روض الجنة


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


د نړۍ وال جهاد ګمنام مسافر
https://t.me/Gomnam_Musaffar

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


جهاد، منبر او تر مینځ یې د وحدت ضرورت!
دوهمه برخه
زموږ د لوی رب جل جلاله د کلام  زیاتره آیتونه همدې خبرې ته کله ضمنا او کله بیا صراحتا اشاره کوي د قرآن د دې آیت “وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین” مصداق هم مفسرین دا وایي چې تاسو صادقه، ریښتیني او کامل مؤمنان وئ، او انسان تر هغه کامل مؤمن نشي جوړیدلې چې د اسلام ټولې شعبې حقې وګڼي او د خپل توان او طاقت تر حده پکې خدمت وکړي. همدا راز د سورة الصف آیت “ان الله یحب الذین یقاتلون في سبیله صفا کانهم بنیان مرصوص” هم د اسلامي امت د ټولیو وحدت او یووالي ته اشاره کوي او د دې سربیره د وحدت او یووالي فائده هم بیانوي.

د اسلام د دین د ټولو شعبو تر مینځ خامخا اړیکه او تعلق وي خو د ځینو ټولیو اړیکه او تعلق بیا د تلازم تره حده رسیږي او یو نوع خصوصي او ځانګړې تعلق لري، داسې تعلق چې د یو بل د بقاء ضامن دي، که چیرته یې یو هم د بل سره اړیکه پرې او قطع کړي او د یو بل د دفاع نه کوي نو بل ټولې او شعبه هم دوام نشي کولی او ډېر زر به له منځه ځي.
نور بیا.....
@Gomnam_Musaffar


د رمضاني درسونو لړۍ:
🔸️څلورم درس🔸️
صبر په اطاعت کې
@aukhondzada


شيخ عبدالرحمن آخندزاده dan repost
رمضانی درسونه څلورم
@aukhondzada
@moalemulkhair


جهاد، منبر او تر مینځ یې د وحدت ضرورت!
لومړۍ برخه
لکه څرنګه چې د انسان بدن د بیلا بیلو اعضاؤ څخه جوړ دی، د هرې عضوې او حصې ځانته ځانګړې خصوصیت او ګټه ده لکه: انسان په سترګو لیدل، په لاسونو نیول،  په پښو تلل او په ژبې سره خبرې کوي، همداسې اسلام او زموږ مبین دین هم مختلف ټولي او شعبې لري د هرې شعبې او ټولي خپل مسؤلیتونه او خصوصیات دي. د پوره او روغ بدن انسان د ژوند له ټولو مشکلاتو سره مقابله کولای شي او له ګټو یې برخمن وي،  همداسې که د اسلام ټولې  شعبې فعالې او په کار لګیا وي او هم یې تر مینځ وحدت او یووالې وي نو اسلام به بشپړ او کامل وي.

که موږ چیرته وګورو ظاهرا د دې ټولیو ځانګړي او بیل بیل کارونه او مسؤلیتونه دي خو که چیرته یې حقیقت ته واړوو نو د دې ټولو شعبو یو هدف او مقصد دی، خو دا مقصد او مرام هلته ترلاسه کیږي چې د دین اسلام د ټولو شعبو تر مینځ وحدت،  همغږي او یووالې وي.
نور بیا....
@Gomnam_Musaffar


*رسول اللهﷺفرمایلي دي:*
*د روژه دار لپاره دوه خوشحالۍ دي، یوه د روژه ماتي پر مهال او بله د الله تعالی سره دمخ کیدو پرمهال.*
*(صحیح مسلم:)*💓💓


انس بن مالک رضي الله عنه وایي: هر چا به چې وغوښتل د رسول الله ﷺ لاس په لاس کې ونیسي ده به لاس ورکوه، بیا به چې هغه خوشی کړی نه و، ده به لاس نه ورنه ایستی. أخلاق النبي ﷺ لأبي الشيخ (٥٨)
@Gomnam_Musaffar


درې او اسانه کارونه په روژه کې:
۱- د پېشلمي سره تهجد کول.
۲- سهار د څاښت لمونځ کول.
۳- په شپه او ورځ کې یوه پاره تلاوت کول.

دا درې کارونه هم اسانه دي او هم یې اجر ډیر دی.
@Gomnam_Musaffar


د تهجد لمونځ طریقه اوفضیلت!

د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل)

له فرضي لمونځ څخه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د تهجد لمونځ دی.

د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.
د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه (۲) متوسط يې څلور (۴) او زيات يې اته (۸) يا دولس (۱۲) ركعتونه دي.

د تهجد لمونځ فضیلت:
تهجد لمونځ د فرضي لمونځونو څخه وروسته تر ټولو افضل لمونځ دی، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
«وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل»
(رواه مسلم).

يعنې:
د فرضي لمانځه وروسته غوره او افضل لمونځ د تهجد لمونځ دی.

همدارنګه سلمان فارسي روايت کوي چې، رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
د شپې په لمانځه باندې هميشوالی کوئ، بېشکه چې د شپې لمونځ له تاسې څخه مخکې صالحو خلکو عادت ؤ، او تاسې خپل رب ته نږدې کوي او د ګناهونو کفاره ده او د ګناهونو مانع ګرځي او د بدن څخه درد او مرض باسي.
(الترمذي والإمام أحمد وصحيح الجامع)

يعنې دا لمونځ څو صفتونه لري:
۱-د صالحو خلکو عادت دی.
۲- د ګناهونو کفاره ده.
۳- د ګناهونو د کولو څخه مخنيوی کوي او د بدن د سلامتيا سبب ګرځي.

همدارنګه په یوه بل حدیث شریف کې راغلي دي، چې جبريل عليه السلام د جناب رسول الله ﷺ حضور ته تشريف راوړ او هغه ته يې داسې وفرمايل:
«واعلم أن شرف المؤمن قيام الليل وعزه استغناؤه عنالناس»
(رواه الحاكم والبيهقي وحسنه المنذري والألباني)

ژباړه:
پوه شه! چې د مؤمن شرف د شپې په لمانځه (تهجد) کې دی او عزت يې د خلکو څخه په بې نيازه کيدو کې دی.

په یوه بل حدیث کي راغلي دي، ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: زموږ رب د شپې په آخري دریمه برخه کې لاندې او نږدې آسمان ته راښکته کېږي، او وايي: یو څوک دعاء کونکی شته؟ چې دعاء یې قبوله کړم؟ یو څوک غوښتونکی شته؟ چې ور یې کړم؟ یو څوک بخښنه غوښتونکۍ شته؟ چې بخښنه ورته وکړم؟
(بخاري و مسلم)

سبحان الله!

الله تعالی مونږ ته آواز کوي، چې څوک دعا غوښتونکی شته، چې دعا یې قبوله کړم! خو بدبختانه چې مونږ په هغه وخت کې په درانه خوب ویده یو، راځئ ګرانو ورونو او خویندو! چې له دې بهترین فرصت څخه ګټه پورته کړو، هیڅ معلومه نده چې مونږ به تر بل کال روژې پورې ژوندي پاتې کېږو او کنه؟
راځئ دا روژه ځان لپاره غنیمت وګڼو، تلاوتونه، نفلي لمونځونه او عبادتونه زیات کړو، د کورنۍ نور غړي، مو هم د تهجد لمانځه ته حتماً وهڅوئ او پر خپله یې هم اداء کړئ.

پېشنمی د تهجد لمونځ لپاره بهترین فرصت!

دا څرګنده خبره ده چې، مونږ ټول مسلمانان پېشنمي لپاره راپورته کېږو؛ نو له دې بهترین فرصت څخه نورې ګټې هم ترلاسه کړئ!
کله چې پیشنمي لپاره راویښ شوۍ؛ نو لمړی اودس وکړئ، بیا د تهجد لمونځ اداء کړئ، چې پدې سره به تاسې څو ګټې ترلاسه کړئ.

-لمړی خو دا یو ستر فضیلت دی، چې الله تعالی چاته د ته تهجد لمونځ اداء کولو توفیق ورکوي.
-دوهم دا چې، پدې سره به ستاسې ګنګسیت او خوب لرې شي، چې د پیشنمي خواړه به هم په استراحت سره وخورئ.
-دریم دا چې د سهار لمانځه لپاره به هم تیار په اوداسه کې یاست.


د جمعې د ورځې سنتونه.
@Gomnam_Musaffar






هر څوک که وغواري په ليست کي ګډون راسره وکړې نو  په دغه آيډي باندي دې راشي👇👇 (500)
༿👇رابطه نمبر
@Your_Khadim_brother


په هرات کې د داعشي خوارجو په یو پټن ځای د مجاهدینو عملیات روان دي.
مجاهدین په دعاوو کې ياد ساتئ.


شيخ عبدالرحمن آخندزاده dan repost
A5-مسنون اوراد معلم الخیر-1 (1).pdf
938.1Kb
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

|رمضاني تحفه: مسنون اوراد |

🔸️ژباړه او ترتیب: ابو عمر زنداني🔸️

معلم الخیر په اجتماعي شبکو کې درسره وڅارئ او تر نورو یې ورسوی.
https://twitter.com/moalemulkhair

https://www.facebook.com/Moalemulkhair

https://t.me/moalemulkhair

@aukhondzada


هغه اوښکې چې د ماتې پر وخت یې تویوو، هغه خولې دي، چې د بریالیتوب لپاره مو باید څڅولې وای.
@Gomnam_Musaffar


کله چې انسان له ربﷻ سره
محکمه رابطه ولري،
بیا یې هیڅ ډول شرائط د عبادت
مخه نشې نیولی..!!

ربنا ظلمنا انفسنا وان لم تغفرلنا وترحمنا لنکونن من الخسرین
@Gomnam_Musaffar


(لغدوةٌ في سبیلِ الله او روحةٌ خیرٌ من الدنیا و ما فیها)
ژباړه: یو سهار د الله په لار کي جهاد کول او یا یو ماښام د الله په لار کي جهاد کول بهتر ده تر دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي۔[بخاري، مسلم، تخریج من مشکواة، صفحه ٣٢٩س ١٦، عن انسؓ مرفوعا]




استغفرالله العظیم الذي لااله الاهو الحی القیوم و اتوب الیه...


جهاد د کفارو لپاره ذلت او د سخت زړو مسلمانانو لپاره د زړه شفا ده.
@Gomnam_Musaffar

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

231

obunachilar
Kanal statistikasi