په 1955ميلادي کال کې جاکارتا ته ولاړى چې دا داندونزيا پلازمېنه ده اودهغه ځاى خلګو يې هم تودهرکلى وکړى دهغه ځاى جومات له ګډونوالو ډک وو دده دليدني لپاره حتى دجومات څخه بهر يو کيلومتر واټن ليري لا خلګ ورته ناست وه دجومات مخي ته چوکياني له ميليونونو څخه ډېر په مسلمانانو ډکي وې او شېخ تر غرمې پوري په پښو ورته ولاړ وو.
جنوبې افريقاته يې هم سفر وکړى او دده په راتګ سره چارواکو دى دتلويزيون او راډيو خبريالانو ته ولېږى چې مرکه ور سره وکړي.
ده هندوستان ته هم سفر وکړى چې يو لوى مذهبي جشن ولمانځي چې هلته دشتمنو مسلمانانو له خوا ترسره کېدى.
کله چې دى راورسېدى هند ته نو دخوځنده وضعيت سره مخ سو.
کله چې دى جشن ته حاضرسو اوتلاوت يې شروع کړى ټولو حاضرينو او ګډونوالو خپل بوټونه په لاس کې واخيستل او په ځمکه ولاړ وه او دسجدې ځاى ته په کتلو سره يې سرونه ټيټ کړل اوسترګې يې له اوښکو ډکې سوې او په ژړا سوه ترهغه پوري چې شېخ خپل تلاوت پاى ته رسوى دشېخ له سترګو څخه ددې عاجزانه چلند په ليدو سره اوښکي رواني سوې.
بيت المقدس ته يې هم سفر وکړى او دالاقصى جومات او همدارنګه په فلسطين کې په هبرون کې د ابراهيمي جومات او په دمشق کې د اميه جومات او په آسيا،افريقا،فرانسه او لندن کې مشهوره جوماتو ته ولاړى او تلاوتونه يې پکښي وکړل.
په ټوله نړۍ کې شېخ عبدالباسط محمدعبدالصمد دسفرو له لاري ډيري زياتي جايزې ترلاسه کړې.
په 1956ميلادي کال کې دسوريې هيواد له خوا دستايني وړ ښايسته مډال ورکول سو.دلبنان هيواد له خوا هم يوډېرښايسته مډال ورکول سو،دماليزياهيواد له خوا دسرو زرو مډال ورکول سو،اوبل مډال دمراکش هيواد له خوا ورکول سو.
يومډال دسوريې هيواد دلومړي وزير له خوا په 1959ميلادي کال کې ورکول سو.
يو مډال دماليزياهيواد دلومړي وزير له خوا په
1965ميلادي کال کې ورکول سو.
بل ارزښتناکه مډال دسينګال هيواد دولسمشر له خوا په 1975ميلادي کال کې ورکول سو.
بل دسروزرو مډال دپاکستان هيواد له خوا په 1980ميلادي کال کې ورکول سو.
بل مډال هم دپاکستان دولسمشر ضياءالحق له خوا په 1984ميلادي کال کې ورکول سو.
دمصر دراډيو سټېشن له خوا هم ددوى د راډيو په پنځلسمه کليزه کې مډال ورکول سو
په 1987ميلادي کال کې دتبليغيانو دورځي دلمانځلو پرمهال دمصر دپخواني ولسمشر حسني مبارک له خوا هم
يوښايسته مډال ورکول سو
په 1990ميلادي کال کې يې د قدر په شپه دمصرله پخواني ولسمشر حسني مبارک له خوا وروستى مډال ترلاسه کړى.
وروسته دشکري په ناروغۍ اخته سو او هڅه يې کول چې په خورا پاملرني او سالم رژيم سره دناروغۍ مبارزه وکړي خو ځيګر په ناروغۍ هم اخته وو نه يې سواى کولاى ددواړو ناروغيو سره مبارزه وکړي بدبختانه له خپلو دغو ناروغيو څخه يوه مياشت مخکې دمعدې په ناروغۍ اخته سو بيا يې دى روغتون ته يووړى خو روغتيا يې نوره هم خرابه سوه دغه حالت يې دده زامن او ډاکټران دې ته وهڅول چې قاري عبدالباسط ته مشوره ورکړي چې لندن ته د درملني لپاره سفر وکړي کله چې ولاړه لندن ته نو يوه اونۍ يې تېره کړه دده سره په دې سفرکې دده زوى چې طارق نومېدى هغه وو او غوښتل يې چې خپل پلار بيرته مصرته بوزي.
بالاخره د1988 ميلادي کال د نومبرپه دېرشمه نېټه دچهارشنبې په ورځ وفات سو انالله وانا اليه راجعون
جنازه يې په سيمه ييزه او نړيواله کچه ملي او رسمي وه په جنازه کې يې خورا ډېرکسان وه دبېلابيلو هيوادو سفيران چې دخپلو خلګو په استازيتوب يې برخه اخيستې وه په دې جنازه کې باچاهان او د دولت مشرانو ټولو دده درول ستاينه کوله د وکالت په ډګرکې.
همدارنګه دده ژوندي پاتي سوي خپلوان له زوړ څخه ترځوانه پوري ټوله موجود وه. زامن يې(ياسير،هشام او طارق) درې واړو دخپل پلار پر قدم قدم کېښود درې واړه قاريان سوه او په مصر کې دارمنت په ښار کې يو مسجد د قاري شيخ عبدالباسط په نامه پرانيستل سو.
مننه له توجه مو.
https://t.me/DahitayatFalwashi