مامون
ــــــــــ
دجبین نور دي کړه عیانه تاریکه دنیاګۍ
والضحی مخ دي کړه روښانه تاریکه دنیاګۍ
ستا له وجود نه یې وجود واخیست موجوده سوله
سوه ښایسته په تا جانانه تاریکه دنیاګۍ
دحسن حسن ته دي نه رسي دمصر ښکلي
حسنِ یوسف دي کړ آرزانه تاریکه دنیاګۍ
مخ کي لتا ښخیدي لوڼي ژوندۍ ډیر په وحشت
ورک دي کړ ظلم بي پایانه تاریکه دنیاګۍ
رب یې بللی لامکان ته راز اونیازته دځان
شوي بدرکه لوړ تراسمانه تاریکه دنیاګۍ
ورځ دقیامت کي دي هیرنه شي خپل عاصي امتي
دمامون زړه نوري چشمانه تاریکه دنیاګۍ
@maamonmalwisaahiB