غزل
په وینو سور مات وجود پروت یمه د غْـرۀ په څوکه
قدم مې ایښی د یوه نوي ژوندانه په څوکه
راځه آشنا د بدن برخې مې کړۀ ژر را ټولې
ساه مې ختلې ډرون ویشتلی یم د زړۀ په څوکه
د خپل سپېڅلي آرمان سیوري ته مې ځان دمه کړ
شومۀ هوسا د شهادت د منارۀ په څوکه
ښه مې ایرۀ کړه بخملي سینۀ مې کېښودلۀ
د بارودي لمبو وهلي تنارۀ په څوکه
د شهادت خوږۀ مرمۍ مې شُکر و موښته
نسیم منصوره! د زړګي د دېوالۀ په څوکه