د درد په بیه / أنس حقاني
د چا له سترګو مي په سترګو کې تصویر اخیستی
مین په حسن یم له میني مې تأثیر اخیستی
.
وجد نیولی یم بې هوشه یم بې واکه یمه
ماشوم زړګی مې چا په دوو لپو کې ګیر اخیستی
.
زه د مخلوق له بندګي نه فطرتي باغي یم
نفسه په څه دې د هوس راته ځنځیر اخیستی
.
دا چې نه ځان او نه جهان ویني بس هيڅ نه ویني
د خود خواهي پردو نظر له دې ضمیر اخیستی
.
له سر تر پایه ټول پردي شول عجیبه لوبه ده
چا په پیسو پاچا اخیستی چا وزیر اخیستی
.
مه کړه بې ځایه شکایت له ظاهري اسبابو
تقدیر چې کله د چا نوم درته په ویر اخیستی
.
د هجر لاره ده د مصر تر پلازمیني تللې
ما د یوسف له هره خوبه دا تعبیر اخیستی
.
أنسه ستا د تخیل باز به عنقا شي آخر
د درد په بیه دې لوی فکر په تدبیر اخیستی