🌹 د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه 🌹


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


ګلونو دوستانو دلته به درته د غوره شاعرانو د شعرونو نه غوره شعرونه انتخاب کوو او درسره شریکوو به یی
چینل جواین او نشر کړی

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


✒📚 ادبــي ټولــــــنه ✒📚 dan repost
#دانتخابي_اسلامي_چینلونولیست

لیسټ په خپلو چینلونوکي نشرکړئ

نن لیست کتل کیږي که چا په خپل چینل کي نه ؤ نشرکړی لینک یې له لیسټ نه وباسو....


مسروري اشـنا 🌂

مولوي عبدالرحـمـن زاتف قال🌂

ذاکر ځلاند (دوهم احتیاطي چینل)🌂

شاعر فِرْدَوس محترم🌂

د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه🌂

ستا دسترګو شاعر🌂

ابدالي خــپرنیون🌂

ماشاءالله خپرندویه اداره🌂

نعتخوان ندامحمدنویـد🌂

ادبي ټولنه🌂

قاري شبیرشادان🌂

الحکمت خــپرنوین🌂

حکایات او دیني معلومات🌂

مولوي عبدالحکیم سجاد جرس🌂

قاري محمدجمعه ساجد🌂

مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب مسایل🌂

نوي بیانونه هره ورځ🌂

سنګر میډیا🌂

الخادم خپرندویه اداره🌂

مولوي سیدمحمد انوري🌂

ترتیب کړی دی🌹 ذاکر ځلاند🌹 ورور مو


#غـوره
غزل

ماښام شو ستا یادونه مې بیا زړۀ ته راټول شوي
جمات دی مؤمنان پۀ کې لمانځۀ ته راټول شوي

نه، دا خلګ پۀ ما د عشق دریځ بدلول غواړي؟
کۀ دوی د خوځولو پۀ نیت غرۀ ته راټول شوي

زمــا د زندګۍ او ارمــانونو تصویر څـــــۀ دی؟
خو دښته ده مرغان دي او ما مړۀ ته راټول شوي

دا نۀ چې د مېلمه پۀ حیث دفترو ته دعوت دي
لــــــرګي د سوځولو تنــــارۀ تــه راټـــول شوي

د شعر ښاپېرۍ ده او ستـــا غـم دی تنهایي ده
وخخ څۀ خواږۀ ملګري مې کالۀ ته راټول شوي

د ورور د قاتل کور کې غواړي امن دینارخېله
یــاران دې څۀ کمزوري دېوالۀ ته راټول شوي

#مجيب_دينارخېل
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
جنتې مخونه


جنتې مخونه سوځې په لمبو کې
ګلابې مخونه سوزې په لمبو کې

ربه ستا یوي لِقأء ته نذرانه شي
فدا یې مخونه سوځي په لمبو کې

د حبیب د نوم ساتنه په خپل سر کړي
قراني مخونه سوځي په لمبو کې

پاک اسلام او پاک قران ته ځان لمبه کړي
نوراني مخونه سوځي په لمبو کې

څوک خُبیب او څوک حمزه او څوک عمر شې
صحابي مخونه سوزې په لمبو کې

په خپل سر د جنتونو ژوندون اخلي
فردوسي مخونه سوزې په لمبو کې

زما(تپاندزُهاد) به هیر نه شې تر مرګه
یوسفي مخونه سوزې په لمبو کې

#تپاندزهاد
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
ماشومتوب


ورک،ورک به مې هر خوا پسې کاتۀ خفه کېدم
ماشوم چې وم په مور پسې له زړۀ خفه کېدم

یو چا به تر هغې ښۀ ځورولم،تنګولم
تر څو به چې په کومه ټوکه زۀ خفه کېدم

هیڅ تږی به هم نۀ وم،خو بس ضد به واخیستم
چې چا به مخکې وڅښلې اوبۀ خفه کېدم

د چا خبره توند ومه، که څۀ چل ؤ، خو ؤ
چې چا به لږ را وکتل خواږۀ خفه کېدم

ژړا به راتله کور پسې، کوچنی وم، مسافر
چې لمر به څومره لږ ، لږ پرېواتۀ، خفه کېدم

څۀ کلک به یې له پښو،لاسو کړم غیږ کې زولنه
په زور به راته مور کول رانجۀ، خفه کېدم

په جنګ به شو مستۍ کې سره ، بېا به شو پخلا
د چم انډېوالانو نه به نۀ خفه کېدم

هجرت ؤ غریبي وه نۀ بنګلې وې،نۀ مزې
کوچی وم د خیمو ژوند کې به څۀ خفه کېدم ؟!

#سپین_کوچی
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
غزل

د باران په یوه څاڅکي وران ودان دی
ژوند مېږی دی او ژوند ګل د بیابان دی

زړه د نوح بېړۍ ته وخېژوه هله
یو طوفان په سمندر کې را روان دی

چې لاسونه یې وي ستوري ورته رسي
د آسمان په تاخ کې پاس یې که ارمان دی

ګوندې خدای کړي د ایمان ګوتمۍ ترې جوړه
ما تراشلي د غمي غوندې ګومان دی

که هنداره یې د لوی جمال د مخ کړې
ژوند خو مینه مینه مینه ده جانان دی

نن دې خپل زړګی سکونډلی دی پوهېږم
نری زخم دې په اوښکو کې روښان دی

له انسان سره وران مه اوسه کاروانه
در پخلا به شي که بخت در سره وران دی


#کـاروان
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
تر داره عشق

رسوم به یې تر داره عشق به وړم
که لمبې وي که انګاره عشق به وړم

سختۍ ډېرې مې بیلتون کې تیرې کړي
بس ده بس انتظاره عشق به وړم

په زندان په زولنو په سختو لارو
د سبحان رضا لپاره عشق به وړم

ښایي ومې مني ما د در ملنګ کړي
تر حجرې د خواږه یاره عشق به وړم

چې د وصل په جامونو یې خړوب شم
تر کوثر او تر دیداره عشق به وړم

چې زرغون په آزادۍ زمونږه چم شي
رنګ په وینو له دې ښاره عشق به وړم

ځان به غېږه کې در ړنګ کړم شهادته
جار زخمي زخمي پرهاره عشق به وړم

خرڅوم به سر او مال اسرار عمره!
ځم د مینې تر بازاره عشق به وړم

#اسرارعمر
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غــوره
زنګیدلي ښایستونه


غیرت څه دی؟ د با ننګو خلکو ژوند دی
سر ټیټي څه ده؟ د ړنګو خلکو ژوند دی

سوله څه ده؟ د خوش رنګو خلکو ژوند دی
جنګ بدرنګ ده د بدرنګو خلکو ژوند دی

زړه مې کلی ده او دلته له پخوا نه
د څو ښکلو او لونګو خلکو ژوند دی

هیڅ خپلیږي نه نفرت مې ترینه کیږي
ښاریه کې د هفت رنګو خلکو ژوند دی

مینه څه ده؟ خو ښایست د زنده ګۍ ده
یو تصویر کې د څو رنګو خلکو ژوند دی

په کوټه کې له مورکۍ نه راچاپیر یوو
په جنت کې د ملنګو خلکو ژوند دی

زنګیدلي زنګیدلي ښایستونه
له اسرار سره د بنګو خلکو ژوند دی

#اسرارعمر
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
غزل


جنګ خو دلته ډزې د جومات پر مناره کوي
سوله توړۍ ناسته ده له لرې ننداره کوي

وګورئ د اور سمندر واخیستو افغان وطن
نورو د اوبو جامې اغوستې کناره کوي

نه شته څه ایمان په ګاونډیو کې، زه ویر کوم
دوی راپورې خاندي د ژړا مې قواره کوي

نه منم د ډېرو لافې شافې غورې پرې نور
هر څو که قسم راته په هره سیپاره کوي

ژوند مېرنۍ مور ده ترخه مرچ یې پر تندي باندې
څه ترخې نادودې پر یتیم پر آواره کوي

دلته سپاره راشي زمونږ پلي تر پښو لاندې کړي
ځینې غلامان یې د آسونو خرخره کوي

تږی دی د مینې او د امن د اوبو تږی
ستا کاروان به څو پورې په اوښکو ګوزاره کوي

#کـاروان
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غــوره
د میني کیف

د خلیل پر لاره تلل د میني کیف دی
ځان په اور کې سوځول د میني کیف دی

دومره مه ګڼه جنابه ژوند د میني
دغې لارې ته دانګل د میني کیف دی

دا کمال د تور بلال دی انډیواله
پرهارونه اخیستل د میني کیف دی

خاص رضا د ذوالجلال به دي مقصود وي
جنتونه خپلول د میني کیف دی

اې د سپیني عقیدي سپېڅلی ځوانه
پر سکروټو تن شیندل د میني کیف دی

د خبیب مثال مثال ورلره ښایي
هسک د دار پر سر خندل د میني کیف دی

ښکلي دین او د الله ښکلي کتاب ته
سر په مینه ځارول د میني کیف دی

چې مشهوده د حالاتو ارزو ژباړي
داسي ویښ اشعار لیکل د میني کیف دی

#جبیراحمدمشهود
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره


یوڅوک ؤ د یو چا زړه پرې آباد ؤ خوشهید شو
ګلاب ؤ د بــورا زړه پرې آباد ؤ خو شهـید شو

دپاک عشق پر ډیوه یې د ژوندون وزر ایـره کړ
پتـنګ ؤ د رڼـا زړه پــرې آباد ؤ خــو شهـید شو

یو څــوک ؤ د خــزان مـو پـر مالـت نه لوریدلو
بهار ؤ د ښــکلا زړه پرې آباد ؤ خــو شهــید شو

یـو څـوک ؤ له یوڅـو تـورو زړګـــیو څخه پرته
ددې ټولـي دنـیا زړه پـرې آباد ؤ خو شهــید شو

یوڅوک ؤچي په مینه کي ځلاندشولکه ستوری
مجـنون ؤ د لیلا زړه پرې آباد ؤ خو شهــید شو

یو څـوک ؤ د دار پړی یې بـدل کړ په سکــروټو
ګوهـر ؤ د ځـلا زړه پـرې آباد ؤ خـو شهــید شو

”ذاکـرځلانده“ ګل ؤ هو یوګل ؤ (منصور) ګل ؤ
هم سـتا اوهم زما زړه پرې آباد ؤ خو شهید شو

#ذاکرځلاند
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غــوره
غزل

پــروازونــه بیا د میـنې په حرم خوري
تور بورا د ګل له شونډو نه شبنم خوري

مسته مينه يـې عالم کي زمزمه شوه
خوند دُرخو واخیست دردونه به آدم خوري

دا څه راز دی د ساقي د لاس پیالې چي
مئینان په بســـم الله لکه زمـــزم خوري

اې لیـــلا د ازادۍ بلا دي واخلم
فکر مه کړه سرښندونکي به دي غم خوري

جدايې دي څومره سخته ده جانانه
آسمان څه چي ځمکه هم ورسره دم خوري

خپل اخلاص تر داسي حده رسولی
مدني دبیلتانه غشي محکم خوري

#ضیاءالرحمن_مدني
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
#دشهیدانوعریضه

ټوټې ټوټې وجود یې پریشتې،تر ربه وړي
شهید ده مظلومانو عریضې، تر ربه وړي

ته څنګه وایې عشقه،چې ستا قدر چاونه کړ؟
داڅوک دي چې سورۍ سورۍ سینې، تر ربه وړي؟

چې رب دې وساتنې ته لانور خلګ پیداکړي
قرآنه ستا سوځلې سیپارې، تر ربه وړي

له رب سره سوداکړي،دار او اور چې ورته یووي
داخلګ ښه مظبوطې عقیدې، تر ربه وړي

چې امن راشي دلته ده اسلام سپینه لمن کې
زموږ ده ارمانونو قافیلې، تر ربه وړي

سرتیري دي ده رب پر دین له خپله سره تېر دي
پر تن ده ګرمو وینو پوارې، تر ربه وړي

(ایاسه) ته غم مه کوه الله به هر څه سم کړي
یو څوک به دې ده آه سوې نارې، تر ربه وړي.

#عزیزالرحمن_ایاس
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غــوره

زموږ پیل،ابتدا زموږ آغاز معسکر
کړو په بېل کیفیت،بېل انداز معسکر

تزکیه مو د نفس،عقیدو راکوي
کړي د حق او باطل امتیاز معسکر

چي فارغ شي له دې مدرسې کوم فاضل
لاروی یې د میني کړي ساز معسکر

سپین هدف،سپین مسیر،سپینه لار،سپین نشان
سپین مرام،سپین ارمان، حق آواز معسکر

د اعداد،د تدریب،نظامي روزنتون
لري شوق،لري ذوق هم اعزاز معسکر

ځان په اور سوځول،تر دیداره ورتلل
درس د میني د رمز او د راز معسکر

ځار احسان ژمنه! زه دا منم، په هر وخت
ډک له فیض،له اسرار،او اعجاز معسکر

#احسان_ژمن
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
لاره پاته

صابر اوسه له یار او له رویباره لاره پاته
زما د زخمي زړه درده بېاره لاره پاته

د ژوند په نوم یو ستړي مراحل دي طئ کوم یې
منصور سره تر اوره او تر داره لاره پاته

یو لږ خو مي د دین او د مذهب خیال ګوره ساته
مؤمن یم د ظالمو ړوند بمباره لاره پاته

له تانه خو اوس هم د توتکیو چغار خیږي
زمونږ د بر ګودر دنګه چناره لاره پاته

دا نن مي روژه ماتی هم په لاره باندي کړی
بېګا ته پیشلمی لرم په لاره لاره پاته

#فردوس لا تر منزله پوری نه دی رسېدلی
دعا کي یې هیر نکړي خوږه پلاره لاره پاته

#فردوس_محترم
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
مناجات!

په سجِــدو مې،تنـــــدی تاتـــــه، ماتوم خالقه
بس ستارضاغواړم،او نور هرڅه پریږدم خالقه

ته جنت راکړه،ته مې وبخښه،عاجزیمه زه
څه چې مې کړې دي،هغه ټوله منم،خالقه

هو!ګنهګار یمه،خو ستا څخه ناهیلی نه یم
ده پښېمانۍ پړی،په غاړه کې دروړم،خالقه

در کې دې ناست یم،او د کړې عمل عفوه غواړم
اوښکې پر څیرې،ګرېوانه،راتویوم خالقه

زه ستا رضاغواړم،نور هرڅه ستا رضاته قربان
ړنګ ارمانونه مې ،ټول تاته،درسپارم،خالقه

چې(ایاس)ستا شمه،نور هیڅ نه غواړم، خوښ یمه ډېر
د زندګۍ خوندونه ،ټوله هېروم، خالقه

#عزیزالرحمن_ایاس
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غــوره

نښتر مې په سېلاب کې له سپین غرۀ رابهېدۀ
که نا ؟ زمـا په اوښـکو کې باڼه رابهېدۀ

یو ځوان طالب ستایلې او غوښتلې شهادته
د خولې نه يې ګبین غوندې خواږه رابهېدۀ

دې کونډې ناوې خپل شهید ارمان انځوراوۀ
په ګل ګل اننګـیو یې رانجــۀ رابهېدۀ

أخر دغه ماشوم شهید په څه شي دهشتګر وو؟
په شونډو یې هماغه شان شودۀ رابهېدۀ

بمبار کې د شهیدې ادې سر ته یو بچی
په زوره زوره ، زوره ژړېدۀ رابهېدۀ

غرور ستاسې د پلار هم لکه ستاسې پېنټاګان
یو وخت افغانستان کې سوزېدۀ رابهېدۀ

هېواده ستا نیول چې یې مغزو کې ګرځېدل
پرون یې همدې تړو کې ماغزۀ رابهېدۀ

جانانه ستا د هجر په غرمو کې ستا یادونه
زمــا په تـږي زړۀ لکه اوبه رابهېدۀ

د وخت تورو تیارو کې د یو روڼ سهار په هیله
مفــتون لکه د شمـعې بلـېدۀ رابهېدۀ

#مفتون_غرق_فرق
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
نعت

دفاطمي حسٙنّْ حسين جانانه
وه داحـد بـــدرحنيـــن جانانه


وه دکعبــى اومدينــي جانانه
وه دزم زم وه حرمين جانانه


داِنْس اوجِنّْ د فرښتوجـــانانه
دسپينوستوروقمـــرين جانانه


دګران صديق عمربــلال جانانه
وه داصحابوذوالنـْٙـورين جانانه


دعِکرمه جــانان دسترګـــوتوره
قربان دي شم له قدمين جانانه

#عکرمه
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
زلفي والّیل

لڪه سپوږمی او لڪه،، ستوري ستوري
داســــي ښڪلا در څخه،، اوري اوري

له جدا یې دي دا سي سوی یمه
غشۍ مي وتی په زړه،، پوري پوري

دومره ښایست لرې چي څه و وایم
ګلاب ریـحان وتاته،، ګوري ګوري

حسن پرســــته، تور تمو ته رڼا
شغلې دي ځي په هري،، لوري لوري

دهر عاشـق د درد دوا محبوبه!
زلفـــــي لرې والّیلي،، توري توري

د ها به ڪوم زړه ڪي ارمان پاته وو
چي یې وو ژوندتر ښڪلي، سیوري سیوري

د سهار باده کـیسې کړه دجانان
راته کیسې مه کوه،، نوري نوري

چي (حـقاني) وا ورمه ښکلې نامه
خوله مي بس ستا پر اسم،، ښوري ښوري

#حیات_الله_حقاني
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#زلفي-والیل

لڪه سپوږمی او لڪه،، ستوري ستوري
داســــي ښڪلا در څخه،، اوري اوري

له جدا یې دي دا سي سوی یمه
غشۍ مي وتی په زړه،، پوري پوري

دومره ښایست لرې چي څه و وایم
ګلاب ریـحان وتاته،، ګوري ګوري

حسن پرســــته، تور تمو ته رڼا
شغلې دي ځي په هري،، لوري لوري

دهر عاشـق د درد دوا محبوبه!
زلفـــــي لرې والّیلي،، توري توري

د ها به ڪوم زړه ڪي ارمان پاته وو
چي یې وو ژوندتر ښڪلي، سیوري سیوري

د سهار باده کـیسې کړه دجانان
راته کیسې مه کوه،، نوري نوري

چي (حـقاني) وا ورمه ښکلې نامه
خوله مي بس ستا پر اسم،، ښوري ښوري

#حیات_الله_حقاني
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab


#غـوره
غزل

دا نفرت به مـو تباه کړي عـداوت بـه مو تباه کړي
وطنوالو! د بـدبختو محبت بــه مـو تـباه کړي

د شرعي نظام په هیله شریعت تـه لار کړئ جوړه
که کفري قانون شـو پلي، حکومت به مو تباه کړی

کافـران دومـره خـره نـه دي د بـدر غزا یې یاد ده
ښـه پوهیږي چـي وړوکـی امارت بـه مو تباه کړی

ځکه چـل تـه لاره ګوري حـاکمان یـې کـړه ملګري
حـاکمانو دا مـي واورئ چـې ذلت به مو تباه کړی

د دنــیا مـینه ونــه کــړئ دا دنــیا ګـوره فــاني ده
او که نه نو مسلمانانو! دا غفلت به مو تباه کړي

له اسمانه راوریږي او لـه ځمکــي را خوټیږي
له فتنو څخه ځـان ګـورئ اخـرت بـه مـو تباه کړی

دی بدحال حـسان ضعیفه د یـارانو په مجلس کې
د فـاسقو څخـه تښتئ، دا صحبت بـه مـو تباه کړی

#حسان_ضعیف
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

1 032

obunachilar
Kanal statistikasi