ښکلــــــي کیــــسي①


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


د چېـنل محـتويـات!
قدرمنو مينوالو!
دلته به تاسو ته ښکلې عبرت ناکې کيسې وړاندې کیږي
هېله ده زمونږ سره ووسئ او کانال له نورو دوستانو سره شريک کړئ
پر ځانګړو موضوعاتو باندي جالبی کسیی ځانګړې لړۍ ،‌
https://t.me/joinchat/AAAAAER6-_J6hM57mLnNaQ

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


له عبرته ډکه کیسه هتماً یې ولولی!

په یوه کور کې د موږک سوړه وه، دغه کور د یو بزګر وو.
یوه ورځ موږک ولیدل چې دهقان او میرمن یې له یوې بوجۍ څه شئ راوباسي! موږک چې ځیر شو نو ویې لیدل چې په بوجۍ کې تلک (دام) دې!
موږک له ډیرې ویرې پاس بام ته وخوت او دا کیسه یې کوترو ته بیان کړه چې د کور خاوندانو تلک راوړې!
کوترو ورته وویل چې دا زما ستونزه نه ده زه هسې هم په تلک کې نه نښلم.
موږک ډیر مأیوسه شو نو سمدستي لاړ او د تلک کیسه یې چرګ ته وکړه،
چرګ ورته کړه چې زما د تلک سره هیڅ سر و کار نشته.
غمجن موږک د دهقان د تلک کیسه پسه ته وکړه،
پسه ورته په پسخند او ریشخندۍ سره وویل چې ځه خپل کار کوه.
شپه شوه کړپ شو چې په تلک کې مار ونښته!
د کور میرمن دا فکر وکړ چې ګواکې موږک په تلک کې نښتۍ،
د شپې په تیاره کې یې چې تلک ته لاس وروړ نو مار ټک ورکړ!
د کور د میرمن طبیعت په خرابیدو شو نو دهقان سمدستي حکیم راوغوښت،
حکیم وویل چې مریض ته باید د کوترو ښورا ورکول شي!
کوتر لا په دیګي کې خوټیده چې د بزګر خپلوان د ښځې پوښتنې ته راورسیدل،
د میلمنو د قدر لپاره دهقان چرګ حلال کړ.
څو ورځې بعد د دهقان میرمن مړه شوه،
خلک ډلې ډلې تعزیت ته راتلل نو دهقان مجبوره شو پسه حلال کړ ترڅو د میلمنو اکرام وشي.
موږک د دهقان له کوره ډیر لیرې تللې و، بیخي لیرې.....
یادونه :
هسې ما ویل چې که چیرته څوک تاسو ته راشي او خپله ستونزه درته بیان کړي نو دا ورته مه وایه چې دا خو زما مشکل نه دې!
لږ فکر کوه او دا وایه چې شونې ده سبا دغه مشکل ما ته هم پیښ شي.
که چیرته د ټولنې یو کس ، یوه کورنۍ هم په مشکل کې وي نو دا امکان لري چې دده مشکل ټول هیواد ته ګواښ پیښ کړي.
د خپل شخص، ؟ او ژبې له دائرې څخه بهر راووځه،
د خپل ځان پورې محدود مه پاتې کیږه،
بلکې د نورو د درد احساس هم په ځان کې پیدا کړه...!!
👇👇👇
@Gaeznw


د ښکاري خوندوره کیسه

ښکاري له سپېده چاود مهال لیږ مخکې د بحر په غاړه کېناست، څنګ ته یې چې پر ځمکه لاس وواهه، په یوه له کاڼو ډکه کڅوړه یې لاس ولګیده، له کڅوړې یې یو کاڼی راواخیست او اوبو ته یې وغورځوه، اوبو کې د کاڼي لویدلو غږ خوند ورکړ، بل کاڼی یې راواخیست اوبو ته یې وغورځوه او داسې اوبو ته د کاڼو په غورځولو بوخت پاتي شو.

ښکاري اوبو کې د کاڼو غورځیدلو له اوازه خوند ! اخیستلو باندې بوخت و چې د لمر راختلو رڼا زیاته کړه، چې ویې کتل کڅوړه کې یو کاڼی پاتي و، نور یې ټول اوبو ته غورخولي وو او چې ښه ځیر شو هغه کاڼی نه بلکي ګران بیه جوهر 💎 و! او ورته معلوه شوه چې اوبو ته غورځولي کاڼي ټول قیمتي کاڼي او جواهر وو!! له دې غافلانه کړنې وروسته د سړي پښېماني او آه و پریاد هیڅ ګټه نه لرله.

متاسفانه موږ ټول د دې سړي په څېر یو، د کاڼو کڅوړه ژوند ده، چې هره قیمتي ګړۍ یې بې ګټي ضایع کوو، اوبو کې د کاڼو لویدلو اواز د دنیا متاع، خوندونه او شهوتونه دي او د شپې تیاره زموږ غفلت او بې پروایي ده. لمر راختل د حقیقت ښکاره کیدل او مرګ دی.

لنډه دا چې له غفلتونو راویښ شئ، له جواهرو قیمتي وختونه باید ضایع نه کړو، وروسته بیا پښېماني ګټه نه لري. ﷽ يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ.

#حامد_افغان👇👇👇
@Gaeznw


د افسوس ډکه کیسه

یو نهه کلن ماشوم د جومات په یوه غاړہ کې له خپلې وړې خور سره ناست و، کوچنۍ معصومي خور یې ورور ته حیران حیران کتل، هغه لاسونه لپه کړي وو، نه پوهیږم چې الله جل جلاله نه به یې څه غوښتل؟
جامې یې پیوندي وې، خو پاکې وې
له سترگو یې اوښکې روانې وې
ډیرو خلکو هغه ته ورکتل
او هغه بیخي ناخبره د رب تعالی سره په خبرو بوخت و، څنګه چې پاڅېدۀ؛ یو سړي له لاسه ونیو، پوښتنه یې ورنه وکړہ:
د الله پاک جل جلاله نه دې څه غوښتل؟

ماشوم وویل:
-زما پلار مړ دی
د ھغه لپارہ جنت

-او زما مور
ھر وخت ژاړي
د ھغې لپارہ صبر

-دا خور مې له مور نه جامې غواړي
ددې لپارہ له الله نه پیسې

- سړي پوښتنه وکړہ
ته مکتب ته ځې؟
ماشوم وویل
ھو ځم؟
سړي وویل:

څووم صنف کې یې؟
ماشوم: نه کاکا د سبق ویلو لپارہ نه ځم؛ مور می راته شیان پاخه کړي ھغه مکتب کې په ماشومانو خرڅوم ډیر ماشومان یې رانه اخلي، ھمدا زما کار دی.

سړي پوښتنه وکړہ:
ستاسو څوک خپلوان نشته؟

ماشوم: مور مې وایي چې د غریب خپلوان نه وي.
مور مې ھیڅکله دروغ نه وایي
خو کاکا کله چی موږ
ډوډی خورو او زہ ووایم چی مورې راځه ته ھم ډوډۍ وخورہ!
ھغه ووایي:چی ما خوړلې دہ
دی وخت کې راته داسې ښکاری چی ھغه دروغ وایي
سړي وویل:
که د کور لگښتونه دی پورہ شي سبق به وایې کنه؟
ماشوم: ھیڅکله ھم نه!
ځکه چاچی سبقونه ویلي ھغوی له غریبانو نه کرکه کوي
پہ څنگ کې مې تیریږي
چاچی سبق ویلی وی بیخي زما پوښتنه نکوي
ھغه سړی حیران ھم ؤ
او
خفه ھم!
بیا ماشوم وویل ھر ورځ دی جومات تہ رازم، چا ھم مانه پوښتنه ونه کړہ
دی ټولو زما پلار پیژندہ
خو ما څوک ھم نہ پیژني!
ماشوم په زورہ زورہ وژړل
ویل یې: کاکا!
کله چې پلار مړشي ټول خلک پردي شي
سړي سرہ د ماشوم د پوښتنو ھیڅ جواب نه وو. څومرہ داسې ماشومان به وي چی سختۍ به تیروي بس خواري وکړئ خپل گاونډ کې او یتیمان او بې اسرې خلک ولټوئ او مرسته ورسرہ وکړئ
او په دی ماښام کې د دې نمایشي خیراتونو پر ځای یوې غریبي کورنۍ ته د یو وخت ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ واخلئ.
نــو راځي خوږو ملګرو او دوستانو چې یتیم او د یتیم پلار او پیژنو او رحم پری وکړو. نن سباح د یتیم دا خبرې ټولی حقیقت لری دروغ ندی بلکی حقیقت دي
👇👇👇
@Gaeznw


#ښکلې کیسه


ﯾﻮﻩ ﻭﺭځ ﯾﻮ ځوﺍﻥ ﻫﻠﮏ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﻭﯾﺎﻟﻪ ﮐﯥ
ﺍﻭﺩﺱ ﮐﺎﻭﻩ ﭼﯥ ﻧﺎګﻬﺎﻧﻪ ﺩ ﺍﻭﺑﻮ ﭘﻪ ﺳﺮ
ﯾﻮﻩ ﻣڼه ﻭﺭﺗﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﺭﺍﻏﻠﻪ، ځواﻥ
ﻫﻠﮏ ﻣڼه ﺭﺍﻭﺍﺧﯿﺴﺘﻪ ﺍﻭ ﻟږﻩ ﯾﯥ
ﻭﺧﻮړﻩ، ﻟږﻩ ﺷﯿﺒﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩﺍ ﻓﮑﺮ
ﻭﺭﺳﺮﻩ ﭘﯿﺪﺍ ﺷﻮ؛ ﭼﯥ ﺩﺍ ﻣڼﻪ ﺧﻮ ﻣﺎ ﺗﻪ
ﺣﺮﺍﻣﻪ ﺩﻩ، ﺯﻩ ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﺑﺎﻏﻮﺍﻥ څخه ﺩﺩﯤ
ﻣڼﯥ ﺩ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﺑښنه ﻭﻏﻮﺍړﻡ، ﻭﻻړ ﺍﻭ ﺍﻭ
ﺑﺎﻏﻮﺍﻥ ﺗﻪ ﯾﯥ ﺩ ﺑښﻨﯥ ﻋﺮﺽ ﻭﮐړ،
ﺑﺎﻏﻮﺍﻥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﯥ ﺯﻩ ﺩ ﺑﺎﻍ څښتن
ﻧﻪ ﯾﻢ، ﺗﻪ ﻻړﻩ ﺷﻪ ﺍﻭ ﺩ ﺑﺎﻍ ﻟﻪ څښتن
څﺨﻪ ﺩ ﻣڼې ﺩ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﺑښﻨﻪ ﻭﻏﻮﺍړﻩ.
ﺩ ﺑﺎﻍ ﺩ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﮐﻮﺭ ﺩ ﯾﻮﯤ ﺷﭙﯥ ﺍﻭ ﻭﺭځې
ﺩ ﻣﺰﻝ ﭘﻪ ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ ﻟﯿﺮﯤ ﺅ، ﺧﻮ ﻫﻠﮏ ﺩ ﺑﺎﻍ
ﺩ ﻣﺎﻟﮏ ﮐﻮﺭ ﺗﻪ ﻭﺭﻏﯽ ﺍﻭ ﺩ ﻣڼي ﺩ
ﺧﻮړﻟﻮ ﺑښنه ﯾﯥ ﻭﺭﻧﻪ ﻭﻏﻮښ تله، ﺩ ﺑﺎﻍ
ﻣﺎﻟﮏ ﭼﯥ ﺩ ﻫﻠﮏ ﺗﻘﻮﺍ ﻭﻟﯿﺪﻩ؛ ﻧﻮ ﻭﺭﺗﻪ
ﻭﯾﯥ ﻭﯾﻞ ﭼﯥ ﺗﺎ ﭘﻪ ﯾﻮ ﺷﺮﻁ ﺑښم، ﻫﻐﻪ
ﺩﺍ ﭼﯥ ﺗﻪ ﺑﺎﯾﺪ ﺯﻣﺎ ﻟﻪ ﻟﻮﺭ ﺳﺮﻩ ﻭﺍﺩﻩ
ﻭﮐړﯤ!!
ﻭﻟﯥ ﻣﺨﮑﯥ ﻟﻪ ﺩﯤ ﭼﯥ ﺗﻪ ﺯﻣﺎ ﻟﻪ ﻟﻮﺭ
ﺳﺮﻩ ﻭﺍﺩﻩ ﻭﮐړﯤ؛ ﻧﻮ ﺩ ﻫﻐﯥ ټوﻟﯥ
ځﺎﻧګړﺗﯿﺎﻭﯤ ﺯﻩ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﺍﯾﻢ، ځکﻪ ﺯﻣﺎ ﻟﻮﺭ
ﮐڼﻪ، ګوﻧګه ړﻧﺪﻩ ﺍﻭ ﺷﻠﻪ ﺩﻩ.
ﻫﻠﮏ ﭼﯥ ﺑﻠﻪ ﭼﺎﺭﻩ ﯾﯥ ﻧﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ، ﺩ
ﺟﻨۍ ﻭﺍﺩﻩ ﺗﻪ ﺩﺩﯤ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺗﯿﺎﺭ ﺷﻮ، ﭼﯥ ﺩ
ﺑﺎﻍ څښﺘﻦ ﻭﺭﺗﻪ ﺩ ﻣڼﯥ ﺩ ﺧﻮﺭﺍﮎ
ﺑﺨﺸﺶ ﻭﮐړﻱ.
ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﯾﯥ ﻟﻪ ﺟﯿﻨۍ ﺳﺮﻩ ﻭﺍﺩﻩ ﻭﮐړ، ﻧﻮ
ﭘﻪ ﺍﻭﻟﻪ ﺷﭙﻪ ﯾﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻧﺎﻭﯤ ﺳﻼﻡ
ﻭﺍﭼﺎﻭﻩ،
ﻧﺎﻭﯤ ﻭﻋﻠﯿﮑﻢ ﺍﻟﺴﻼﻡ ﻭﻭﯾﻞ، ﺭﺍﭘﺎڅیده ﺍﻭ
ﺧﭙﻞ ﻣﯿړﻩ ﯾﯥ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻭﻧﯿﻮ، ﺩ ﺟﻨﯥ
ﺧﺎﻭﻧﺪ ﻫﮏ ﭘﮏ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮ، ﭼﯥ ﺯﻣﺎ ﻧﺎﻭﯤ
ﺧﻮ ﻧﻪ ﺷﻠﻪ، ﻧﻪ ګﻮﻧګۍ ﺍﻭ ﻧﻪ ﻫﻢ ﮐڼﻪ
ﺩﻩ؟؟!!
ﺟﯿﻨۍ ﻫﻠﮏ ﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ، ﺯﻣﺎ ﭘﻼﺭ ﭼﯥ ﺗﺎ ﺗﻪ
ﻭﯾﻠﻲ ﻭﻭ ﭼﯥ ﺯﻣﺎ ﻟﻮﺭ ړﻧﺪﻩ ﺩﻩ، ﻫﻐﻪ ﺩﺍ
ﻣﻌﻨﯽ ﭼﯥ ﻣﺎ ﻫﯿڅ ﻧﺎ ﻣﺤﺮﻡ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﻪ
ﺳﺘﺮګو ﻧﻪ ﺩﯼ ﻟﯿﺪﻟﯽ، ﺑﯿﺎ ﯾﯥ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﯾﻠﻲ
ﻭﻭ ﭼﯥ ﺯﻣﺎ ﻟﻮﺭ ﮐڼﻪ ﺩﻩ، ﻫﻐﻪ ﺩﺍ ﻣﻌﻨﯽ
ﭼﯥ ﻣﺎ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﺩ ﻧﺎﻣﺤﺮﻡ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻏږ ﻧﻪ
ﺩﯼ ﺍﻭﺭﯦﺪﻟﯽ، ﺑﯿﺎ ﯾﯥ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﯾﻠﻲ ﻭﻭ ﭼﯥ
ﺯﻣﺎ ﻟﻮﺭ ګوﻧګۍ ﺩﻩ، ځکﻪ ﺯﻣﺎ ﮊﺑﯥ ﻟﻪ ﺣﻖ
ﻭﯾﻠﻮ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻟﻪ ﺫﮐﺮ ﭘﺮﺗﻪ ﻫﯿڅ
ﺧﺒﺮﻩ ﻧﻪ ﺩﻩ ﮐړﯤ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﯾﯥ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﯾﻠﻲ
ﻭﻭ ﭼﯥ ﺯﻣﺎ ﻟﻮﺭ ﺷﻠﻪ ﺩﻩ، ﺩﺩﯤ ﺩﺍ ﻣﻌﻨﯽ
ﺩﻩ ﭼﯥ ﻣﺎ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﻫﻐﻪ ځاﯼ ﺗﻪ ﭘﻪ ﭘښو
ﺣﺮﮐﺖ ﻧﻪ ﺩﯼ ﮐړﯼ؛ ﺩ ﮐﻮﻡ ځاﯼ ﭘﻪ ﺗګ
ﭼﯥ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﭘﻪ ﻗﻬﺮ ﮐﯿږﻱ.
ﻧﻮ ځوﺍﻥ ډﯾﺮ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺳﻮ ﺍﻭ ﺧﭙﻠﻲ
ﻣﯿﺮﻣﻨﯽ ﺗﯽ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﯽ ﺍﻭﺱ ﻧﻮ ﺭﺍﺷﻪ ﺩ
ﺭﺏ ﺍﻟﻌﺎﻟﻤﯿﻦ ﻋﺒﺎﺩﺕ ﻭﮐړﻭ ﭼﯽ ﺩﻭﻣﺮﻩ
ﻟﻮﯼ ﺍﺣﺴﺎﻥ ﯾﯽ ﺭﺍﺳﺮﻩ ﻭﮐړ ! ﻧﻮ ځوﺍﻥ
ﺍﻭ ﻣﯿﺮﻣﻨﻲ ﯾﯽ ښه ډﯾﺮ ﻋﺒﺎﺩﺕ ﻭﮐۍ


دا افغانستان دی!
«لنډه کيسه»

نصیب ځدراڼ

رحیم ګل او ملګري یې پوهنتون کې ناست وو، د استقلال د ورځې بحث روان وو، څوک به د غازي امان الله پلویان شول او چا به انتقادونه ورباندې کول.مشورې هم روانې وي، سبا ته پوهنتون کې د استقلال د ورځې په مناسبت د په پوهنتون کې جشن پروګرام جوړیدو.

رحیم ګل غږ وکړ هغه چې هر څه وو نو د تاریخ برخه شوه، په اوسني حال کې به څنګه د استقلال ورځ نمانځو؟

مخامخ یو محصل ور غبرګه کړه، ولې تر نورو هیوادنو مو څه شی کم دي؟ ولسمشر لرو، ټوله دنیا کې سفارتونه لرو، ملي پوځ، پولیس، استخبارات لرو، نو ولې به دا ورځ نه نمانځو ؟

رحیم ګل ورته و ویل : دلته چې بیا د ناټو عسکر دي پرته له کوم پاسپورټ او ویزې راغلي دي، هره ورځ خبرونه راځې چې په پلانکي ځای کې ډرون برید وشو، بیا خبر راشي په پلانکي ځای کې چاپه وه، نور خو پرېږده دا باګرام او پلچرخي او نورو خفیه زندانونو کې چې په زرګونو سیاسي بندیان دي هغوی په کوم جرم نیول شوي دي؟آیا هغه ټول لیونیان وو؟د هیواد په لر او بر کې په هدیرو کې چې تازه قبرونه جوړ شوي او سپین بیرغونه ورباندي رپیږي آیا هغه ټول په ناحقه وو؟

ثمرګل چې بل محصل وو، غوږ کې ورته و ویل چې رحیم ګله لیونی خو به نه یې؟د نن سبا حالات وګوره او ستا خبرې وګوره څه شی به تر جوړ شي؟

رحیم ګل ځان ناپوهه کړو بیا لګیا شو، ملګرو استقلال ورځ به نمانځو خو دا هم حقیقت دی چې زموږ وطن اوس هم اشغال دی، یا به د ناټو عسکر او د هغوی همکاران په حقه بولو یا به د هغوی په مقابل کې شهیدان او بندیان شوي ځوانان په حقه بولو او د استقلال ورځ به هلته نمانځو کله چې زموږ د وطن نه ټول یرغلګر خارجیان وتلي وي او زموږ وطن نه د امن کور جوړ شوی وي.

د ډیرو ملګرو په زړه کې خبرې وي خو څه یې نه ویل، د پوهنتون نه کور ته لاړل، سبا د استقلال ورځ وه، پوهنتون کې د استقلال په مناسبت پوهنتون کې د جشن ترتیب نیول شوی وو، رحیم ګل وختي له کور نه ر اوتلو د پوهنتون په لور روان شو، هر طرف ملي بیرغونه وو،په موټر دوکانو، موټر سایکلونو، باندي بیرغونه رپیدل، پاس آسمان ته یې وکتل بې پیلوته الوتکه ګرځیده، بیا یې لاندي وکتل په خړ رنګ کې رینجر موټر د ګل رحیم په لور راغی او ورته ودریدو،

عسکر تر راکوز شول او پوښتنه یې تر وکړه.
رحیم ګل ته یې؟
هو څه خبر ده؟

خبر به ورسته درته وکړو موټر ته وخیږه!

رحیم ګل لږ مقاومت وکړو خو په درېو کسانو یې ونیو موټر ته یې واچوه
څه مې کړي دي؟څه خبر ده؟

چپ شه د پنجابي زویه، چې د امنیت مرکز ته لاړ شو خپله به خبر شي چې څه خبر ده؟

موټر په لارو،کوڅو، او واټونو کې روان وو، خلک د استقلال په خوشحالۍ کې راوتلي وو، موټر د امنیت یوه خفیه مرکز ته ورداخل شو، رحیم ګل یې یوې وړه کوټه کې بندي کړ.

لږ ورسته نظامي دریشي کې درې تنه راغلل، د سوکانو او لغتو باران یې ورباندي پیل کړ.

د ترهګرو زویه ته زموږ خلاف تبلیغات کوي؟ځوانان بې لارې کوي؟
څه مې کړي دومره خو مې پوی کړئ؟

یو موبایل له جېب نه راویستو، ویډیو یې چالانه کړه،د رحیم ګل غږ وو.

“یا به د ناټو عسکر او د هغوی همکاران په حقه بولو یا د هغوی په مقابل کې شهیدان شوي ځوانان او بندیان شوي ځوانان په حقه بولو او د استقلال ورځ به هلته نمانځو چې کله ټول خارجي یرغلګر زموږ له وطن نه وتلي وي او زموږ وطن نه د امن کور جوړ شوی وي”

ویډیو کوم ملګري ترې ثبت کړې وه، عسکر موبایل جېب ته واچوو او بیا یې د وهلو ټکولو پیل ورباندي وکړو.

لږ وروسته یې پریښود او ورته ویې ویل دلته پکې پروت اوسه د پنجاب غلامه!

تیاره او وړه کوټه وه، رحیم ګل ګوښی پکي ناست وو، د سخت وهلو د لاسه یې ټول بدن خوږیدو،په زړه کې یې انتقام اور هم بلیدو او کور والا،کونډې مور او ملګرو ته هم خفه وو چې اندیښنه به یې وي چې رحیم ګل څه شو؟

بیا یې غوږ ونیو د باندې په کوڅو کې ملي سندري غږیدي.

دا مو د بابا وطن دا وطن مو ځان دی

دا افغانستان دی.

(۴کاله وړاندې)
👇👇👇
@Gaeznw


اغله، ما هغې ته په دې شرط ۱۲۰ دینار ورکړل تر څو د هغې په بدل كې زما سره بد کار وکړي، هغه راضي شوه، او زما پری لاس بر شو مګر هغې راته و ویل: تاته دا نه ده روا چې دا مهر له حقه پرته مات کړې، (ده دې خبرې په اورېدلو) دا راته ‌ډیره بده ښکاره شوه، چې زه دې خپل غرض پوره کړم، نو زه د هغه ځایه لاړم، حال دا چې هغه ماته تر هر څه ډېره ګرانه او نزدې وه، هغه څه چې ما هغې ته ورکړي وو هغه می ورته پرېښودل، یاالله! که ما دا کار ستا د رضاء لپاره کړی وي، نو یاالله په مونږ رحم وکړې او دا تیږه لیرې کړې، هغه تیږه لرې شوه، خو دوی ترینه نه شو وتلي.
رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل: دریم داسې وویل:
یاالله ما څو مزدوران کار کولو ته راوستي وو، ما هغه ټولو مزدورانو ته خپله مزدوري ورکړه، خو په دوی کې یو د خپلې مزدورۍ د اخستلو پرته ولاړ، ما د هغه د مزدوري پیسې په کاروبار کې ولګولې، هغې ډېره ګټه وکړه، څه وخت پس هغه کس راغۍ اوله ما څخه یې خپله مزدوري وغوښتله، ما هغه ته وویل: دا اوښان، غواګانې، پسونه او غلامان چې وینې دا ټول ستا دي، هغه راته وویل: ای د الله بنده خندا را پوری مه کوه، ما هغه ته وویل: رښتیا وایم او ټوقي در سره نه کوم، هغه ټول مال په مخه کړ او هېڅ شی یې هم پرې نه ښودل، یاالله که چېرته دغه کار ما ستا د رضاء لپاره کړی وي، نو زمونږ نه دا مصیبت لرې کړې، هماغه وه چې تیږه لرې شوه او هغوی د هغه غار نه را ووتل او روان شول.

👇👇👇
@Gaeznw


نبوي کیسې (۱): درې کسان په یوه غار کې




ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع
ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)

د نیک عمل په کولو سره نجات موندل

حدیث: عن عَبْدَاللَّهِ بْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما، قَالَ : سَمِعْتُ ر سُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْه وَسَلَّمَ،يَقُولُ : ” انْطَلَقَ ثَلَاثَةُ رَهْطٍ مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ ،حَتَّى أَوَوْا الْمَبِيتَ إِلَى غَارٍ فَدَخَلُوهُ ، فَانْحَدَرَتْ صَخْرَةٌ مِنَ الْجَبَلِ فَسَدَّتْ عَلَيْهِمُا الْغَارَ ،فَقَالُوا : إِنَّهُ لَا يُنْجِيكُمْ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ إِلَّا أَنْ تَدْعُوا اللَّهَ بِصَالِحِ أَعْمَالِكُمْ ،فَقَالَ رَجُلٌ مِنْهُمْ : اللَّهُمَّ كَانَ لِي أَبَوَانِ شَيْخَانِ كَبِيرَانِ ،وَ كُنْتُ لَا أَغْبِقُ قَبْلَهُمَا أَهْلًا وَلَا مَالًا ،فَنَأَى بِي فِي طَلَبِ شَيْءٍ يَوْمًا ،فَلَمْ أُرِحْ عَلَيْهِمَا حَتَّى نَامَا، فَحَلَبْتُ لَهُمَا غَبُوقَهُمَا فَوَجَدْتُهُمَا نَائِمَيْنِ، وَكَرِهْتُ أَنْ أَغْبِقَ قَبْلَهُمَا أَهْلًا أَوْمَالًا، فَلَبِثْتُ وَالْقَدَحُ عَلَى يَدَيَّ أَنْتَظِرُ اسْتِيقَاظَهُمَا حَتَّى بَرَقَ الْفَجْرُ ،فَاسْتَيْقَظَا فَشَرِبَا غَبُوقَهُمَا ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ ،فَفَرِّجْ عَنَّا مَانَحْنُ فِيهِ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَةِ ،فَانْفَرَجَتْ شَيْئًا لَايَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ ،قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : وَقَالَ الْآخَرُ : اللَّهُمَّ كَانَتْ لِي بِنْتُ عَمٍّ كَانَتْ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَيَّ ،فَأَرَدْتُهَا عَنْ نَفْسِهَا، فَامْتَنَعَتْ مِنِّي حَتَّى أَلَمَّتْ بِهَا سَنَةٌ مِنَ السِّنِينَ، فَجَاءَتْنِي فَأَعْطَيْتُهَا عِشْرِينَ وَمِائَةَ دِينَارٍ، عَلَى أَنْ تُخَلِّيَ بَيْنِي وَبَيْنَ نَفْسِهَا، فَفَعَلَتْ حَتَّى إِذَا قَدَرْتُ عَلَيْهَا ،قَالَتْ : لَا أُحِلُّ لَكَ أَنْ تَفُضَّ الْخَاتَمَ إِلَّا بِحَقِّهِ ، فَتَحَرَّجْتُ مِنَ الْوُقُوعِ عَلَيْهَا فَانْصَرَفْتُ عَنْهَا وَهِيَ أَحَبُّ النَّاسِ إِلَيَّ وَتَرَكْتُ الذَّهَبَ الَّذِي أَعْطَيْتُهَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ ،فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ غَيْرَ أَنَّهُمْ لَايَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ مِنْهَا ،قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : وَقَالَ الثَّالِثُ : اللَّهُمَّ إِنِّي اسْتَأْجَرْتُ أُجَرَاءَ فَأَعْطَيْتُهُمْ أَجْرَهُمْ غَيْرَ رَجُلٍ وَاحِدٍ تَرَكَ الَّذِي لَهُ وَذَهَبَ فَثَمَّرْتُ أَجْرَهُ حَتَّى كَثُرَتْ مِنْهُ الْأَمْوَالُ، فَجَاءَنِي بَعْدَ حِينٍ، فَقَالَ : يَاعَبْدَاللَّهِ ، أَدِّ إِلَيَّ أَجْرِي، فَقُلْتُ لَهُ : كُلُّ مَا تَرَى مِنْ أَجْرِكَ مِنَ الْإِبِلِ ، وَالْبَقَرِ ،وَالْغَنَمِ ،وَالرَّقِيقِ ،فَقَالَ : يَاعَبْدَاللَّهِ ،لَاتَسْتَهْزِئُ بِي ،فَقُلْتُ : إِنِّي لَا أَسْتَهْزِئُ بِكَ فَأَخَذَهُ كُلَّهُ ،فَاسْتَاقَهُ فَلَمْ يَتْرُكْ مِنْهُ شَيْئًا ،اللَّهُمَّ فَإِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ ،فَافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ ،فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ ،فَخَرَجُوا يَمْشُونَ)) ،
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چی وائي : ما د رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام نه واوریدل چی فرمایل يې :
تر تاسې نه په مخکنیو امتونو کې درې کسان (په لاره) روان وو، دوى د شپې تېرولو په موخه یوه غار ته راغلل او هلته ننوتل. د غره نه یوه لویه تیږه را وښوېده  اوپه دوی پسې یې د غار خوله بنده کړه دوی وویل: یواځې په دې به وژغورل شئ، چې د خپلو نېکو عملونو په طفیل مو الله تعالی ته دعاء وکړئ ، یو خپله دعاء داسی پيل کړه:
یا الله زما مور او پلار بوډاګان (سپین ږیري) وو، ما به تر دوی وړاندې خپل اهل او مال ته شیدې د څکلو لپاره نه ورکولې (يعنې هغوی مې دېته نه پرېښودل، چې زما د مور او پلار نه مخکې شیدې وڅكې، بلکې لومړی به مې خپل مور او پلار ته د څکلو لپاره ورکولې) یوه ورځ د یوه شي په لټه پسې ډېر لرې ولاړم، هغه مهال خپل کور ته راستون شوم، چې دوی دواړه ویده شوي وو، دوی ته مې شیدې را ولوشلې اما دوی ویده وو، دا مې زړه نه منله چې تر دوی وړاندې دې خپل اولاد ته شيدې د څکلو لپاره ورکړم، پیاله په لاس د دوی د راوېښېدلو په انتظار پاتې شوم، تردې چې سهار وځلېد او دوی را پاڅېدل او خپلې شیدې يې وڅکلې، ای الله! که چېرته ما دغه کار یواځې ستا د رضاء لپاره کړی و، نو په مونږ دغه مصیبت اسانه کړه ، هغه تیږه لرې شوه، خو دوی ترېنه دباندې نه شو وتلى، رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل: هغه بل داسې و ویل : یاالله! زما د تره (کاکا) یوه لور وه، چې هغه ماته تر هر چا ډېره ګرانه وه، ما دهغې سره د یو والې ( د حرام کار) اراده وکړه، مګر هغې زه منع کړم تر دې چې یو کال قحطي راغله، هغه ماته ر




لع پنده ډڪه ڪيسه د سپي درې خـــویـونه⭕

یو عـــالم سپي ته وويل‼
ته ولې وفاداره يي خو تاڪـې‼
درې خـــويونه ډيــر بد دي

1⃣لومړي دا چي په ديوال بولي ڪــوي❓
2⃣دوهــم دا چــي د شپي ډير غاپــي❓
3⃣دريم دا چي ڪ له ڪـوم ملنګ راشــي نو ورپسي غاپــي❓

نو سپي ورته وويل دا ځڪـه⁉
1⃣په ديوال ځڪـه بولــي ڪـوم چي ڪـيدي شي په ځمڪه د اللهﷻ ڪـوم بنده سجده ولګـــوي‼
2⃣د شپي ځڪـه ډيـر غاپم چي ڪيدي شي د الله ڪـوم بنده راويښ شي او د اللهﷻ ثناء او صفت بيان ڪـړی‼
3⃣ملنګ پسي ځڪه غاپم چي ملنګ يي د اللهﷻ نه نه غواړي ، هغه چانه یې غواړي چي هغه ته هم اللهﷻ ورکړي دي‼
که مو په بشپړه توګه لوستلي وې , نو یو یو عبرتناک کمنټ وکړي

https://t.me/joinchat/AAAAAER6-_J6hM57mLnNaQ


که وخت لرئ نو حتمن یی ولولئ

یوہ_ورحٌ_جبرائیل علیه السلام د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علیه وسلم چې وکته جبرائیل علیه السلام ورته پریشانه ښکاره شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل یا جبرائیل عليه سلام څه خبره ده نن ډیرخفه ښکاری جبرائیل علیه السلام ورته عرض وکړه ای د ټول جهان محبوبه نن ماته الله تعالی حکــم کړي دی چې جهنم وګوره د هغه په کتلو سره ما باندی خفګان اثرات را پیدا شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل ماته د جهنم حالات ووایه جبرائیل وویل. د جهنم اووه(۷) درجی دی ترټولو لاندینی درجه کی منافقین اچول کیږی شپږمه(۶) طبقه کی الله تعالی مشرکین اچوی پنځمه(۵) طبقه کی د لمر او سپوږمی عبادت کوونکی اچول کیږی څلورمه(۴) طبقه کی د اور عبادت کوونکی اچول کیږی په دریمه(۳) طبقه کی یهود اچول کیږی په دوهمه(۲) طبقه کی الله تعالی عیسویان جهنم ته اچوی د دې نه وروسته جبرائیل علیه السلام خاموش شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چی جبرائیله! ولی غلې شوې اوله طبقه کی څوک اچول کیږي؟ جبرائیل علیه السلام عرض وکړه ای د الله رسوله په اوله درجه کی الله ستا د امت ګناهګاران اچوی کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا خبره واوریده چی زما امت به هم جهنم ته اچول کیږی نونبی کریم صلی الله علیه وسلم بی حده ډیر غمجن شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په حضورکی دعا شروع کړه دری ورځي هم داسی تیریدی نبی علیه السلام به جومات ته راتللو لمانځه پس به بیرته خپلی حجری ته تشریف وړه او دروازه به یی بندوله او د الله تعالی په حضورکی به یی ژړا فریاد کوو صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم حیران شول چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې کله جومات ته تشریف راوړی بیا کور ته هم نه ځی حجری ته ځي کله چی دریمه ورځ شوه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه صبر ونه کړای شو دروازی ته راغی او دروازه یی ووهله بیا یی سلام واچوو لیکن د سلام ځواب رانغی هغه په ژړا شو عمر رضی الله خواله راغی وی ویل ما سلام وکړه خو سلام ځواب نه راځی لحاظه تاسی ورشۍ کیدای شی ستاسی ته ځواب درکړی هغه هم ورغلی هغه دری ځله سلام وکړه لیکــن سلام ځواب رانغی عمر رضی الله عنه حضرت سلمان فارسی ته راغی سلمان فارسی د دی واقعی یادوونه علی کرم الله وجه ته وکړه هغه سوچ وکړه چی د دومره عظیم شخصیت د سلام جواب رانغی ماته هلته تګ نه دی پکار بلکی زه دهغه مبارک د سترګو نور لور فاطمه رضی الله تعالی عنها دننه لیږم هغه همداسی وکړه چی فاطمه رضی الله تعالی عنها ته ټول احوال ته ووایی هغه دحجری دروازی ته راغله باباجانه! السلام علیکم کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خپلی لور اواز واوریده راوچت شو دروازه یی خلاصه کړه د سلام جواب یی ورکړه بیا ورته بی بی فاطمی وویل باباجانه ! څه خبره ده چی دری ورځي کیږی چی دلته تشریف راوړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چی جبرائیل زه خبرکړم چی زما امت به هم جهنم ته ځي فاطمی لوری زه د خپل امت ګناه ګارانو په غم کی ډوب یم او خپل مالک نه دعا غواړم چی هغه معاف کړی او د جهنم د اوره یی خلاص کړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم بیا په سجده پریوته اوپه ژړا یی شروع کړه . یاالله زما د امت په ګناه ګارانو رحم وکړه او هغه د جهنم د اوره خلاص کړه الله تعالی حکم وکړه : (ولسوف یعطیک ربک فترضی)ای زما دوسته غم مه کوه تاله به دومره څه درکړم چی ته به ورباندی خوشحاله یی هغه په خوشحالۍ راپاڅیده اوویې فرمایل خلکو الله تعالی ماسره وعده کړی چی زه به د قیامت په ورځ ستا امت سره داسی معامله وکړم چی ته به پری خوشحاله یی او زه ترهغی نه خوشحالیږم ترڅو چی زما اخرنی امتی جنت ته نه وی داخل شوی زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مونږ باندی دومره مشفق اومهربان وو او تل زمونږ په غم کی وو زه ستاسی نه په عاجزانه ډول خواهش کوم چی د خپل نبی کریم صلی الله علیه وسلم شفقت او مهربانۍ پیغام نورو مسلمانانو ته ورسوۍ او په محمد صلى الله عليه وسلم درود شريف ووایی.
فقط د ثواب لپاره یی شیر کړئ ؟
که لوستلی مو وی نوصرف دومره په کمینټ کی ولیکئ چی ولوستل شوه.


خیرنه نازولې.

سهار وو لمر لا نه وو راختلی دچنار تنکیو پاڼو
د سهار د خواږه نسیمه مزی اخیستی
وړې چنچڼې لا هغسې د یو بل سره غاړې وتې وې
د نوې ورځې د پیل کیدا زیري یې کړل
د بزګر کاکا سره د څو رنګه ټوکرو نه جوړ یو څادر
په لاس وو او د پټیو پر لور په چټکو ګامونو روان وو. د کلي ماشومان خوبولې سترګې د خپلو
سیپارو سره د جومات په خوا زغلیدل.  د کوز کلي د سیدو کاکا یتیم زوې د خپل لاس ګاډي سره د کوڅې تر نیمائي را رسیدلی وو. 
د سیدو کاکا کورنۍ چې غیر د الله ج د دربار نه بل هیڅوک نه لري یواځې لس کلن ځوې یې د کلي د بزګرانو نه په پور  ترکاري  اخلي او تر ماښامه یې په کلیو او کوڅو ګرځوي تر څو ماښام کور ته یوه ګوله حلاله ډوډۍ ویسي. یتیم ماشوم
د څو بانجانو او رومیو خلطې چې یې په لاس ګاډي کې په ډیره سختۍ پر مخه کړې وې. 
په ستومانه او ستړي آواز یې غږ کړل  (تازه رومیان واخلئ تازه رومیاااااااااااان)
(تازه بانجان واخلییییییئ).
لا یې دوهم وارې خوله نعرو ته نه وه غونډه کړې
چې د جارو  وار ئې  پر څوټ ولګیده او د بدو ردو سر بیره یې یو څو د چپلکو وارونه هم په شا وزغمل. د یوې خیرنې او بد قواره تور سرې د خیرنو ویښتو په لیدو حیا راغله او خپل نظر مې په بله کړ . لا خوارکی یتیم د چلکو له ګذاره ځان نه وو ایستلی چې یو نارینه او خوبولی غږ مې تر غوږ شو وار د مخه یې  د خوارکي یتیم لاس ګاډی چپه کړ او همداسې چې د تازه رومیو په پلاستیکونو یې فرعوني قدمونه ایښودل او د خوار یتیم او د هغه د کورنۍ امیدونه او د رزق وسیله یې په خاورو کې مروړله خیرنې تور سرې ته یې ویل چې زړه دې یخ شو نازولې؟
چې زما نازولې څوک له خوبه پاڅوي دایې سزا ده.
خیرنه نازولې او فرعون خویه خان په تمسخر او خندا کور ته دننه شول او یتیم ماشوم لا هماغه شان په کوڅه کې د خپلو سولیدلو رومیو تر څنګ د بې وسۍ اوښکې تویولې.
او ما هم له ناچارې خپل وجدان ته
په ټیټو سترګو دغه حال بیانوه.
یا الله ج ته د زمانې فرعونیانو او خیرنو نازولو سره په خپله حساب وکړې.
امین یا رب العالمین 

لیکنه استاذ منهاج حنفي


#جالبه_کیسه
بزګر او حاکم

وايی یو بزګر ښه ډیر بادرنګ کرلي وو، کله چې یې فصل ورسېده نو یوه ټوکرۍ ښه، ښه بادرنګ یې راټول کړل او د سیمې حاکم ته یې د ډالۍ په توګه یوړل.
حاکم له خپلو ملګرو سره ناست و چې بزګر د بادرنګو ټوګرۍ مخ کې ور کېښوده.

حاکم د بادرنګو په خوړلو پیل وکړ، میلمنو تمه درلوده چې دوی ته هم ست وکړي خو داسې ونه شول، حاکم ټول بادرنګ وخوړل او پای کې یې بزګر ته دیرش دیناره ورکړې او بزګر روان شو.

کله چې بزګر لاړ نو حاکم خپلو ملګرو ته وویل:

ـ ملګرو، بادرنګ ډير ترخه ول، تاسو ته مې ځکه ست ونه کړ چې په خوړلو یې ازار نه شئ. بزګر په خپل فصل ډير زحمت کاږلی دی او دلته ددې لپاره راغلی و چې د خپل لاس د ټناکو ثمره له موږ سره شریکه کړي او زه یې د زحمت ستاینه وکړم، که ما ورته ویلي وایی چې بادرنګ دې ترخه دي ډير به خواشینی شوای وای، زړه یې ماتېده، نو ما هم لږ څه زحمت په ځان ومانه،ټول بادرنګ مې وخوړل او انعام مې هم ور کړ.


د یو عالم او ظالم باچا د پند کیسه!

یو وخت د ظالم باچا دربار ته یو عالم راغی، عالم باچا ته وویل:
-ته یو ظالم باچا یې، د حق لار دې پرېښې ده او پر ناحقه لاره روان يې. باچا ډیر په قهر شو او امر یې وکړ چې، دا عالم بندي کړئ!
کله چې اووه (۷) کاله تیر شول یو وخت دغه ظالم باچا ته د ظلم کولو په وخت د هغه عالم خبره ور یاده شوه، امر يې وکړ چې، هغه عالم را حاضر کړئ، کله چې عالم د باچا دربار ته راغی، د باچا په مخ کې کښېناست. باچا ورته وویل: تا ماته هغه خطرناکه او سخته خبره وکړه؛ نو ځکه له دې ډول تکلیف او خطر سره مخ شوې. عالم ورته وويل: زه یو طبیب یم کله چې، مریض ووینم؛ نو د مرض په باره کې څه د خیر خبره ورته کوم.

باچا ورته وويل: چا درته وویل چې ته ماته نصیحت وکړه؟
عالم ورته وویل: تاته چا دا حق درکړ چې، د قضا پر چوکۍ کښېنه؟
باچا ورته وويل: ماته ددې ښار لوی امیر امر کړی دی.
عالم ورته وویل: ما ته بیا ددې بنده ګانو رب دا امر کړی دی!
باچا ورته وويل: ته نه پوهیږې څوک چې، د باچا په وړاندې دا شان جرأت کوي، هغه خپل ځان له هلاکت سره مخ کوي؟
عالم ورته وویل: ته بیا نه يې خبر چې، څوک د الله تعالی په وړاندې جرأت کوي، هغه د الله اور ته بلنه ورکوي.

باچا ورته وويل: نور عالمان ستا په شان خبره ولې نه کوي؟
عالم ځواب ورکړ چې، هغوی ستا د اوو (۷) کلونو له بند څخه ويریږي، او زه بیا د یوسف علیه السلام په قدم پل ږدم، ماته ستا له خوښې او ستا له ویرې څخه بندي خانه ډیره خوښه ده.

دلته نو باچا پوه شو او توبه ګار شو، عالم ته يي وویل: څه غواړې ويې غواړه، عالم ورته وویل: زه اوس سپینږیری یم، ماته زما ځواني را وګرزوه!
باچا ورته وویل: دا خو مې په وس نشته. عالم ورته وویل: بیا مې نو له مرګ څخه خلاص کړه.
باچا بیا ورته وویل: دا مې هم په وس نشته. عالم ورته وویل: زه د هغه چا پر دروازه ولاړ یم چې، دا ټول يې په وس پوره دي.
باچا بیا ورته وویل: ضرور له ما څخه به څه غواړې!
عالم شاوخوا وکتل یو تک تور بدرنګه غلام يې ولید، او ويې ویل: که نه مې پریږدې؛ نو له دغه غلام څخه څه غواړم او له تا څخه یې نه غواړم.

باچا بیا په غوصه شو او ورته يې وویل: دا خو بېخي کم عقلي ده، زه باچا یم له ما څخه څه نه غواړې او زما له یو کمزوري غلام څخه یې غواړې!
عالم ورته وویل: کله چې مې ستا له غلام څخه غوښتنه وکړه ته په قهر شوې؛ زه وېریږم چې پر ما به خپل رب په قهر شي، او وايي به چې، زه دې پریښودم او زما له بنده څخه یې غواړې!


ښکلې کیسې
@Gaeznw


د نجار حیرانوونکې کیسه!

په يوه ښار کې د حکیم په نامه یو نجار وو، نوموړي ډېره ښايسته ښځه درلوده، یوه ورځ بادشاه د همدې نجار کور مخې ته تېرېدو چې، د نجار په ښځه یې سترګې ولګېدې او پرې مین شو.

بادشاه نجار ته بهانه وکتله او د هغه د اعدام حکم يې وکړ.
بادشاه وویل:
-سبا نجار اعدام کړئ!

کله چې نجار خبر شو، د ډېر خوف او ډار له کبله د شپې خوب نه ورتلو.

ښځې یی ورته وویل
د هرې شپې غوندې ويده شه!
رب دې یو دی شریک نلري او د رحمت دروازې یې ډېرې دي.

د ښځې خبرو لږ څه کراري ور په نصيب کړه او سترګې يې درندې شوې ویده شو.

کله چې سهار شو د بادشاه د عسکرو د پښو آواز د نجار تر غوږونو شو، نجار ډېر غمجن شو او په نا امیدۍ او ویره يې خپلې ښځې ته وکتل او ورته یې وویل:
-ډېر پښيمانه شوم دا چې ستا به خبرو مې اعتماد وکړ!

په ډېر ډار سره یې دروازه خلاصه کړه او عسکرو ځنځیر لرې کړ.
دوو عسکرو په ډېر تعجب سره نجار ته وويل:
-بادشاه نن شپه مړ شو!!!
مونږ راغلي یو چې، ته بادشاه ته تابوت جوړ کړې!!!

نجار ددې خبر سره ډېر خوښ شو، او د عذر په څهره یې خپلې ښځې ته وکتل، ښځه یې موسکۍ شوه او ورته یې وويل:
-د هرې شپې په څېر ویده شه! " خدای يو دی او د رحمت دروازې یې ډېرې دي"

د کیسې مطلب:
ډېر فکر انسان ډېر ستړی کوي.
حال دا چې د هر کار پايله او تدبیر د الله"ج" په اراده کې دی!!!
په هر حالت کې خپل اميد له لاسه مه ور کوئ، د الله"ج" د رحمت انتظار کوه.

د نجار حیران نونکي کیسه


په يوه ښار کې د حکیم په نامه یو نجار وو، نوموړي ډېره ښايسته ښځه درلوده، یوه ورځ بادشاه د همدې نجار کور مخې ته تېرېدو چې، د نجار په ښځه یې سترګې ولګېدې او پرې مین شو.

بادشاه نجار ته بهانه وکتله او د هغه د اعدام حکم يې وکړ.
بادشاه وویل:
-سبا نجار اعدام کړئ!

کله چې نجار خبر شو، د ډېر خوف او ډار له کبله د شپې خوب نه ورتلو.

ښځې یی ورته وویل
د هرې شپې غوندې ويده شه!
رب دې یو دی شریک نلري او د رحمت دروازې یې ډېرې دي.

د ښځې خبرو لږ څه کراري ور په نصيب کړه او سترګې يې درندې شوې ویده شو.

کله چې سهار شو د بادشاه د عسکرو د پښو آواز د نجار تر غوږونو شو، نجار ډېر غمجن شو او په نا امیدۍ او ویره يې خپلې ښځې ته وکتل او ورته یې وویل:
-ډېر پښيمانه شوم دا چې ستا به خبرو مې اعتماد وکړ!

په ډېر ډار سره یې دروازه خلاصه کړه او عسکرو ځنځیر لرې کړ.
دوو عسکرو په ډېر تعجب سره نجار ته وويل:
-بادشاه نن شپه مړ شو!!!
مونږ راغلي یو چې، ته بادشاه ته تابوت جوړ کړې!!!

نجار ددې خبر سره ډېر خوښ شو، او د عذر په څهره یې خپلې ښځې ته وکتل، ښځه یې موسکۍ شوه او ورته یې وويل:
-د هرې شپې په څېر ویده شه! " خدای يو دی او د رحمت دروازې یې ډېرې دي"

د کیسې مطلب:
ډېر فکر انسان ډېر ستړی کوي.
حال دا چې د هر کار پايله او تدبیر د الله"ج" په اراده کې دی!!!
په هر حالت کې خپل اميد له لاسه مه ور کوئ، د الله"ج" د رحمت انتظار کوه.


د یو عالم او ظالم باچا د پند کیسه!

یو وخت د ظالم باچا دربار ته یو عالم راغی، عالم باچا ته وویل:
-ته یو ظالم باچا یې، د حق لار دې پرېښې ده او پر ناحقه لاره روان يې. باچا ډیر په قهر شو او امر یې وکړ چې، دا عالم بندي کړئ!
کله چې اووه (۷) کاله تیر شول یو وخت دغه ظالم باچا ته د ظلم کولو په وخت د هغه عالم خبره ور یاده شوه، امر يې وکړ چې، هغه عالم را حاضر کړئ، کله چې عالم د باچا دربار ته راغی، د باچا په مخ کې کښېناست. باچا ورته وویل: تا ماته هغه خطرناکه او سخته خبره وکړه؛ نو ځکه له دې ډول تکلیف او خطر سره مخ شوې. عالم ورته وويل: زه یو طبیب یم کله چې، مریض ووینم؛ نو د مرض په باره کې څه د خیر خبره ورته کوم.

باچا ورته وويل: چا درته وویل چې ته ماته نصیحت وکړه؟
عالم ورته وویل: تاته چا دا حق درکړ چې، د قضا پر چوکۍ کښېنه؟
باچا ورته وويل: ماته ددې ښار لوی امیر امر کړی دی.
عالم ورته وویل: ما ته بیا ددې بنده ګانو رب دا امر کړی دی!
باچا ورته وويل: ته نه پوهیږې څوک چې، د باچا په وړاندې دا شان جرأت کوي، هغه خپل ځان له هلاکت سره مخ کوي؟
عالم ورته وویل: ته بیا نه يې خبر چې، څوک د الله تعالی په وړاندې جرأت کوي، هغه د الله اور ته بلنه ورکوي.

باچا ورته وويل: نور عالمان ستا په شان خبره ولې نه کوي؟
عالم ځواب ورکړ چې، هغوی ستا د اوو (۷) کلونو له بند څخه ويریږي، او زه بیا د یوسف علیه السلام په قدم پل ږدم، ماته ستا له خوښې او ستا له ویرې څخه بندي خانه ډیره خوښه ده.

دلته نو باچا پوه شو او توبه ګار شو، عالم ته يي وویل: څه غواړې ويې غواړه، عالم ورته وویل: زه اوس سپینږیری یم، ماته زما ځواني را وګرزوه!
باچا ورته وویل: دا خو مې په وس نشته. عالم ورته وویل: بیا مې نو له مرګ څخه خلاص کړه.
باچا بیا ورته وویل: دا مې هم په وس نشته. عالم ورته وویل: زه د هغه چا پر دروازه ولاړ یم چې، دا ټول يې په وس پوره دي.
باچا بیا ورته وویل: ضرور له ما څخه به څه غواړې!
عالم شاوخوا وکتل یو تک تور بدرنګه غلام يې ولید، او ويې ویل: که نه مې پریږدې؛ نو له دغه غلام څخه څه غواړم او له تا څخه یې نه غواړم.

باچا بیا په غوصه شو او ورته يې وویل: دا خو بېخي کم عقلي ده، زه باچا یم له ما څخه څه نه غواړې او زما له یو کمزوري غلام څخه یې غواړې!
عالم ورته وویل: کله چې مې ستا له غلام څخه غوښتنه وکړه ته په قهر شوې؛ زه وېریږم چې پر ما به خپل رب په قهر شي، او وايي به چې، زه دې پریښودم او زما له بنده څخه یې غواړې!


د شهادت اوږ دې هوسازندګۍ
در ته مې دا نمګړی ژوند مات شه
م.
ورور مو غالب
http://t.me/Ghaznavi23


په نری پړونی اوټکړی کی لمونځ
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : مولوی صاحب ډيرې ميرمني او ښځی اوس داسي نري پړوني اوټکری په سرکوي چې ويښتان ،سر اوغاړه يې ځيني معلومیږي نوایاددې ښځو لمونځونه به صحیح وي اوکنه لمونځ راګرزه ول غواړی او که یا ؟بینوا : توجروا ( مستفتی ملا کریم الله )
الفتوی بعون الله تعالی حامدا ومصليا :
: محترمه دمېرمنو اوښځو دسرویښتان په ستر کي داخل دي یعني ددوۍ دسرویښتان به هروقت په یوه داسي جامه پټ وي چې بل غیرمحرم ته نه ښکاریږي ،نوکه چېري یوې میرمني اوښځی په داسي نړي پړوني اوټکری کی لمونځ وکړی چې ويښتان ، دسر اوغاړه يې ځيني معلومیږي لمونځ نه صحیح کیږی بیرته به لمونځ راګرزوي .
لمافي الهندية : والثوب الرقيق الذي يصف ما تحته لا تجوز الصلاة فيه . ( ج ۱ ص ۵۸ کتاب الصلاة الباب الثالث في شروط الصلاة الفصل الاول في الطهارة وستر العورة ، کذا في البحر ج ۱ ص ۴۶۷ کتاب الصلاة باب شروط الصلاة ، والمبسوط للسرخسي ج ۱ ص ۱۳۳ کتاب الصلاة کيفية الدخول في الصلاة ) و البناية شرح الهداية والثوب الرقيق الذي يصف ما تحته لا تجوز فيه، وهو قول الشافعي وأحمد لأنه مكشوف العورة معنى ((۲/۱۳۱ ) وفي التبيین الحقائق ولایقبل الله صلوة حائض الابخمار ای البالغة والثوب الرقیق الذي یصف ماتحته لاتجوز الصلوة فیه لانه مکشوف العورة معنی( . ۱\۲۵۲ )وفي الهندیة وبدن الحرة عورة الاوجهها وکفیها …وشعرالمرأة ماعلی راسها عورة واما المسترسل ففیه روایتان والاصح انهاعورة کذافي الخلاصة وهوالصحیح .( ۱= ۱۸)
لمافی کتاب النوازل (جلد ۳) ص ( ۴۲۰)
الجواب وباللّٰہ التوفیق:عورت کا ایسا باریک دوپٹہ پہن کر نماز پڑھنا درست نہیں، جس سے بال صاف نظر آتے ہوں۔
دخلت حفصۃ بنت عبد الرحمن علی عائشۃ وعلیہا خمار رقیق، فشقتہ عائشۃ وکستہا خماراً کثیفا۔ (الموطأ لمالک، مشکوٰۃ المصابیح / کتاب الباس ۳۷۷ وعادم ساتر لایصف ما تحتہ۔ (درمختار ۲؍۷۶-۷۷ بیروت، درمختار ۲؍۸۴ زکریا، البحر الرائق ۱؍۴۶۷ زکریا)
والثوب الرقیق الذي یصف ما تحتہ لاتجوز الصلاۃ فیہ، کذا في التبیین۔ (الفتاویٰ الہندیۃ ۱؍۵۸، درمختار مع الشامي ۲؍۷۶-۷۷ بیروت، شامي ۲؍۸۴ زکریا)
وحد الستر أن لا یری ما تحتہ، حتی لو سترہا بثوب رقیق یصف ما تحتہ لا یجوز۔ (البحر الرائق ۱؍۴۶۷ رشیدیۃ، ۱؍۲۶۸ کوئٹہ)
والثوب الرقیق الذي یصف ماتحتہ، لا تجوز الصلاۃ فیہ؛ لأنہ مکشوف العورۃ معنی۔ (تبیین الحقائق ۱؍۲۵۲ بیروت) فقط واللہ تعالیٰ اعلم
کتبہ: احقر محمد سلمان منصورپوری غفرلہ ۲۱؍۲؍۱۴۳۶ھ
الجواب صحیح:شبیر احمد عفا اللہ عنہ
مرتب قاضي مولوی سید اغا حفظه الله تعالی من شركل شرير آمیـــــــــــــــــن ثم آمـــــيـن یا رب العالمین


په تقدیر ایمان!


یو پاچا ډېر هوښیار وزیر درلود، کله به چې، پاچا ته څه تکلیف ورپیښ شو؛ نو وزیر به سمدلاسه ورته ویل:
-پاچا صیب! په دې کې به دې خیر وي.
یوه ورځ د پاچا ګوته زخمي شوه چې، وینه یې هیڅ نه دريدله، آخر دا چې، طبیبانو ورته مشوره ورکړه چې، ګوته یې باید غوڅه شي، که چېرې ګوته غوڅه نه کړي؛ نو ټول لاس یې په خطر کې دی.
پاچا زړه نازړه اجازه ورکړه او ګوته یې ترې غوڅه کړه، وزیر ورته وویل:
-پاچا صیب! په دې کې به دې خیر وي.
پاچا غوسه شو چې، په دې کې زما څه خیر دی چې، ګوته مې پرې شوه، له ډیرې غوسې یې امر وکړ چې، وزیر د زندان تورو تمبو شاته واچوئ.
کله یې چې وزیر زندان ته بوتلو؛ نو وزیر وویل:
-په دې کې به مې خیر وي.
پاچا حیران شو او دا ورته یو ډول د وزیر سادګي او ناپوهي ښکاریده؛ خو وزیر په زندان کې بندیوان شو او پاچا په خوشحالۍ سره خپل ژوند تېروه.
یوه ورځ پاچا ښکار ته لاړ چې، یو ښکار یې ولید او ورپسې شو، بالاخره له ملګرو لرې ووت او یو داسې ځنګل ته ننوت چې، هلته د داسې خلکو لاسو ته ورسېد چې، د بوت عبادت یې کوه.
پاچا یې ونیو چې، بوت ته یې د عبادت په موخه قرباني کړي
؛ خو چې پاچا یې ولټوه؛ نو عیبي وو، (ګوته یې پرې شوې وه) او د هغوۍ عادت دا وو چې، روغ انسان به یې قرباني کوه.
پاچا یې پریښود او په دې ډول د مرګ له کومې روغ ووت،
پاچا ته د وزیر خبره وریاده شوه چې، په دې کې به دې خیر وي، له ځان سره یې وویل: په ریښتیا په دې کې مې خیر وو.
کله چې، راستون شو د وزیر د خلاصون امر یې وکړ او پوره اکرام یې ورته وکړ؛ خو پوښتنه یې ترې وکړه چې، زما خیر خو ښکاره شو، ستا په زندان کې څه خیر وو؟ چې تا زندان ته د تللو پر مهال وویل: په دې کې به مې خیر وي.
وزیر ورته وویل:
-هغه داسې چې، که زه دې زندان ته اچولی نه وم؛ نو له تاسره به تلم، ته خو عیبي وې، زه خو روغ وم؛ نو زه به یې هرو مرو قرباني کولم، الله تعالى زه هم وژغورلم او ته یې هم وژغورلې؛ نو ځکه خو الله تعالی چې، هره فیصله د انسان لپاره وکړي په هغې کې د انسان خیر وي.

ګرانو وروڼو!
له دې کیسې څخه دا درس اخیستلی شو چې، انسان هیڅکله په خپل خیر او شر نه پوهېږي، تل د الله تعالى پر فیصله راضي اوسئ او له همېشه په دعاګانو کې، له الله تعالى څخه د خیر فيصلې غواړئ.

په یوه حدیث شریف کې راغلي:

رسول اللهﷺ فرمایلي:
-اللهﷻ وفرمایل: څوک چې زما په قضاء (فیصله) راضي نه شي او زما پر نازل کړي مصیبت باندې صبر ونه کړي؛ نو زما پرته دې بل رب ولټوي.
( رواه البیهقي والطبراني)

د پورتني حدیث شریف له مفهوم څخه دا معلومېږي چې، اللهﷻ بې صبره انسان نه خوښوي؛ نو ګرانو وروڼو! بې صبري مکوئ! د اللهﷻ په فیصله راضي و اوسئ، په همدې کې به مو خیر وي.

د ثواب په نیت یې له نورو ملګرو سره شریک کړئ.

@Gaeznw


وایي يو کوچنی موږک، چې لا يې له خپلې سـوړې د باندې دُنيا نه وه ليدلې، په چکر ووت، مګر ډېر ژر زړه ماتی کور ته را ستون شو او خپلې مور ته يې داسې کيسه پيل کړه:

“غوښتل مې د باندې لاړ شم او چکر ووهم، مګر په دې اول کونج چې ور تاو شوم، دوه نااشنا مخلـوقات (چرګ او پیشکه) مې وليدل، يوه يې(پشي) ډېره ښايسته څېره لرله، مګر هغـه بل يې (چرګ) ډېر وېروونکی وو.

د هغه وېروونکي مخلوق سر ته مې چې وکـتل، د سر له پاسه او له غاړې لاندې يې د خامـې غوښې ټوټې را ځوړندې وې، په پښو يې ځمــــکه شکوله او لاسونه يې په خپلو څنګونو په زوره، زوره وهــل؛ زه يې چې وليدم، خپله تېره خوله يې راپـسې خلاصه کړه ما چې ویل خوري مې، بيا يې يوه تېزه کړيکه وکړه چــې نږدې يې زړه را کې چولی وو.

موږک کيسې ته ادامه ورکړه او ويې ويل:
“که چېرې هغه وېروونکی مخلوق نه وای، ما به له هغه بل ښايسته مخلوق سره انډيوالي جــوړه کړې وای، هغه ډېر ښايسته او نرم ښکارېده، بدن يې په ګڼ بخملي پشم پوښلی وو. مخ ته مې يې چــــې کتل، ډېر بې ازاره مخلوق وو؛ ډېر دروند ناست وو، سترګې يې هم ډېرې ښايسته وې او له ورايه ځلېدې؛ چې زه يې وليدم، خپله ښايـــسته لکۍ يې وښوروله او مُسکی شو.

زه باوري يم، چې که زه د هـــغه بل وېروونکي مخلـوق کړيکې نه وی وېرولی او د خپل ژوند د ژغورلو له پاره نه وی راتښتېدلی، له هغه بل ښايسته مخـلوق سره به مې کيسې کړې وای، د هغه زړه وو چې راسره وغږيږي”.

مـــــور يې ور ته وويل:

“بـــــچـــيـــه!
هغه مخـــــــلوق چې ته ترې وېرېدلی يې، هغه چرګ دی، هغه تا ته په اسانه څه نه وايې، او هغه ښايسته او پوست موست مخلوق پيشو ده، هغه د دې زړه سواندې څېرې تر شا زمونږ له نسل سره ژوره دُښمني لري، شکر باسه بچيه! چې ژوندی ترې خلاص شوی يې.

بــــچــــيـــه !
چې ژوندی يې د چا په ظاهري څېرې به نه تېر وځي ! ” .

نـــوټ: هيڅکله هم د چا په ظاهري څېره مه تېر وځئ، که په خپله يې نه پېژنئ، له مشرانو او پوهانو يې پوښتنه وکړئ!

@Gaeznw


مرغۍ د الله ﷻ څخه خوابدې وه! !!!
لنډه کیسه


شپې. ورځي تيري شوې خو مرغۍ دالله ﷻ سره خبرې ونه کړې.

ملآیکو به د مرغۍ حال د الله ﷻ څخه پوښته او الله ﷻ به ورته ويل هغه بېرته پخلا کيږي، زه يوازي څوک يم چي گيلې يې اورم او دردونه يې ساتم؛

بلا اخره مرغۍ په يو ښاخ کښېناسته،
الله ج ته په ګيلو سرشوه:
کوچنۍ ځالگۍ مي درلودله، زما د ستړيا، بې وسۍ او بې کسۍ يواځنۍ خونه وه،هغه دې هم رانه واخیسته، دا بې وخته طوفان د څه شي وو؟
څه دي غوښتل؟

زما دي کوچنۍ ځالې ستا د دې پراخي نړۍ څه ځای نيولی وو؟..
زړه يې ډک شو، د ډېره درده خاموشه شوه.. دې سکوت عرش په لړزه راوستو... ملایکي حیراني شوې.

اللهﷻ مرغۍ ته وويل :
يو مار دي مخ په ځاله دروان وو، باد ته مي وويل چي په منډه دې ځاله چپه کړي هماغه وو، چي دځالې دچپه کېدو سره ته هم په هوا شوې او د مار د کمين نه روغه ووتلې.
مرغۍ داللهﷻ دې ځواب ته حيرانه او سر ټيټې شوه،
الله ﷻ وويل:

څه نوري بلاوي مي هم دخپلي ميني په خاطر له تا نه لیري کړې.،خو تا په ناپوهۍ کي زما بدۍ ته ملا وتړله!
دمرغۍ ستونی ډک شو او اوښکي يې په سترګو کي ډنډ شوې، وجود يې ژیړ شو او په چغه هارو يې ټوله نړۍ په سر واخيسته ....

نوټ: حتی د یوي مرغۍ د ژوند دومره غم له الله ج سره وو، نو دا دالله ج وعده ده چي زه مي په خپلو بندګانو باندي ددوی له خپل مور او پلار څخه ۷۰ ځله مهربانه یم.
هدف! په انسان هر ډول تکلیف چې راځي په دي کې دالله ج خپل حکمت وي، هیڅ وخت انسان باید د الله ج له درباره باید نا امیده نه شي.


@Gaeznw

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

1 440

obunachilar
Kanal statistikasi