خبرتیا
په افغانیو راکړه ورکړه، افغاني توليدات بازارونو ته رامنځته کول، د ارزښت لرونکو صادراتو پراختیا او داسي نور هاغه څه دي چې باید توجه ورته وشي.د بهرنیو پیسو کارونه د هيواد پر اقتصاد منفي آغېز لري، کله چي زموږ په هيواد کي بازار موندنه په افغانۍ سره چلښت پيدا کړي، د افغانستان پيسې به د نړيوال ارزښت سره-سره ډېري ګټوري تمامي شي او هم به په اساني سره د توکو نرخونه کنټرول شي. خپلې پيسې کارول، د نرخونو په ثبات کي ډېره مرسته کولای شي.
د خپلو پيسو د کارولو يوه ګټه دا ده چي په ډېرو برخو کي به د ګاونډيو هيوادونو تاثيرات پر افغانستان کم شي. نو موږ ته په کار ده، چي پخپل هيواد کي افغانۍ مروجي کړو، ځکه دا خپله د افغان ولس او افغانستان په ګټه ده. پخپل هيواد کي د بهرنيو پيسو کارونه، خپلو پيسو ته د نه درناوي سره-سره، زموږ په ورځنيو چارو او کارو بار کي هم ستونزي رامنځ ته کوي. راځئ چي خپلو پيسو ته پخپله ارزښت ورکړو او افغانۍ مروجي کړو، تر څو مو هيواد د هوسايني په لور يو ګام وړاندي ولاړ شي.
د همدې موضوع اهمیت ته په کتو مو وپتیله چې سبا ورځ د #افغانۍ_زموږ_ملي_هویت تر هشتاګ لاندې هیوادوالو ته د افغانیو د کارولو توصیه او سپارښتنه وکړو او هم یي په ارزښت پوه کړو.
له ټولو اسلامپاله مبارزینو قلموالو د نظر خاوندانو څخه هیله کوو چې د ملي روحیې پر اساس زموږ سره پدغه هشتاګ کې برخه واخلي او خپل ملي حق اداء کړي.