عبیده پکتیکاوال


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ الله ﷻ دي وکړي چي جوړبه یاست دلته به درته کله ناکله خپل ګوډ اومات شعرونه نشروم هیله کوم چي دچینل په نشرولوکي راسره کومک وکړﺉ
عبیـده پکتیکاوال

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


کتاب

څوک چې ياري کوي تر نيمو ـ نيمو شپو د کتاب
حتمن به اخلي څه خواږه له دې خوږو د کتاب

نړۍ پرمخ تللې، هر وخت کې د تعليم له وجې
نړۍ نوښت کړی، هر وخت له نوښتو د کتاب

له تروږميو يې را وايستله سپين سهار ته
توره تياره دنيا رڼا کړله شغلو د کتاب

ويده اذهان ويښ شول، له روی او برکت د کتاب
جهالت کډې بار کړې، سم دم په راتلو د کتاب

دې سمندر کې چې څوک يون کړي تر منزله رسي
هغه کامياب دې، څوک چې وړي دي څپو د کتاب

هغه ړانده او نابینا دې، لاره نه وينې هيڅ
عبيده څوک چې ناخبر دې له کيسو د کتاب

عبيده پکتيکاوال


دنګ زلمی

ځان سره د مینې اخوت ورورۍ پیغام راوړي
دا زلمی همېش لګیا دی برم د دې قام راوړي

دوه قدمه مخته ورځو مونږ په کلک ایمان سمبال
څوک چې زمونږ په لوري او طرف باندې یو ګام راوړي

بوی دې له پکړۍ د ازادۍ او حرِّیت راځي
هر یو ول یې ځانته ـ ځانته یاره دا الهام راوړي

مونږه له فطرته پیدا شوي جلالي غوندې
ځکه زورور خلګ په خوله باندې زمونږ نام راوړي

دا ګلاب زخمي او شهید شوی د رب عشق کې دی
حورې ورته ځکه د کوثر له ویالې جام راوړي

تا باندې مین عبیده وژني، ملحدین خدایه!
ټول سره اشر دي، ستا د مینې پرې الزام راوړي

عبیده پکتیکاوال


ګران شهیده!

زه ژوند نيولی يم، له هغې مرور غېږه کې
په کومه ورځ چې ته شهید وې د سنګر غېږه کې

د ورځ اوږدو کې چې شهید شوې رانه لاړلې ته
زه هم شهید شوم، درپسې د ماځیګر غېږه کې

ګوندې شهید لالی مې وکړي شفاعت محشر کې
ما هم نیولی و یو څو شېبې دلبر غېږه کې

زه دې تنها لکه يتیم په دې دنيا پرېښودم
ته رانه لاړلې دمه شوې، د کوثر غېږه کې

خدای ته یې یوړل د سوغات او د ډالۍ په شکل
تېره ـ تېره غښې یې بند و د ټټر غېږه کې

د خدای د مينې ګواهي به ورکوي عبيده
د يار زخمونه به ګويان وي د محشر غېږه کې.

عبيده پکتيکاوال




النبوي اداره یې وړاندي کوي


کســـر

د زړۀ د صفاوالي وسيله ده تصوف
د نفس تصفيه او تزکيه ده تصوف

ترانه ويونکي
مولوي منصور عزيز حافظ نويد اغا
شاعر : عبيده پکتيکاوال

#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


په هیواد کې پل په پل د شهید وینې
زرغونې دي، لکه ګل د شهید وینې

ازادي يې کړه پېرزو په افغانانو
کړې قبولې لم يزل د شهيد وينې

په هر غره په هره دښته او بدیا کې
تویي شوې، د مورچل د شهید وینې

آزادۍ ته مو په سوال ګټلې نه يې
مونږ درکړې په بدل د شهيد وينې

سړی ساتي له جفا او له خیانته
هر زمان ور یادول د شهید وینې

عبیده مونږ په بلها نذرانو خپل کړ
ځار مو کړلې له کابل د شهید وینې

عبیده پکتیکاوال


غزل

د نفرت له دغه ښاره کډه وړمه
ځمه نور له دې دیاره کډه وړمه

دغه کلي کې مې زړه هر وخت ماتېږي
د دې خلګو له ازاره کډه وړمه

نور دي نه څارمه لاره د راتللو
له دې ستړي انتظاره کډه وړمه

په لفظونو او وعدو باندې ژمن نه یې
ستا له زړه څخه دلداره کډه وړمه

مینه نه ده، بس يواځي تېر ايستل دي
ځکه زه له دې بازاره کډه وړمه

ځم يواځي چېرته ليري چې هوسا شم
عبيده د دې لپاره کډه وړمه

عبیده پکتیکاوال


الاسلامي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
کسر
زه په نازک بدن نو کله لرم زور د دوزخ
خدايه! په خپل فضل مې وساته له اور د دوزخ

ترنم مجروح طالب
شاعر عبيده پکتيکاوال
#ایډیټ الاسلامي سټوډیو
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313


مولوي محمد امین حیدري dan repost
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313


زه په نازک بدن نو کله لرم زور د دوزخ
خدايه! په خپل فضل مې وساته له اور د دوزخ

ستا رحيم نوم بشارتونه د جنت راکوي
که نه په ما باندې بېخي ډېر پاته پور د دوزخ

د دنيا واړه انسانانو نه به هم ډک نه شي
بې اندازې زيات يې جګوالی دی او سور د دوزخ

خصوصاً غواړم ذوالجلاله جهنم نه پناه
هغه دوزخ نه چې په نوم یادېږي مور د دوزخ

خدايه! دنيا کې به د ستا رضا ته ځان لوګی کړم
خو په محشر باندې مې مه بيايه په‌ لور د دوزخ

خدايه! پناه غواړم، پناه غواړم مجرم عبيده
تا مجرمانو ته جوړ کړی دی سخت کور د دوزخ

عبيده پکتيکاوال


د زړۀ د صفاوالي وسيله ده تصوف
د نفس تصفيه او تزکيه ده تصوف

دا لاره نيکبختي او کاميابي ده د دارين
له خدای سره ريښتينې رابطه ده تصوف

رسېږي به تر خدايه څوک چې يون کړي په دې لار
سپېڅلې پاکه لار او طريقه ده تصوف

ايمان ته انعکاس ورکړي تر څوکو د عروج
د مينې يوه ځانګړې مدرسه ده تصوف

له ټولو عارضي مادياتو زړۀ را ټولوي
له هر بې نفعي څېز نه فاصله ده تصوف

ساتي دې له اشرارو او له فريبه د شيطان
د ژوند اصلي معنا او فلسفه ده تصوف

تازه يې کړه، چې مړه يې ګوره نه کړې عبيده
د ښکلې بنده ګۍ سپینه ډيوه ده تصوف

عبيده پکتيکاوال


څومره خوږې لږي پر زړه د ارتقاء خبرې
هیواده! ستا د پرمختګ او د بریا خبرې

د الفتونو خال دي ایښی پر جبین وطنه
ځکه نړۍ کې کېږي نن ستا د ښکلا خبرې

هیواده خپل بچي دي ښه د اقتدار خلګ دي
ځکه ارزښت نه لري تاته د بل چا خبرې

د اتحاد د رباب ساز کړي داودي ترنم
ټول شخصيتونه کړي په مينه د معنا خبرې

د پرمختګ د نوښتوو د ابادۍ خبرې
لا پسې لوړي شه، شه دنګي تر سما خبرې

عبيده شعر او قلم دي د ملت اواز دی
ګوره ونکړې، د جانان او د آشنا خبرې

عبیده پکتیکاوال


شرنګ د تورې ترنم د تکبیرونو
دي هیڅکله ویده مه شه خراسانه
عقیدې دي بې آهنګه اوبه مه شه
خدای دي تل لره په شور افغانستانه

د طاغوت لښکر دي سم په ملا را خم کړ
د فرعون لښکر وواته له تابه
هره دښته د کافر له لاشو ډکه
تا معلوم کړو مونږ نړۍ ته انقلابه

مکناټن او هلاکو درته سلام کړي
اې! باتوره غیرتي افغانستانه
تا له هر یاغي باغي نه سر غوڅ کړی
غوسه ناکه جلالي افغانستانه

کړ سپر طاقت دي خاورو سره خاوري
د چنګېز د بچو خوله دي کړله ماته
ستا په غېږ کې اې! باننګه خراسانه
د سرزوري دښمن هیله شوه وفاته

هر دښمن دي همیشه داسې ناکام شه
چې بیا ونه وهي تاسره ډغره
یو قدم له خپل مذهب نه ځي بل خوا ته
اوسي کلک په خپل ايمان لکه ډبره

خدای دي تل کړه سربلند په ښېرازیوو
خدای دي وساته له هر رقم ستمه
خدای دي لوړ کړه له جهانه په څو چنده
عبیده درته همیش دعا کومه

عبیده پکتیکاوال


مختصره دنیا

ډېره په منډه ـ منډه لاړله دنیا تېره شوه
په بې فایدې او ناروا کارو له ما تېره شوه

چېرته مې هم د خیر کار په ژوند کې کړی نه دی
لاړله ټوله زندګي مې بې معنا تېره شوه

د هیچا خیال هم دې ناځوانې دنیا ونه ساتو
هم په ملنګ هم په فقیر هم په بادشاه تېره شوه

ارام مې نه کړ پیدا هیڅ د دې دنیا مینه کې
ځکه بې خونده بې مزې را باندې دا تېره شوه

یا په مستي یا ساتېري یا هم په لوبو باندې
ځوانې مې لاړه په عبس او ناروا تېره شوه

کله دي هم په ژوندانه ګرېوان ته سر ټیټ نه کړ
عبیده ډېره له غفلت ډکه په تا تېره شوه

عبیده پکتیکاوال


پاکه حرمه

درنه ځم په مخ دي ښه پاکه حرمه
وم د څو ورځو مېلمه پاکه حرمه

ستا له څنګ ځم، د محبوب نبي مزار ته
یو ځل وینم شنه روضه پاکه حرمه

بس یواځي وړم وجود د ستا له غېږي
زړه مې پاتې تاسره پاکه حرمه

زه راغلی له ختیځه خراسانه
ستا تر پاک درباره وه پاکه حرمه

مجبوریت ده بېرته ځکه درنه ځمه
کنه ډېر یمه خفه پاکه حرمه

هر ساعت هره شېبه پرې را ورېږې
په زړګي د عبیده پاکه حرمه

عبیده پکتیکاوال


د امن اختر

د مينې محبت او د خوښۍ اختر راغلی
هیواد ته مو د امن، سوکالۍ اختر راغلی

که حج که اضحيې دي واړه سراسر اجرونه
له اجر څخه ډک د قربانۍ اختر راغلی

سجدې د شکر وکړئ! چې کفران درنه ونشي
له ډېرو مودو بعد د آزادۍ اختر راغلی

له هر جهت راځي بیا اوازې د رغونې
داځل د پرمختګ او ابادۍ اختر راغلی

راټول نن افغانان د اتحاد په یوه ټبر یو
الحَمْدُ ِلله ښه د ورورولۍ اختر راغلی

مونږ ماتي کړلې داړي عبیده بلواکه خوله کې
نور خلاص دی له پردو د خپلواکۍ اختر راغلی


عبیده پکتیکاوال


الاسلامي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر
ورځ بېخي لنډه ده، او شپه لنډه ده
د دې ژوندون هره شېبه لنډه ده
اوازونه مجروح طالب
او هیبت الله پکتین
شاعر عبيده پکتيکاوال
#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟
https://t.me/slamikanal313


مولوي محمد امین حیدري dan repost
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313


ورځ بېخي لنډه ده، او شپه لنډه ده
د دې ژوندون هره شېبه لنډه ده

خدای به نو څنګه شي، راضي له مانه؟
زما رکوع زما سجده لنډه ده

دوعاء مې نه رسي تر خدايه ځکه
زما په لپو کې اثره لنډه ده

زه د عروج تر څوکو نه رسېږم
زما ايمان او عقيده لنډه ده

عبيده مرګ د سترګو رپ کې راځي
د زندګۍ دومرۀ کيسه لنډه ده

عبيده پکتيکاوال


الاسلامي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
د ستړي ژوند په دوران کې یو ځل بیا جالبه ترانه
درسره شریکوم...

په مینځ کې د اذان او د لمانځه له سړي واخلي
قرار قرار تېرېږي وخت هر څه له سړي واخلي

ترانه ویونکي..
عبیده پکتیکاوال
قاري شفیق زاهدي
شاعر محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.