غزل
څـــــــوک چي دمشر یا دپیر در بارته پلي لاړشي
زورغواړي بیرته چي خالي لاس او ناهیلي لاړشي
عجېبه سخته دردونکي ده زمــــــــــــوږ لپاره
په آبدي سفر اکـــــــــــــــــــــثره نازولي لاړشي
چـي داحساس له مخي ویش کا او میړونه ګوري
هـــــــغه به رب او تاریخونو ته سپېڅلي لاړشي
دا نو بیخي بدقیسمتي ده خــدای دې فضل کوي
ایمان راوړي چــــــــــي توبه ایمان بایللي لاړشي
کارخو دریږي نه البت لږ بې خـوندي جوړه شي
تاسویې ګورئ له مجلسه چي مو ښکلي لاړشي
دا مي عادت دی بس نو نه غـــــــواړم داؤدهمته
چـــــــي مسلمان دې له دنیاڅخه ناولي لاړشي
محمد داود همت