بیا خلې
د غرب په غلامانو سرۀ اورونه بلېدل
له غیږې دوحشي باګرام غازیان اذادېدل
راوتي ترې سرلوړي یوسف مخي طالبان وو
سر زوري وحشتونه زولنو ته ژړیدل
د هجر اوږده شپه وه تر سهاره رسیدلې
تورتمي ماښامونه چې سپیدو ته ماتیدل
ذره وروسته موقف نه نشو زور یې در اوبه ڪړو
په ننګ غیرت میړانه دې په غیږ ڪې او سېدل
ستړیاوې تڪلیفونه شڪنجې یې دي ګاللي
پر سپین معصوم مخونو لڪه ستوري ځلېدل
غالب پر زنداني اشنا خوښۍ نه غزل لیک دی
له څوڪې دقلم یې راڼۀ توري اوریدل
https://t.me/qaledg12