حماس بدري عابر
په عشق کې د منصور غوندې تر داره پورې لاړل
د مېـنې امتــحــان وو څــوک تر یاره پورې لاړل
څوک ورک شوه د مجاز او د تیارو په تـوره لاره
خــو څــوک پــه سـپېنه لاره تر نګاره پورې لاړل
چــا عشق کې د دونیا د حـقیقت لاره کــړه ورکه
څــوک ســوی په لمبــو یې تـر دېداره پورې لاړل
چا ســر مال قرباني کړل د سپېڅلي عشق په لاره
ټوک ټـــوک په لــمبو ســوي تر باداره پورې لاړل
د مېنې امتحان وو څوک کامیاب شوه څوک ناکامه
څــوک لاړل تــر سقر څوک تـــر قراره پورې لاړل
څه ستړی امتــحان وو څه اغزن ستړی مــــــزله
څــوک تورپـه غلامۍ وو څوک بـهاره پورې لاړل
نن هر سړی طالب هر څوک د خدای د دین پتنګ دی
رېښــتېنــې مـــو عـــابره تـــر خـماره پورې لاړل
@hamas_badri