داسنګه خلګ نه طـالب اونه مُـــــلا پيژني
داسنګه خلګ نه فقیــــراونه ګَــــدا پیژني
نه دچـا قـدر او عزت لــــري بـــدمَخي خلګ
مَدهُوشه ګـــــرزي نه تقوا نه بي تقوا پیژني
په مینه نه پوهیژي هیڅ یي مینه کـــړي نده
نه محبت مینـــه نه عشق اونه خنـــدا پیژني
نه تورنه سپین نه غنمرنګه ځني خلاص دی ګوره
بدرنګــه ښاردی نه حسین تور او زیبـــــا پیژني
درواغ جن خلګَ دي رښتیاویل یي ندي عادت
نه ورورولی نه صداقـت نه هم رښتیــــا پیژني
هم په عالــــــم هم مُتعلــم پسي خبري کــــوي
وروره نه شیخ پیر او فقیـــــر سید اغــا پيژني
بس اوریدلی یي تش نوم دی د مجنون اولیلاء
په حقیقـت کي نه مجنــــون اونه لیــلاء پیژني
نه ښه شاعرنه ښه لیکوال نه ښه ادیب تري خلاص دی
اخ عکرمه جـــــــانانه نه تا اونه مــــــــــا پیژني