې دا د الله تعالی د نوم ډيره سخته بې ادبي ده.
سربيره پر دې په قصدي توګه د الله تعالی نوم په داسې توګه اخيستل کيږي چې ډول ته ورته غږ پيدا کړي چې دا د الله تعالی د نوم سپکاوی او توهين دی.
او بده لا دا چې د فساقو او فجارو د طرزونو تقليد او اتباع پکې کيږي چې دا په خپله مستقله ګناه ده.
لاندې له يو څه تفصيل سره د پورتنيو نکتو يادونه کوو.
لومړی دا چې دلته د الله نوم د ذکر په نيت نه بلکه د اوريدونکو د توجه رااړولو په خاطر کيږي، ځکه عموما ليدل کيږي کوم اشعار او ترانې چې کوم خاص پيغام له ځان سره نلري، يا يې شعري صنعت کمزوری وي، ترانه ويونکي د خلکو د توجه راجلبولو په خاطر ورسره د هو هو، يا د الله د نوم يادوي، د الله تعالی نوم په ځانګړې توګه تکراريږي چې له ورايه ښکاري چې دلته د الله نوم د دف او موسيقۍ د بديل په توګه راوړل شوی.
چې د الله تعالی نوم د دغسې مقصد لپاره يادول فقهاوو ناروا ګڼلی دی.
په الاشباه والنظائر کې ليکي:
رجل جاء إلى بزاز ليشتري منه ثوبا فلما فتح المتاع قال : سبحان الله أو قال اللهم صل على محمد إن أراد بذلك إعلام المشتري جودة ثيابه ومتاعه كره. الاشباه والنظائر.
ژباړه: کله چې يو څوک رخت پلورنکي ته راشي ترڅو ورڅخه کالي وپيري، هغه د رخت پرانيستلو پرمهال (سبحان الله) يا درود شريف وايي که يې موخه له دې ذکر څخه مشتري ته د خپل رخت او سودا کره والۍ ښودل وي، نو دا مکروه دي.
په الفتاوی الهندية کې هم همدغه مسئله په دغو الفاظو راځي:
مَنْ جَاءَ إلَى تَاجِرٍ يَشْتَرِي مِنْهُ ثَوْبًا فَلَمَّا فَتَحَ التَّاجِرُ الثَّوْبَ سَبَّحَ اللَّهَ تَعَالَى وَصَلَّى عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَعَلَى آلِهِ وَسَلَّمَ أَرَادَ بِهِ إعْلَامَ الْمُشْتَرِي جَوْدَةَ ثَوْبِهِ فَذَلِكَ مَكْرُوهٌ هَكَذَا فِي الْمُحِيطِ. الفتاوى الهندية
ژباړه: که يو څوک تاجر ته راغی ترڅو له هغه څخه کالي واخلي، کله چې تاجر رخت ويړ کړي د الله تعالی پاکي بيان کړي يا په نبي کريم صلی الله عليه وسلم درود ووايي، موخه يې مشتري د خپل ټوکر کره والی ښودل وي نو دا مکروه دي.
په فتاوی شامي کې يې هم دا کار مکروه تحريمي ګڼلی دی.
(قَوْلُهُ وَحَرَامًا إلَخْ) الظَّاهِرُ أَنَّ الْمُرَادَ بِهِ كَرَاهَةُ التَّحْرِيمِ، لِمَا فِي كَرَاهِيَةِ الْفَتَاوَى الْهِنْدِيَّةِ إذَا فَتَحَ التَّاجِرُ الثَّوْبَ فَسَبَّحَ اللَّهَ تَعَالَى أَوْ صَلَّى عَلَى النَّبِيِّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يُرِيدُ بِهِ إعْلَامَ الْمُشْتَرِي جَوْدَةَ ثَوْبِهِ فَذَلِكَ مَكْرُوهٌ.الشامية


غـــزل

ماخومې زړه پـه هیڅ چاپورې خپل تړلی نوو
ماخومې ژوندکې داسې درد چیرې لیدلی نوو

ستا په هجران کـــــې مې دهیلو جنازه وکړله
پـــر زنــدګــی مــــې دا دوران کله راغلی نوو

شپه مـې سباپه شبګیرو دیو چا یاد سره کړه
دمحبت انـــداز تــــر دي حــــد  رسیدلی نوو

تل به تازه وو دآشنا دخــــوږ وصال په باران
دزړه ګلشن مــــــې دبیلتون خزان وهلی نوو

جانانه ستا له مینې ډیـر زیات متاثره شومه
کنه تر اوسه مــــې زړګـــی پر چا بایللی نوو

ښکارې څرګندیي پرڅهره داوښکولارې ګوره
یاره احمد الیاس خـــو دومـــره ژړیدلی نوو

احمدالله الیاس
#النبوي بصري څانګه


#غزل
نور  دي یاري نه کړمــــــه بس لالیه
بیرته  مې راکــــــه زړه واپس لالیه

زه به جګ جوړ شمه باور وکړه ته
ماته لږ  وخــــــانده  په کړس لالیه

په مـا  دي ظلم  تر  دي حده  کـړی
څــومره کیدلو  چې  دي وس لالیه

نه ته ددین نه دوطن په درد شـوي
ژوندون دي  تیر  کړلــو عبس لالیه

ای! مجاهده  ستا لیدو ته درځـــم
ماته  دي  راکــــه خپل ادرس لالیه

✍🏻☜شاعر:ذبیح الله مجاهد☞


#النبوي_بصري_څانګه


يو هر ټټوته واسطې مکوئ
بل هرڅوک خپله فيصلې مکوئ

خپل ببر سري ياران کلک وساتئ
ددې ښوی مخو يارانې مکوئ

چې خدای ناراضه وي شهيد خپه وي
دا بېغيرته وظيفې مکوئ

هر مجاهد پسې خوله مه خلاسوئ
غيبت د هرې ادارې مکوئ

چاچې مو سر د سر په بيه ساته
هغوي ته ډېرې بهانې مکوئ

دانسانيت خلاف کارونه مکړئ
د شريعت خلاف مزې مکوئ

دمکاتبو غمه هم وخورئ
يواځې کار په مدرسې مکوئ

چې دتراب په لار ښو ونو نه تلئ
اوس نو تراب څخه ګېلې مکوۍ

تراب صاحب
#النبوي بصري څانګه


دخلیل وو لارویان

لوګی شوه ستا په عشق کـې ذُالجلاله څه ځوانان
دفاع ددیـــن اســـلام او خپل وطن ته شوه قربان

په مینه یي ســـړي کـــړي نمرودې لمبي پخپل تن
منصور غونـــدې په دار شــول دخلیل وو لارویان

ســر ټیټ نشول لتانه بغیر بــــل چاته خاوندهﷻ
مظبوتې عقدي یــــي وي مظبوت یـــي وو ایمان

کټ مټ وَ لکه ستورې اوخصلت یـي وو دستورو
مـــــدام راوریـــدل به له هــــــر لورې پر شیطان

راوړې نــــــن رنګونه یــــــي معصومو پاکو وینو
حریت او استقلال خو دی پر مونږ ددوی احسان

احمد الیاسه پاتـــــې یــــــي دننګ ډک تاریخونه
دخدای حضور ته لاړل شول واصل ترخپل ارمان

احمدالله الیاس
#النوي بصري څانګه


بس په زړه یې تیروم دچا لپاره
چې خوږ درد قراروم دچا لپاره

له ازله مِ په زړه ډیرخوږ لګیږې
کونګ تصویر چِ ښکلوُم دچالپاره

نه رانجه او نه کجل زماخوښیږې
داچې سترګې توروم دچا لپاره

دزړه وُرانې حجرې ته ېِ یاد راشې
مړې ډیوې چې بلوُم دچا لپاره

شاعرې ېِ دیوچا مینه کې کړې
ړنګ(خُبیب)چِ خوښوُم دچالپاره


حافظ خُبیب ملنګ
#النبوي بصري څانګه


ولاړ ورته په مخ کې دی امام افغانستان
جلوې پاشي نــړۍ ته داسلام افغانستان

په لور دآبادۍ راوان چټک او ګړندۍ دی
که خدای کول جوړیږي ګام په ګام افغانستان

هرکاڼی یې یاقوت ده هریو بوټی یې دوا ده
سره زر یې خړه خاوره د تمام افغانستان

جهان با ترې خیرت غواړي جهان با کړي ترې زده کړې
له ځان سره لري داسې پیغام افغانستان

په سر به یې دننګ شملا په څنګ کې دنړۍ به
یادیږي په ډېر قـــــــدر احترام افغانستان

په ډېر فکر سره یې کړه خدمت افتاب ځدراڼه
خـــــراب چې درنه نشي ګوره پام افغانستان
افتاب ځـدراڼ
#النبوي بصري څانګه


فــرق کوي ❤‍🩹
ـــــــــــــــــــــــ
هـرزړګـي کي مـینه سـته خوفرق کوي
تــوره سته اوسپینه سته خوفرق کوي

څوک وِپه جانان څوک په سبحان مین
چـــاکي ښـــه مبینه سته خوفرق کوي

بعـضي یی پـــه تــول د ترازو پــــلوري
بعضوکي سنګینه سته خــوفــرق کوي

چــاوي دمنصـور پــر پله قدم ایښۍ
رب تــه ډیرنیازبینه سته خوفرق کوي

توۍ کړه پکي څو تنکو زلمو خدای ته
هـــرو جود کي ویــنه سته فرق کوي

*دمـــلاهـجرت* پــــه زړه کي هم ګوره
لږ انداز حسینه سته خو فــرق کوي

*ملاهجرت بادغیسوال*
#النبوي بصري څانګه

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

312

obunachilar
Kanal statistikasi