محمده! عیسایت ومنه ‼
د توبې په اړه د یوه ځوان کیسه
محمد الوتکې ته وخوت، چوکۍ کې کېناست، د ځان ساتنې پټۍ یې وتړله، دی ډېر قوي او پیاوړی ځوان و، ډېره ښایسته او خوږه ځواني یې لرله، له دې سره له دین او دیندارۍ هم لېري و! الوتکه چې والوتله، دی په چورتونو کې غرق شو.
محمد امريکا ته والوت، لاره کې له خپلو رنګینو خوبونو سره بوخت و، چې هلته به شراب او کباب وهم، نڅاځایونو ته به ځم، هلته به سرې او سپینې ښایسته نجونه ګورم او ... لاره یې ټوله په دې مستانه فکرونو او د عشق او معشوقو په اړه اندېښنو سره لنډه کړه.
امريکا ته ورسید، کور یې ونیو، خپل سامان یې ځای پر ځای کړ، یو بل لور ته یې ملګرو ته موبايل وکړ، لنډه دا چې شپه به یې ویښه تېروله او د ورځې به تر ماښامه ویده و، په دې وخت کې يې څو ځله اذان غوږونو ته ورسید، خو ده داسې نه انګیرله چې دا اواز د ده لپاره ده، ځکه دی خو مسلمان دی. ډېر وخت یې په دې مستۍ او غفلتونو کې تېر کړ، په ځان او جهان نه و خبر...
محمد وایي ژوند مې په دې طریقه روان و، ترڅو هغه شپه راورسیدله چې زه هغه نڅاځای ته ننوتلم، هغه له ښایسته نجونو ډکه وه، ما هم ګيلاس ... راوغوښت، ورو ورو مې غوړپوه. زه ښه پوهیدلم چې الله تعالی شراب حرام کړي دي، دا کار لویه ګناه ده، خو زما غرور، شهوت او غفلت دا هر څه رانه هېر کړي و.
... چې کتل مې له لېري یوه سخته ښایسته او ځوانه نجلۍ زما لور ته ورو ورو راروانه وه، سترګې یې له مینې او مستۍ ډکې وې ... ښه رانږدې شوه، لاس یې راوغځوه او څنګ ته مې کېنستله! زه دا مهال هم پوهیدلم چې ګناه کوم او د الله تعالی په مخالفت بوخت یم، خو دا خبرې مې هسې په خیال کې الوتلې رالوتلې، د زړه تل ته مې نه لوېدلې.
هغه نجلۍ د نورو په څېر نه وه، له نورو بدله وه، خو ډېره ښایسته وه، له څېرې یې معلومیدله چې عربه وه، چې ناڅاپه یې ګوډه ماته عربي راپیل کړه! ول ته عرب یې؟ مال هو، ول زه هم عربه یم، دلته امریکا کې زیږیدلې یم او امریکایي تابعیت لرم.
زما نه یې زما د نوم پوښتنه وکړه، مال زه محمد نومیږم، ول دا نوم ما ته خوند نه راکوي ... مال ولې؟! ول زه نصرانۍ یم، ناڅاپه یې بدن رانه ازاد کړ! زه پوه شوم چې هغه له اسلامه کرکه لري، خو دې خبرو پر ما اغېز نه کوه، ځکه زما زړه له شهوتونو ډک او د غفلت په تورو کرغېړنو پردو کې نغښتی و. زه هغې ته موسکی شوم او موضوع مې واړوله.
هغې ته مې وویل: تا ته نڅا خوند درکوي؟ ول هوکې، نو سره پورته شوو، اوږده موده مو نڅا وکړه، ښه ډېر وخت تېر شو، اخیر مې هغې ته وویل چې زما سره زما کره ولاړه شه ... خو هغې ونه منله، دا غوښتنه مې هغې ته بیا بیا تکراروله خو هغې دا خبره نه راسره منله... او په شدت سره یې انکار کوه.
د شپې چې کور ته راغلم هغه ښایسته مې له زړه نه وتله، د هغې یاد ورو ورو زورول پیل کړل، بله شپه هم تېره شوه او ورپسې نورې هم ... خو زما زړه هغې پورې وتړل شو، چې په لیدلو به یې ارام او په غیاب به یې دردمن و.
بله شپه مې هغې سره د نڅا په مهال هغې ته په ټینګار سره وویل چې نن شپه زما کره راسره ولاړه شه، هغې راته کړه: زه درسره ځم خو په یوه شرط ... جيب ته یې لاس دننه کړ، ول هغه شرط دا دی چې دا... واغوندې؟! زه د شوق او شهوت څپو اخیستی وم، مال ژر وایه څه واغوندم؟! له جيب نه یې نری ځنځیر راوایست، د هغه منځ کې کوچنی "صلیب" و، ول دا په غاړه کړه...
زه له بېخي عجیبه حالت سره مخامخ شوم ... ان د حیرانتیا مجسمه پاتي شوم، د ځان کنترولولو هڅه مې وکړه، له ځانه سره مې کړه چې هو، زه به ګناهګار یم، زه لمونځ نه کوم، پلار او کورنۍ مې هم دا ډېر وخت نه دي لیدلې، زه ډېر وحشي شوی یم، زه د بغاوت او حیوانیت اوج ته رسیدلی یم، خو له دې هرڅه سره بیا هم مسلمان یم.
خو د هغې مینه له هرڅه زیاته وه، په بیړه مې ځنځیر راواخیست، په غاړه مې کړ ... د یوه بندي او د یوه مظلوم په څېر د هغې مخته ودریدلم، موسکا مې هم پر شونډو وه ... هغې په تعجب راته وویل: واااه ! دا څومره ښایسته درسره ښکاري! دا زما له خوا تا ته ډالۍ شوه، خو ګوره چې هرځل زما سره وینې دا دې باید په غاړه وي.
له دې ښایستو سره مې شپې ورځې تېریدلې، هغه د شیطان لور ډېره ښایسته او ډېره خوږه وه او شیطان لا راته ښایسته کوله. د وخت په تېریدا هغه زما په نظر کې لاښایسته کیدله، یوه داسې شپه هم راغله چې هغې زما سره له تګ نه انکار وکړ! ما ډېرې هڅې وکړې، مختلفې لارې چارې مې ورته جوړې کړې خو ناکام شوم او هیڅ یې نه منله، مال لامل څه دی ولې نه راسره ځې؟! ول سپینه به یې درته ووایم محمده! چې عیسایت ونه منې زما و ستا يارانه ختمه بوله!!
یا الله! دا څه اورم!! د هغې دا خبره مې پر زړه لکه تندر داسې ولګیدله، مال دا هیڅ امکان نه لري. هغې راته کړه نو له نن وروسته زما یارانه غځول هم ناشونې وبوله. په دې حالت کې شیطان پر ما خندل، راته کړه ی