کنړ:
د کونړ په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ۲۱ کیلو متره کانالونو پاکولو چارې پیل شوې، چې د اوبو ضایعاتو مخنیوي ترڅنګ به څلور سوه تنو تنه لنډ مهال کاري فرصتونه رامنځته کړي.
چهارشنبه،۱۴۰۰،۱۲،۱۱
د کونړ کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د DRC موسیسې په همکارۍ په مرکز اسعد اباد، اسمار او غازي اباد ولسوالیو کې د ۲۱ کیلو متره کانالونو پاکولو چارې پيل شوې، چې یوه میاشت کې به بشپړې شي.
په دغه مراسیمو کې چې د کونړ ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني او د کونړ کرنې ریاست رییس مولوي عزت الله هدایت برخه لرله، د ویناوو پرمهال یې ډاډ وښود چې ا.ا به کرنیز سکتور او نورو بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته کاري اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کونړ مرستیال والي د کرنیز سکتور تقویه د هېوادوالو ځانبسیاینې لپاره مهم وباله او په دغه برخه کې یې د ګټورو پروګرامونو د تطبیق ډاډ څرګند کړ.