احمــدالله وفـا


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


السّٙـلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
خوږو ملګرو کله کله به دزړه درد دشعر په ژبه درسره شريکوم
هيله ده چي ملتيا مو وکړى

او دچينل په نشرولو کې راسره مرسته وکړى مننه
ورور مو احمـدالله وفـا

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


تنکى ګلاب

راغله ازادي تر خاورو لاندې خوږه ياره
هم شو پسرلى خو ستا نشتون ده ودِلداره
هجر دې زغمى نشم وتلى يـــــم له کاره
مره مه درپسې پـــه ځان پوهیږمه نِګاره

کاش چي شهيد نوى راسره اوس هم ولى ګله
دهيـــــواد دا ستره آزادۍ بــه مو لمانځله
نه به غم او درد وو وخوښي به سل په سله
تـا تنها تنها کړم تا غـمو کې کـړم حِصاره

تـاسره مې مــينه له زړګي وه زړګکيه زما
کله به مې هيرشې ځاردې شمه ورورکيه زما
هجر دې جنون ته رسولى يم لاليه زما
تل راتـــه يادېږې ښکلوم دې هر يادګاره

ستا داغټې سترګې مړه کاته او دناز خبرې
څومره ښې به لګيدلي ياره لکه شکرې
ستا دوِصال تندې يم نيولى له ګلاب ْښکلې
سر دې کړه راپورته راغلم ستا ترخړ مزاره

ستورى وې غمى وې دحق لارې لاروى ولې
و جانانه وزړګيه څه عجيب زلمى ولې
خوى اوپه غيرت کِ ته کټ مټ لکه زمرى ولې
له ګــــــلاب تنکيــــه او دسرو ګلو سالاره

دژوندون بيړۍمې شوله غرقه دفِراق له زور
ورک مي ده لاليه دځوانۍ هغه پخوانۍ شور
احمـدالله وفـا درپسې شومـه پـه زړه کمزور
نه دې هيــــرومه دنګ جانان دنګه چيناره

احمـدالله وفـا
https://t.me/jlagibnjlu




.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

غږ منيرالرحمن بنديوان
له ترانو څخه زما يوه ترانه

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channal333


دبريا اختر

داځل ښه پـــه قراره له جنګ او له بمباره
لمانځو به ازادۍ سره اختر اى هيوادوالو
وياړمنو افغانانو وياړمنو افغانانو

شور ورک ده دمرميو، دسوو اسويليو
هر زړه سکون موندلى، پاى ده دبدمرغيو
غيږه راکړه خوښيو
راځه راځه اختره دهيلو زيړى لمره
ملهم شه زخمي زړو ته دشهيد ديتيمانو
وياړمنو افغانانو وياړمنو افغانو

ښه ډاډمن امنيت دى قانون دشريعت دى
داځل کمکي اخترکِ خوشحال مظلوم مِلت دى
ورورولي اخوت دى
هيواد ښکلا ښکلاده په غازي طالب اشنا ده
بريا ېې ده راوړې دکفر له اِجڼټانو
وياړمنو افغانانو وياړمنو افغانانو

دازادۍ لمر راختلى طالِب مـو اِمـام شوى
افغان غيور ولس مو يو بل ته لاس ورکړى
خوندي مو کور او کلى
مبارک شه مبارک شه ملګرو مبارک شه
ارمان مو پوره شوى داتلو شهيدانو
وياړمنو افـغانانو وياړمنو افغانانو

اخ کاش چي داستا شتون واى او ورک ظالِم بيلتون واى
له غم به بي پروا وو له خوند به ډک ژوندون واى
زړه به مو پر سکون واى
داحمـداالله وفـا ياره دښّٙکلا دنګ مِناره
دروړمه تر مزار دې څو ګيډۍ دسرو ګلانو
وياړمنو افغانانو وياړمنو افغانانو

احمـدالله وفـا
https://t.me/jlagibnjlu


*په هرو دیرشو30 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‌‏- سهار : 4 مخه
‌‏- ماپښین : 4 مخه
‌‏- ماځیګر : 4 مخه
‌‏- ماښام : 4 مخه
‌‏- ماخستن : 4 مخه
‌‏
*په هرو پنځلسو15 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‌‌‏- سهار : 8 مخه
‌‏- ماپښین : 8 مخه
‌‏- ماځیګر : 8 مخه
‌‏- ماښام :8 مخه
‌‏- ماخستن : 8 مخه

*په هرو دولسو12 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‌‏- سهار : 10 مخه
‌‏- ماپښین : 10 مخه
‌‏- ماځیګر : 10 مخه
‌‏- ماښام : 10 مخه
‌‏- ماخستن : 10 مخه

*په هرو لسو10 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‌‏- سهار : 12 مخه
‌‏- ماپښین : 12 مخه
‌‏- ماځیګر : 12 مخه
‌‏- ماښام : 12 مخه
‌‏- ماخستن : 12 مخه
‌‏
*د لوړ عزم او همت والا کسانو لپاره*
*په هرو شپږو6 ورځو کي
د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‌‏- سهار : 20 مخه
‌‏- ماپښین : 20 مخه
‌‏- ماځیګر : 20 مخه
‌‏- ماښام : 20 مخه
‌‏- ماخستن : 20 مخه

*دا پیغام د خپلو دوستانو او ملګرو سره هم شریک کړه ځکه څومره کسان چي د قرآن کریم ختم کوي په ثواب کښي به یې ستا لپاره هم برخه وي*


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
نوې ترانه:
په ويډيويي شِکل!

غــږ : مولوي نصرت الله نصرت

شاعر : احمـدالله وفا!


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيږي

يو وخت وو څه ښه وخت وو يو مِ يار وو يو به زه وم
زړګى مې وو زړګي ته مې قرار وو يو به زه وم

غږ مولوي نصرت الله نصرت
شاعر: احمـدالله وفـا

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channal333


Alasar channel dan repost


حکمت الله حاکمي2⃣ dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
پیسې وایي: ما لاسته راوړه، نور هر څه هېر کړه

https://t.me/hikmatullahhakimi2


#د_ټولنيزو_رسنيو_او_انترنيت_اداب

سترګې او نظر په واک کې ولرئ !!!
که څه هم انترنيت د دعوت لپاره يو ښه نعمت دی، خو لويه فتنه او جهنم ته بلونکی هم دی، له همدې امله بايد سترګې کنترول او له ناروا انځورونو او انځوريزو ليکنو څخه ډډه وکړو.

د الله ﷻ څخه وېره :
اوسني وسائل او انترنيت هغه څه دي چې انسان کله ګوښه شي له ګناهونو سره يې مخ کوي، له همدې امله انسان بايد ګوښه او يواځې ځای کې د الله ﷻ څخه وويريږي، له هغه هيڅ شی نه دي پټ، نو ځکه انسان بايد په پټه او ښکاره، د بې وزلۍ او بډايتوب په هر حالت کې له الله ﷻ څخه وېره او ډار ولري.


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
نوې وړوکې ويډيويي ترانه!

غــږ : حافظ حکيم الله شاکري

شـاعر : احمـدالله وفـا!


ادبــــي نــــړۍ dan repost
داِشغال ټغر

داِشغال ټغر شو ټول پـه هر يو لوري اٙمنِيت دى
خدايه شکر پر هيواد مو حاکِم شوى اِمارت دى

دسپرلي څرک راښکاره شو دخوښيو ډېوې بلې
نفرتونو کــډه کـــړې اوس ترمنځ مو اخوت دى

هـره خور مو په حِجاب کې له ښکلانه برخمنه
ديموکراسي سر خوړلى نافذ شوى شريعت دى

اوس يو موټى يو قوت يو افغانان يو يوملت يو
واجِب کړى مو په ځان اوس دهيواد او دين خدمت دى

ټــول مشران مو دي وتلي شِکنجو له زحمتونه
دمظلوم په درد پوهيږي پلى کړى ېې عدالت دى

داچي اوس په جګو سترګو احمدالله وفا ګرځې
دشهيد جانان دوينــو قــــربانيو برکت دى

#احمـدالله وفـا

https://t.me/adabinari


ادبــــي نــــړۍ dan repost
دوصّٙل ډېوه

ستا دياد سـره جـګړه وه تـوره شپه وه
ستا دوصّٙل ډېوه مړه وه تـوره شپه وه

ستا دحسـن انځــوري مې کــړه جانانه
ما ددرد کـــړې نشـــه وه تـوره شپه وه

پــاريــدلي مې دردونـــــــه دزړګـي وو
ستا دمرګ چي اوازه وه تـوره شپه وه

شولې پاتې مې ګيلې درتـه پـه زړه کې
ختمه ستا دژوند کيسه وه توره شپه وه

دژونـدون بېړۍ مې غـرقه شـوه لاليه
رانـه تـاو دغم سپه وه تــوره شپه وه

هغــه شپې مې احمـدالله وفـا ياديږي
چي زما او ستا پيره وه توره شپه وه

#احمـدالله وفـا

https://t.me/adabinari




Alasar channel dan repost
د العصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانوالبوم
سپيڅلی نظام
دګران ورور ترانه ویونکي
حافظ حکيم الله شاکري
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل
څخه تر لاسه کولى شئ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channel123


بَشیــر احمد نُعـمانِی dan repost
بّالْکُفَارِ مُلْحِقْ.


بَشیــر احمد نُعـمانِی dan repost
وَعَلَى او په
عِبَادِ بنده ګانو
اللَّهِ د الله تعالى
الصَّالِحِينَ نېکانو باندې
...
أَشْهَدُ زه ګواهي کوم
أَنْ لاَإِلَهَ چې نشته د عبادت لايق
إِلَّا اللَّهُ مګر الله تعالى دى
وَأَشْهَدُ او زه ګواهي کوم
أَنَّ مُحَمَّدًا چې بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم
عَبْدُهُ بنده د هغه (الله تعالی) دى
وَرَسُولُهُ او استازى د هغه (الله تعالی) دى
...
اللَّهُمَّ اى الله جل جلاله
صَلِّ رحم وکړې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په کورنۍ د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَاصَلَّيْتَ لکه څرنګه چې تا رحم کړى
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په کورنۍ د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بې شکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې
...
اللَّهُمَّ بَارِكْ اى الله برکت واوروې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په اولادې د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَا بَارَكْتَ لکه تا چې برکت ورولى و
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په اولادې د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بېشکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې
...
اللَّهُمَّ اى الله
رَبَّنَا زموږ ربه
آتِنَا راکړې مونږ ته
فِي الدُّنْيَا په دنيا کې
حَسَنَةً نېکي
وَفِي الآخِرَةِ او په اخرت کې
حَسَنَةً نېکي
وَقِنَا او وساتې موږ
عَذَابَالنَّارِ د عذاب د اور نه.
...
دعا قنوت 👇
اللَّهُـمَّ. . . . . . اى الله
انّا. . . . َ. . . . . بېشکه موږ
نَسْتَعِينُكَ. . . مرسته غواړو تانه
وَنَسْتَغْفِرُكَ. او تانه بښنه غواړو
وَنُؤْمِنُ بِكَ. . .او ايمان مو راوړى په تا باندې
وَنَتَوکَلُ. . . . ..او توکل کوو
عَلَيْکَ. . . . . . . په تاباندې
وَنُثْنِي. . . . . . او صفت کوو
عَلَيْكَ الْخَيْرَ. . . ستا غوره
وَنَشْکُرُکَ. . . ..او موږ شکر کوو ستا
وَلَانَكْفُرُكَ. . . . او ستا ناشکري نه کوو
وَنَخْلَعُ. . . . . . . . موږ جدا کېږو
وَنَتْرُکُ. . . . . . . موږ پرېږدو
مَنْ. . . . . . . . . هغه څوک
يَّفْجُرُکَ. . . . . . چې ستا نافرماني کوي
اَلَهُمَّ. . . . . . . . يا الله مونږه
اِيَّاکَ. . . . . . . . . خاص تالره
نَعْبُدُ. . . . . . . . عبادت کوو
وَلَكَ نُصَلِّي ......... او تاته مونځ کوو
وَنَسْجُدُ. . . . . . . او سجده کوو
وَإِلَيْكَ. . . . . . . . او ستا طرف ته
نَسْعَى. . . . . . . منډې وهو
وَنَحْفِدُ. . . . . . . . او تېزي کوو
وَنَرْجُو. . . . . . . . . او اميد لرو
رَحْمَتَكَ. . . . . . . . ستا د رحمت
وَنَخْشَى. . . . . . . او وېرېږو
عَذَابَكَ. . . . . . . . ستا د عذاب نه
إِنَّعَذَابَكَ. . . . . . . بېشکه عذاب ستا
بِالْكُفَّارِ....... ......کافرانو پورې
مُلْحِقٌ. . . . . . . . پېوسته کېدونکى دى.
...
دعا قنوت
الَلَهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ وَنَسْتَغْفِرُکَ وَ نُؤْ مِنُ بِکَ وَنَتَوَکَّلُ عَلَيْکَ وَنُثْنِیْ عَلَيْکَ الْخَيْرَ وّ نَشْکُرُکَ وَلَانَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ وَنَتْرُکُ مَنْ يَّفْجُرُکَ اَلَهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ وَلَکَ نُصَلِّیْ وَ نَسْجُدُ وَاِلَيْکَ نَسْعَی وَنَحْفِدُ وَنَرْجُوْاُ رَحْمَتَکَ وَنَخْشَی عَذَابَکَ اِنَّ عَذَا بَکَ


بَشیــر احمد نُعـمانِی dan repost
د لمانځه په خوند هغه وخت پوهېدای سئ، چې کله د لمانځه په مانا پوه سئ.
#د_لمانځه_ټکي_په_ټکي_ژباړه
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ پاکي ده تالره اى الله!
وَبِحَمْدِكَ او تالره ثنا ده
وتَبَارَكَ اسْمُكَ او برکت والا دى نوم ستا
وَتَعَالَى جَدُّكَ او لوړ دى شان ستا
وَلَاإِلَهَ غَيْرُكَ نشته د عبادت لايق بې له تانه
...
أَعُوذُ پناه غواړم
بِاللَّهِ په الله تعالى
مِنَ الشَّيْطَانِ د شيطان
الرَّجِيمِ رټلي شوي نه
...
بِسْمِ اللَّهِ شروع کوم په نوم د الله
الرَّحْمَنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِيمِ خاص رحم کوونکى دی
...
اَلْحَمْدُ ټول صفتونه
لِلّٰهِ خاص الله لره دي
رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱ چې تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى
الرَّحْمٰنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِیْمِۙ۝۲ خاص رحم کوونکى دى
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۝۳ واکدار د قيامت د ورځې دى
اِیَّاكَ خاص تاته
نَعْبُدُ عبادت کوو
وَ اِیَّاكَ او خاص تا نه
نَسْتَعِیْنُؕ۝۴ مرسته غواړو
اِهْدِنَا برابر کړې موږ
الصِّرَاطَ په لار
الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۵ نېغه باندې
صِرَاطَ الَّذِیْنَ په لاره د هغه کسانو
اَنْعَمْتَ چې تا فضل کړى
عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ په هغوى
غَیْرِ نه لار د هغه کسانو
الْمَغْضُوْبِ چې غضب کړى شوى
عَلَیْهِمْ په هغوى
وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۝۷ او نه لار د ګمراهانو
آمين اى الله! زموږ دعا قبوله کړې.
...
قُلْ هُوَ اللّٰهُ ووايه، هغه الله تعالى
اَحَدٌۚ۝۱ يو دى
اَللّٰهُ الله
الصَّمَدُۚ۝۲ بې نيازه دى
لَمْ یَلِدْ١ۙ۬ نه يې څوک زېږولي
وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۝۳ او نه له چانه زېږېدلي
وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ او نشته د هغه لپاره
كُفُوًا اَحَدٌ۠۝۴ برابر، هیڅوک
...
الله اکبر الله تعالي ډېر لوی دی
...
سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ الْعَظِيمِ رب زما لره، چې لوى دى
...
سَمِعَ اللهُ اوري الله تعالى
لِمَنْ وينا د هغه چا
حَمِدَهُ چې صفت يې کوي
...
رَبَّنَا اى ربه زموږ
لَكَ الْحَمْدُ تالره صفت دى
...
الله اکبر الله تعالى ډېر لوى دى
...
سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ رب زما لره
الْأَعْلَى چې اوچت دى
...
الله اکبر الله تعالى ډېر لوى دى
...
التَّحِيَّاتُ ټول وينا والا عبادتونه
لِلَّهِ خاص الله لره دي
وَالصَّلَوَاتُ او ټول بدني عبادتونه
وَالطَّيِّبَاتُ او ټول مالي عبادتونه
السَّلاَمُ عَلَيْكَ سلام دې وي په تا باندې
أَيُّهَاالنَّبِيُّ اى پیغمبره
وَرَحْمَةُاللَّهِ او رحمت د الله تعالى
وَبَرَكَاتُهُ او برکتونه د هغه ( الله تعالی)
السَّلاَمُ علينا سلام دي وي، پر موږ باندې


#نبوي_وصیتونه:
که د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ملاقات او دده څخه د وصيت غوښتلو له افتخاره بې برخي يو البته وصیتونه خو يې په کتابونو کښي مشرانو را ساتلي دي.
ځيني يې ما سره راجمع کړل لطفاً ددغه نبوي وصیتونه څخه ګټه واخلی!
#او د نورو سره يې هم د ثواب په نيت #شريک کړئ!
۱: #يو سړی په سفر تلی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلی داسي عرض يې وکړ :
یا رسول الله! وصیت راته وکړه!
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
الف : د تقوا وصيت درته کوم (يعني داچي د الله تعالی او مخلوق حقوق په پټه او ښکاره ادا کړه)
ب: کله چي پر لوړه خېږې تکبير (الله اکبر) وايه...الحديث
رواه شرح السنة : ۳ / ۱۳۵
۲: #ابوذر غفاري رضي الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چي وصیت راته وکړه!
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
الف: تقوا کوه دا د ټولو کارونو سرغنه کار دی...
ب: تلاوت کوه، تلاوت دي په دنیا کښي زړه نوراني کوي او د آخرت لپاره دي ذخيره ده...
ج: ډېر چوپ پاتېږه ، چوپتيا شيطانان شړي او د دين په کار کي مرسته درسره کوي...
د: ډېره خندا مه کوه، ډېره خندا زړه مړ کوي او د مخ نور دي له منځه وړي...
ه: حق وينا کوه که څه هم ترخه وي.
و: په الهي کارونو کښي د چا د ملامتيا څخه مه بيرېږه...
ح: ټول عمر په خپلو نيمګړتياوو کښي فکر کوه چي بيخي د بل د نيمګړتياوو د پلټلو څخه دي را منع کړي.
الترغيب والترهيب: ۲ / ۲۹۸، و: ۴ / ۲۳
۳: #يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلی داسي عرض يې ورته وکړ :
یا رسول الله! وصیت راته وکړه!
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
الف: خلک چي کوم مالونه لري دهغو په ليدلو مه مايوسه کېږه!
ب: طمع مه کوه
ج: لمونځ په داسي ډول ادا کړه چي ګواکي ستا آخرين لمونځ دی نور د دنيا څخه رخصتېږې
د: داسي کار مه کوه چي عذر ويلو ته مجبوره سي.
الترغيب والترهيب: ۴ / ۲۰۱
۴: #معاذ بن جبل رضي الله عنه په سفر تلی د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې د وصيت طلب وکړ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
الف: دالله تعالی عبادت کوه، هیڅ شريک مه ورسره نيسه...
ب: که کومه خطا درڅخه وسي وروسته يې نيکي کوه (یعني داچي دستي توبه ورباندي کاږه او يا هم د توبې سره کوم نېک کار هم کوه)
ج: خامخا دي اخلاق ښه کړه...
د: د الله تعالی عبادت په داسي ډول وکړه چي ګواکي هغه تا ويني...
ه: ځان په مړو کښي حساب کړه ( ډيري نفساني غوښتني به دي کمي سي)...
و: خپله ژبه په اختيار کي کړه (عبث او نقصاني خبري مه ورباندي کوه)...
ز: ...د الله تعالی ذکر د هري ډبري او درختي سره کوه...
ح: که په ښکاره ګناه درڅخه وسي توبه هم ښکاره وکاږه او که په پټه ګناه درڅخه وسي پټه توبه باسه.
الترغيب والترهيب: ۴ / ۱۲۷، و: ۴ / ۲۴ ، مجمع الزوائد: ۱۰ / ۷۷
۵: #ام انس رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د وصيت طلب وکړي
ده مبارک ورته وفرمايل:
الف: د ګناهونو څخه هجرت وکړه دا بهترين هجرت دی...
ب: ټول فرضونه صحيح ادا کړه دا بهترين جهاد دئ...
ج: دالله جل جلاله ذکر ډېر کوه ، الله تعالی ته تر ذکر خوښ شی نسته.
الترغيب والترهيب: ۲ / ۳۳۱
۶: #يو صحابي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د وصيت طلب وکړ
ده مبارک ورته وفرمايل:
الف: ...لاس يوازي د خير د کارونو لپاره استعمالوله
ب: په ژبه باندي يوازي ښه وينا کوه.
الترغيب والترهيب: ۴ / ۲۴
۷: #يو سړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د وصيت طلب وکړ
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
هيڅکله غصه (غضب) مه کوه ، غصه ټول شرونه راجمع کوي.
مجمع الزوائد: ۸ / ۷۲


د خونړي انقلاب غمجنې کيسې dan repost
د حامد کرزي بادچاهي
حامِد کرزۍ هغه څوک ؤ چ د ده د بادشاهۍ په دوران کې شنه سترګو امريکايانو د افغانانو په کورونو د شپې چاپې وهلې دا چې اوس له امريکا له جرمني او نورو هيوادو څخه ويډيوګانې کوي دا افغان ډوله غلامان به هم ورسره ؤ د مسجد اِمامان ېې په شهادت ورسول د ترهګر په نامه ېې تنکي تنکي ځوانان علماء، طلباء، حافظان، ېې د بګرام پلخرچي تورو کوټو ته واچول

اشرف غني بادشاهي
اشرف غني هغه څوک ؤ چې د ده د بادشاهۍ په دوران کې په ودو بمباري وشوه په مدرسو په جوماتو په جلسو بمباري وشوه تنکي تنکي حافظان ېې په شهادت ورسول خلک ېې په ټانګو پسې کش کړل طالبان ېې په هر زندان کې په دار وخيژول زمونږ د خويندو عزتونه ېې لوټ کړل

د دری رنګه ملي بيرغ ترچتر لاندې دومره ظلمونه په افغان مظلوم مِلت شوي چي زمونږ قلم ېې دليکلو توان نه لري
آيا چي دومره ظلمونه د دری رنګه مِلي بيرغ تر چتر لاندې شوي وي
آيا دری رنګه مِلي بيرغ چي هيڅ کله ازاد نه وي پاتې شوى هميش غلام پاتې شوى وي

نو څنګه به زمونږ غيرتمن افغانان د دې بيرغ ترچتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه ځوانان چې ګګې خولې ېې په سوک سمې کړې د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه ځوانان چې د بګرام پلچرخي تورې زولنې ېې په کلو کلو زغملې وي د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه ځوانان چې د خپل څنګ خواږه ملګري ېې د دې بيرغ تر چتر لاندې په بې رحمانه شِکل په شهادت رسېدلې وي د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه يتيم چې پلارجانِ د ظالِمې ډرون د لمبو خوراک شوى وي د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه مورکئ چې د سترګو تور بچى ېې ددې بيرغ تر چتر لاندې ټوټه ټوټه شوى وي د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

هيڅ کله نه
دا خوبونه هيڅ کله مه وينی د جمهوريت په نظريه روزل شؤ کسانو

پاى!
د نيمګړتياؤمعافي غواړم


زمونږ دټليګرام چينل کې هم راسره ګډون وکړى خوږو ملګرو
👇🏿👇🏿👇🏿
https://t.me/Dakhonari

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

4

obunachilar
Kanal statistikasi