*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/jvhjfijhhnnoj
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د روژې په مازدیگر د کور خواته نژدېې پکوړو والا ته لاړم!!!*
*ما ویل کاکا سبا ته میلمانه لرم. د پکوړو روپۍ به نن درکړم سبا راته پکوړې وساتی.*
*هغه وویل څومره روپۍ راکولی شې؟*
*ماته یی پووښتنه داسی معلومه شوه لکه پر ما چی ریشخند وهي. نو ورته مې له جیبه د هغه د حق څخه زیاتی پیسې راوویستې او ورته می وویل واخله.*
*هغه راته وویل د څو روپو پکوړې دي چی پکار دي ماته ووایه او روپی د سرک هغه بل طرف ولاړې میرمنې ته ورکړه.*
*روپۍ مې د هغه د خبرې مطابق هغه میرمنې ته ورکړې. ډیره خوشحاله شوه. ځان سره یی څه وویل.*
*بیرته راغلم او پکوړو والا ته مې وویل، هغه دی څه کيږي؟*
*پکوړو والا وویل هغه زما مور، خور، خاله، عمه او هر څه ده. په ژبه گونگۍ ده، چا څخه سوال نه کوي او څوک ورته بغیر له سواله څه شی نه ورکوي. زه یقینی یم هغې به بیگاه روژه ماتی په اوبو کړی وي او د نن روژه به یی هم په نهاره نیولې وي. (د خبرو په وخت کی یی له سترگو اوښکې روانې وې)*
*زیاته یی کړه ما سره دومره روپۍ نه جوړیدې ښه شوه چی ستا پکوړی سبا ته پکار دي او پیسی دی نن راکړې نو ماته هم چانس پیدا شو چی ورسره کومک وکړم او یو څو روژی پری ښې تیرې شي.*
*ماته یی وویل!*
*تاسو مالداره خلک زمونږ په درد نه پوهیږئ او نه مو مشکلات درته معلوم دي. که تاسو د روژی مبارکه میاشت کی له خپل دسترخوانه یو شی کم کړی نو زمونږ په دسترخوان به بغیر له اوبو یو شی زیات شي.*
*که تاسو د خپلو اولادونو داختر په نوو جامو کی زمونږ اولادونه هم په نظر کی ونیسئ نو درته معلومه به شی چی اصلی خوشحالی پدی کی ده چی نورو سره شریکه شي. خو فکر نکوم تاسو دا کار وکړی ځکه دا کار پوره ایمان او اخلاص غواړي کوم چې په اکثره مالدارو کې نشته.*
*ځان سره مې تعهد وکړ چې د کاکا خبره به عملي کوم او ملگرو ته به یی هم رسوم چی عملي یې کړي.*
.
*همدا صدقې، خیرات او زکات میاشت ده، هیڅ له چا مه سپموئ!!*
*یا رب توفیق!*
*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
*.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*