#ورسېدې...
له اُوږد مزل وروسته نن خپل منزل ته ورسېدې
له ډبرین سنګر لمرین کابـــل ته ورسېدې
اغزنه لاره دِ کړه طی په چاودېدلو تَلو
خیال کړه غوځار نه شې آشنا کنګل ته ورسېدې
پام کړه لاهو په اوبو نه کړې ها ګټلی ثواب
یاد ساته چرته وې او کوم محفَل ته ورسېدې
له سترو سختو قربانیو بې خوبَیو وروسته
دَ خپلواکۍ د ناوې تُود بــغَل ته ورسېدې
دَ خدای تعالیﷻ ځانګړې مرستې دِ مقام ته یؤړې
ملنګ طالب وې د پاچا محل ته ورسېدې
سترګې رڼې ساته قدم په خیال بیداره درومه
بلا دِ ونه خوري آرام ځنګل ته ورسېدې
شُکر د خدایﷻباسه دَ خدایﷻ بنده نسیم منصوره!
خوږې سایې د آزادۍ کاګـــل ته ورسېدې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
١٤٠٠/٨/٢٧ هـ.ش