( دشـل روپـو کالتوس )
شاعر:~زينت الله حيدري~:
سر یې د دوو روپو ارزش نه درلود
ورته مو شل روپۍ کالتوس واخیستل
شول د نسب اود منسب خاوندان
چاچې ډالر په خپل ناموس واخیستل
طلا يې ورکـړله دخاورو ونج کې
دزړه په ونج کې يې پړپوس واخیستل
له څو بې ننګو او بدرنګو خلکو
کلي ګاوڼډ هم وایروس واخیستل
دهر افغان د قتلېدو په ونج کې
ډېر مډالونه يې له روس واخيستل
ټيټ سترګي خلک له موږ پورته ګرځي
نن منصبونه ټول دووس واخيستل
بازان يې خرڅ کړلو په نورو خلکو
دهغو ځای ته يې ټپووس واخيستل
دپرون ورځې دجهاد رهبران
څوک سګبازان شول چا خروس واخیستل
حرام خواره او سودخواره زمونږه
څوک کورونا، څوک تیتانوس واخیستل
ځان به دې ساتې حیدري شاعره
نن دې یو څو عکسه جاسوس واخيستل
داشعر مې ډېر وخت مخکې ليکلی وو خو بعضې کرښې پکې کمې وې
د تېر مرتد نظام مرتدينو او جهادي رهبران لکه سياف رباني حکمتیار اوداسې نور ....... ته مې منتخب کړی وو
@haidari11
https://t.me/joinchat/peiC3ehezzxjYjk1
شاعر:~زينت الله حيدري~:
سر یې د دوو روپو ارزش نه درلود
ورته مو شل روپۍ کالتوس واخیستل
شول د نسب اود منسب خاوندان
چاچې ډالر په خپل ناموس واخیستل
طلا يې ورکـړله دخاورو ونج کې
دزړه په ونج کې يې پړپوس واخیستل
له څو بې ننګو او بدرنګو خلکو
کلي ګاوڼډ هم وایروس واخیستل
دهر افغان د قتلېدو په ونج کې
ډېر مډالونه يې له روس واخيستل
ټيټ سترګي خلک له موږ پورته ګرځي
نن منصبونه ټول دووس واخيستل
بازان يې خرڅ کړلو په نورو خلکو
دهغو ځای ته يې ټپووس واخيستل
دپرون ورځې دجهاد رهبران
څوک سګبازان شول چا خروس واخیستل
حرام خواره او سودخواره زمونږه
څوک کورونا، څوک تیتانوس واخیستل
ځان به دې ساتې حیدري شاعره
نن دې یو څو عکسه جاسوس واخيستل
داشعر مې ډېر وخت مخکې ليکلی وو خو بعضې کرښې پکې کمې وې
د تېر مرتد نظام مرتدينو او جهادي رهبران لکه سياف رباني حکمتیار اوداسې نور ....... ته مې منتخب کړی وو
@haidari11
https://t.me/joinchat/peiC3ehezzxjYjk1