حقیقي پټ مطلبه ټکي
ښَه شي اوګدَه شي
څړیکه خوره شي
څه مې زړه ډک وي
څه پسې شپه شي
خولې ته مې سیخه
غټه نعره شي
له درده ګرمه
یخه سینه، شي
اې ته پوهیګې؟
مینه په څه شي
سترګې په سترګو
کې لږ دَمَه شي
زړګې نَشه وي
سړَی نَشه شي
څه وخت خپه شه
مینه پخه شي
کله ځه خاندم
کله دا شنه شي
هسی نه، جوړه
دېنه قیصه شي
خبر ترخه وې
دیار په خوله شي
په زړه ګذار کړي
داسې خوګه شي
رقیب زما دې
مرګ ته سیده شې
یارته چې درومي
ګوډ دې په پښه شي
د زړګي سترګه
مژ تل لمده شي
جینۍ، شه ورکه
حوره مې زړه شي
دامی ارمان دی
کاش چې پوره شي
په سپین ټټر مې
چې راویده شي
نه غواړم هیڅ شی
خوښ دې هغه شي
[اعظم] مین دی
خوشاعر نه دی
هسې خبر کړي
جوړه ټپه شي
قاري محمد اعظم (سنګریار)
@kmazam
ښَه شي اوګدَه شي
څړیکه خوره شي
څه مې زړه ډک وي
څه پسې شپه شي
خولې ته مې سیخه
غټه نعره شي
له درده ګرمه
یخه سینه، شي
اې ته پوهیګې؟
مینه په څه شي
سترګې په سترګو
کې لږ دَمَه شي
زړګې نَشه وي
سړَی نَشه شي
څه وخت خپه شه
مینه پخه شي
کله ځه خاندم
کله دا شنه شي
هسی نه، جوړه
دېنه قیصه شي
خبر ترخه وې
دیار په خوله شي
په زړه ګذار کړي
داسې خوګه شي
رقیب زما دې
مرګ ته سیده شې
یارته چې درومي
ګوډ دې په پښه شي
د زړګي سترګه
مژ تل لمده شي
جینۍ، شه ورکه
حوره مې زړه شي
دامی ارمان دی
کاش چې پوره شي
په سپین ټټر مې
چې راویده شي
نه غواړم هیڅ شی
خوښ دې هغه شي
[اعظم] مین دی
خوشاعر نه دی
هسې خبر کړي
جوړه ټپه شي
قاري محمد اعظم (سنګریار)
@kmazam