بسم الله الرحمن الرحیم
دیارلسمه برخه:
ستاسې د نیکمر غه ژوند په هیله
دالله(ج) د مینې او محبت په اړوند یوڅو لنډې او مختصرې واقعې
لومړی په حدیث قدسي کې الله(ج) ویلې دي:
ای زما بنده! زمادې ستا په حق قسم وي: چې زه تاسره مینه لرم؛ خو بیادې ستا زما په حق قسم وي، که تا دبل چاسره مینه وکړه.
حضرت داود(ع) ته الله(ج) وحې وکړه، ورته وویل: چې ای داوده!
دځمکې خلکو ته ووایه، چې زه دهغه چا دوست او ملګری یم، څوک چې له ماسره دوستي کوي. دهغه چامنم،چې زمامني او له هغه چاسره مینه کوم، چې له ما سره مینه کوي. یقیناً چې زه د خلکو په زړونو باندې علم او پوهه لرم..... ای خلکو،بس پریږدئ نو! هغه څه چې تاسې یې په دوکه کې اچولي یاست، عزت زما په لاس کې ده، زما څخه یې وغواړئ، زما ملګرتیا غوره کړئ، ځکه زه وفادار دوست او ملګری یم. دضلالت او ګمراهۍ له محفلونو څخه ځان وژغورۍ، چې زما د عذاب باعث نه شئ او کني داسې به مو سپیره کړم، چې بیا به هیځ کله اباد نه شئ، ګورئ چې مامه هیروئ، زما مجلسونه اختیار کړئ، یوازې ستاسو دګټي په خاطر، چې پر تاسو رحمتونه نازل کړم.(احیاء العلوم)
په بل ځای کې راځي: چې الله(ج) دوخت یو پیغمبر ته وحې وکړه. ورته یې وویل:
څوک چې له ما سره مینه کوي، زه له هغو سره مینه کوم.(یحبوهم یحبونه) یانې دوی د الله(ج) سره مینه او محبت کوي او الله(ج) له دوی سره
او څوک چې ما یادوي،زه هغه یادوم(فاذکرونی اذکرکم).
ځکه خو پیغمبر(ص) ویلي دي:(من احب لقاء الله احب الله لقاء) الحدیث
ژباړه: څوک چې دالله(ج) ملاقات خوښي، الله(ج) بیا دهغه ملاقات خوښوي.
نو له همدې امله سفیان ثوري(رح) نه چا پوښتنه وکړه؟
ورته یې وویل: چې دخدای(ج) سره مبنه څه ته وایې: نوموړي د ښکلي اواز او فصیحې ژبې او یا دښکلا مینه ونه کړي.
او د الله(ج)له مینې ټولې مینې قرباني کړي. الله(ج) دې موږ ته داسې تو فیق راکړي. امین_(۱)
#واقع
عبدالوهاب بن زید ویلي: چې ما یو کس ولید، چې په واوره کې لوڅې پښې ولاړو، ما ورته وو، چې یخ دې نه کېږي؟
ویې ویل: د چا په زړه کې، چې د خدای(ج) دمحبت اوربل وي، هغه په یخنۍ نه پوهیږي._(۲)
#واقعه
یو وخت په بني اسرایلو کې(۷) اوه کاله وچکالي وه، بني اسرایلو له موسی(ع) څخه غوښتنه وکړه، چې خدای(ج) ته سوال وکړي، چې باران ووریږي، بیا موسی(ع) له(۷۰۰۰۰) اویازره کسانو سره راووت؛ خو الله(ج) یې د ژړا او فریاد څه باک نه درلود.
بیا الله(ج)حضرت موسی(ع) ته وویل: چې زه به د دوی دعا څرنګه قبوله کړم، حال داچې د دوی په زړه کې د دنیا او مخلوق مینه ده، ورشئ(برح)درسره راولئ. دهغه له وجې به باران درباندې وکړم بیایې همداسې وکړل. الله(د ده له وجې باران هم پر وکړ، ځکه(برح) په الله(ج) باندې بّ ریښتینې او صداقت مینو، چاچې دخدای دمینې له کبله د دنیا او(مافیها) یانې هغه څه چې په دي دنیا کې دي، دهغو دټولو شیانو مینه یې د خدای له مینې قربانې کړې وه.
#واقعه
په همدې ډول د رابعه بصري نه چا پوشتنه وکړه او ورته ویې ویل: چې ته دادومره لوړ مقام ته په څه ورسیدې؟
ورته یې ویل: چې ټول عمر مې پرته دالله(ج) له مینې څخه عبث کارونه او عبث مینه نده کړې.
نو له همدې وجې ګرانه وروره! والله چې ډطر سخت کنډوونه او موړونه مو په مخکې دي،تیر هیر،راشه! دزړه له کومې توبه وباسه؛ نو نور به والله د دي بي روسوائ مینې دهرې لحظې اودهر آه وزیرګي ذرې ذرې پوشتنه کېږي._(۳)
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
۱)احیاء العلوم
۲)یواقیت الاعمال
۳)احیاء العلوم.ج._۵
ترتیب:محمدسیدمحمدی