هره ښځه نوهم ناقص العقله نه ده👇🏻
د نجار حیرانوونکې کیسه!
په يوه ښار کې د حکیم په نامه یو نجار وو، نوموړي ډېره ښايسته ښځه درلوده، یوه ورځ باچا د همدې نجار د کور مخې ته تېرېده چې، د نجار په ښځه یې سترګې ولګېدې او پرې مین شو.
پادشاه نجار ته بهانه وکتله او د هغه د اعدام حکم يې وکړ.
باچا وویل: سبا نجار اعدام کړئ!
کله چې نجار خبر شو، د ډېرې وېرې او ډار څخه د شپې خوب نه ورتلو.
د نجار ښځې وویل:
-د هرې شپې غوندې ويده شه!
رب مو یو دی، شریک نلري او د رحمت دروازې یې ډېرې دي.
د ښځې خبرو نجار ته لږ سکون ورکړ او ویده شو.
کله چې سهار شو د باچا د عسکرو د پښو آواز د نجار تر غوږونو شو، نجار ډېر غمجن شو او په نا امیدۍ او ویره يې خپلې ښځې ته وکتل او ورته یې وویل:
-ډېر پښيمانه شوم دا چې، ستا به خبرو مې اعتماد وکړ!
په ډېر ډار سره یې دروازه خلاصه کړه او عسکرو ځنځیر لرې کړ، دوو عسکرو په ډېر تعجب سره نجار ته وويل: باچا نن شپه مړ شو!!! مونږ راغلي یو چې، ته باچا ته تابوت جوړ کړې.
نجار ددې خبر سره ډېر خوښ شو، او د عذر په څهره یې خپلې ښځې ته وکتل، ښځه یې موسکۍ شوه او ورته یې وويل: د هرې شپې په څېر ویده شه! رب مو يو دی او د رحمت دروازې یې ډېرې دي.
د کیسې درس:
ډېر فکر او سوچ انسان ډېر ستړی کوي، حال دا چې د هر کار پايله او تدبیر د اللهﷻ په اراده کې دی، په هر حالت کې خپل اميد له لاسه مه ورکوئ، د اللهﷻ د رحمت انتظار کوئ.
ګرانو وروڼو!
ددې ښایسته اسلامي معلوماتو په خپرولو کې راسره مرسته وکړئ، نورو ملګرو سره یې شریک کړئ، ډېر زیات ثوابونه به وګټئ.
کاپي☝🏻