*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://chat.whatsapp.com/FFosDU566NzKinf9h0sshg
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د سَتَر معنی!*
*سَتَر په لغت کې: پټولو يا پرده اچولو ته وايي.*
*او په اصطلاح کې: د يو مسلمان په عيبونو پرده اچولو او د خطاګانو پټولو ته وايي.*
*په يو حديث کې راځي:* *رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم فرمايلي: که چا پر يو مسلمان (د يو مسلمان پر عيبونو او خطاګانو) پرده واچوله، اللّٰه پاک به پر هغه (د هغه پر عيبونو او خطاګانو) په دنيا او اخرت کې پرده واچوي، (په دنيا او اخرت کې به يې شرمنده او ذليل نه کړي).*
*امام نووي رحمه اللّٰه وايي: دلته د عيبونو او خطاګانو نه د هغه مسلمان عيبونه او خطاګانې مراد دي، چې په فساد او اذيت مشهور نه وي، اما هغه څوک چې په فساد او خطاګانو مشهور وي بايد پرده پرې وا نه اچول شي او ولي الأمر يا حاکم ترې خبر شي، ځکه په پرده اچولو هغه نور هم زړوريږي، فساد او اذيت يې نور هم زياتيږي.*
*اما راويان او شاهدان او د صدقاتو، اوقافو او يتيمانو مسئولينو او داسې نورو که چيرې اهليت نه درلود، بايد پرده پرې وا نه اچول شي او دا په ناروا غيبت کې هم نه رازي بلکې د واجب نصيحت څخه شميرل کيږي، (ځکه ضرر يې ټولنې ته رسيږي).*
*نو په دې اساس مسلمان بايد په بل مسلمان پرده واچوي او عيبونه او خطاګانې يې ښکاره او مشهورې نه کړي، اللّٰه پاک به د همدغه مسلمان په عيبونو او خطاګانو په دنيا او اخرت کې پرده واچوي او و به يې نه شرموي.*
*" الدکتور إظهار الحق عزيز حفظه اللّٰه "*
*د_سَتَر_معنی!*
*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
*.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*