*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*په رمضان المبارک کې د دعا اهميت.*
*د دعا په فضيلت او اهميت کې ډير قرآني آياتونه او احاديث راغلی دی او دعا عبادت دی ، په حديث شريف راغلي دي : «الدعاء هو العبادة» ( دعا عبادت دی).*
*الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ [البقرة::186]*
*ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .*
*و قال الله تعالى: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60]*
*ژباړه: او ستاسې رب فرمايي : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم .*
*رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء» ( الترمذي 3370 )*
*ژباړه: الله تعالی په نزد د دعا نه بغير بل د اکرام او عزت شی نشته.*
*همدارنګه فرمايي : «لا يرد القضاء إلا الدعاء ، ولا يزيد في العمر إلا البر» ( صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 2139 )*
*ژباړه: په قضا کې بدلون نه راځي مګر په دعا سره عمر نه اوږديږي مګر په نيکی .*
*د دعا د قبوليت خاص احوال او وختونه :*
*د روژتې دعا قبليږي څو پورې چې هغه روژه نه وي ماته کړې :*
*رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم» (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .*
*ژباړه: د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام او حق غوښتونکی مظلوم.*
*د فرض لمانځه او د قرآن د ختم وروسته :*
*من صلی فريضة فله دعوة مستجابة ومن ختم القرآن فله دعوة مستجابة (رواه الطبراني فی الکبير ) .*
*ژباړه: د فرض لمونځ نه وروسته دعا قبليږي ، د قرآنکريم د ختم وروسته دعا قبليږي .*
*د آذان او اقامت په مينځ :*
*الدعاء ولايرد بين الاذان والاقامة (رواه ترمذي و ابوداود ) .*
*ژباړه: د آذان او اقامت په مينځ کې دعا نه رديږي بلکی قبليږي .*
*په لاندې څلورو ځانونو کې :*
*تفتح الابواب السماء ويستجاب الدعاء فی اربعة مواطن عند التقاء الصفوف فی سبيل الله وعند نزول الغيث وعند اقامة الصلوة و عند رؤية الکعبة (رواه طبراني فی الکبير ) .*
*ژباړه: په څلورو وختونو کې د اسمان دروازې پرانستل کيږي او دعا ضرور قبليږي (۱) د الله تعالی په لار کې د جهاد په وخت کې (۲) کوم وخت چې د آسمان نه باران وريږي . (۳) د اقامه صلات په وخت کې . (۴) د کعبې شريفې د ليدلو په وخت کې .*
*د شپې په آخري حصه :*
*ثلاثة مواطن لا ترد فيها دعوة رجل يکون فی برية حيث لايراه احد الا الله فيقوم ويصلی ورجل يکون معه فئة فيفرعنه اصحابه فيثبت ورجل يقوم من اخر الليل ( رواه ابن مندة فی مسند ) .*
*ژباړه: په دری وختونو کې دعا نه رديږي يو دا چې يو سړی په داسې بيابان کې وي چې بې له الله تعالی پرته بل څوک يې نه ويني هلته هغه د الله تعالی په حضور کې ودريږي لمونځ وکړي او بيا دعا وکړي ، دوهم هغه کس چې د الله په لار کې په جهاد کې د دوښمن د فوځ په مخ کې وي او دده ملګري ميدان پريږدی تښتيدلي وي مګر هغه د دوښمنانو په مقابله کې ثابت قدم ولاړ وي ، دريم هغه کس چې د شپې په آخرې حصه کې بستره پريږدي د الله په حضور کې ودريږي دعا وکړي .*
*د دعا آداب او د قبوليت شرطونه :*
*1- اخلاص لله تعالی*
*2 – د دعا شروع او پای د الله جل جلا له په حمد ثناء او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په درود باندې .*
*3- د دعا د قبليدو پوره يقين کول*
*4-. د دعا په قبليدو کې بيړه نه کول*
*5- د دعا په وخت کې د زړه حضور*
*6- دعا به فقط الله ته وی او د غیر الله نه به څه نه غواړي (اياک نعبد و اياک نستعين )*
*7- په داسې آواز دعا کول چې د خفيه او جهر تر مينځ وي .*
*8- په ګناه باندې اعتراف کول او له هغه څخه استعفار کول ، په نعمت اعتراف کول او د هغه شکر ادا کول .*
*9- د دعا د قبلیدو په وختونو کې او هغه ځايونو کې چې هلته دعا قبليږي .*
*10- په خشوع او خضوع سره دعا کول .*
*11- په نيکو او صالحو اعمالو توسل کول او هغه د الله جل جلا له دربار ته په وړاندې کولو سره او دعا کول .*
*12- دعا دری ځله تکرارول .*
*13- قبلې ته مخامخ کيدل .*
*14- په دعا کې لاسونه پورته کول .*
*15- که آسانه وي اودس کول .*
*16- د الله د نزيدوالی د پاره ډير نفلونه کول د هغه نه وروسته دعا او همدارنګه د فرض لمانځه وروسته دعا کول .*
*17- د حلال رزق څخه خوړل او څښل*
*18- دعا به گناه طرف ته غوښتنه او د خپلوي د کټ کولو د پاره نه وي .*
*19- مور او پلار ، استاذانو ، مجاهدينو ، صالحو کسانو او ټولو مؤمنانو ته