سوال: په روژه کي د ګرمۍ له کبله غسل کول څنګه دی؟
ځواب:
د ګرمۍ یا تندې له کبله غُسل کول درست دی هیڅ پروا نلري.
(هندیه ۱/ ۲۰۳)
سوال: تر غرغړې وروسته مي ناړي توپ کړې روژه مي څنګه ده؟
ځواب:
کله چي تر غرغړې وروسته یو ځل ناړي توپ کړل شي بیا د ناړو د تیرولو سره روژه نه فاسدیږي.
(هندیه ۱/ ۲۰۳)
سوال: که چیري و ستوني ته خوله (عرق) یا اوښکې داخلي شوې روژه څنګه ده؟
ځواب:
که اوښکي یا د مخ دوه څاڅکي خوله ئې بې اختیاره ستونی ته ولاړه شي روژه نه فاسدیږي.
( هندیه۱/ ۲۰۳)
سوال: په روژه کي د غوږونو خیره ایسته کول څنګه دي؟
ځواب:
د غوږونو د خیرو په ایستلو سره روژه نه ماتیږي.
(مراقی الفلاح: ۳۴۲)