مولانا بسمل څه ښه لیکلي!
زۀ خو يې پيژنمه ګل دی پۀ تاګران هم دی
پۀ نوم دپاڼو يې لاسونودکې ګریوان هم دی
زموږ عینکې بدلوي دعشق بازار سړوي
ستا دښکلا پۀ خلاف داسې یو پلان هم دی
زۀ دا منم چې زړګی یو دی خو ډیر لوي کور دی
خدای پۀکې شته دی، پۀ یو کونج کې یې جانان هم دی
دا د کربوړي زوی اوس هم لمر ته ښکنځلې کوي
د ابراهیم اور ته پوکي او مسلمان هم دی
بسمله!! خیر دی که پۀخپلو کې ارزښت نۀلرې
یوسف پۀ وروڼو کې غلام دی او ارزان هم دی