........د معارف ترانه.........
رب سرچینه را کړې راته قرآن د علم
له لمر ځلانده ګڼو سپېڅلی شان د علم....
۱..
د یو الله منونکي مونږ د ایمان خاوندان
د ژوند له رازه خبر مونږه کامل انسانان
توپیر د حق او باطل کوو په توان دعلم....
۲...
دظلم شپې ماتوو دعدالت په وړانګو
وحشت او کرکه وژنو دمحبت په وړانګو
مونږ د خوښیو ستوري یو په اسمان د علم....
۳...
مونږ انسانیت خلاصوو د بدرنګۍ له پنجو
د جهالت له بلا د ځانځانۍ له پنجو
غواړو خوږه ورورولي مونږ په امکان د علم....
۴...
سکون او سوله بښو خفه ستومان ژوندون ته
راوړو رنګین پسرلی خزان خزان ژوندون ته
له دې جهان جوړوو یو ګلستان د علم.....
۵...
قلم مشال دی زمونږ، قلم خنجر دی زمونږ
کتاب قانون دی زمونږ عالم رهبر دی زمونږ
مونږه عسکر د اسلام مونږ پلویان د علم...
۶...
د مور له غېږې څخه آن تر لحده طلب
کوو د علم پسې د مرګ تر حده طلب
مونږ د جهان استاذان مونږ شاګردان د علم.....
۷...
تاریخ پرې وځلیږي ویاړ د ملت وګرځي
یو ډېر سپېڅلی غمخور د انسانیت وګرځي
هار چې په غاړه کاندي کوم یو انسان د علم......
۸...
عطرورینه فضاء د شریعت راولو
بیا نازولی دوران د امارت راولو
په دې غښتلي تکل یو لارویان د علم.....
۹...
یو حقیقي مخنیوی د فسادونو لرو
پاک شرنګېدلی احساس د جهادونو لرو
مفتونه مونږ مجاهد مونږ طالبان د علم.......
رب سرچینه را کړې راته قرآن د علم
له لمر ځلانده ګڼو سپېڅلی شان د علم....
۱..
د یو الله منونکي مونږ د ایمان خاوندان
د ژوند له رازه خبر مونږه کامل انسانان
توپیر د حق او باطل کوو په توان دعلم....
۲...
دظلم شپې ماتوو دعدالت په وړانګو
وحشت او کرکه وژنو دمحبت په وړانګو
مونږ د خوښیو ستوري یو په اسمان د علم....
۳...
مونږ انسانیت خلاصوو د بدرنګۍ له پنجو
د جهالت له بلا د ځانځانۍ له پنجو
غواړو خوږه ورورولي مونږ په امکان د علم....
۴...
سکون او سوله بښو خفه ستومان ژوندون ته
راوړو رنګین پسرلی خزان خزان ژوندون ته
له دې جهان جوړوو یو ګلستان د علم.....
۵...
قلم مشال دی زمونږ، قلم خنجر دی زمونږ
کتاب قانون دی زمونږ عالم رهبر دی زمونږ
مونږه عسکر د اسلام مونږ پلویان د علم...
۶...
د مور له غېږې څخه آن تر لحده طلب
کوو د علم پسې د مرګ تر حده طلب
مونږ د جهان استاذان مونږ شاګردان د علم.....
۷...
تاریخ پرې وځلیږي ویاړ د ملت وګرځي
یو ډېر سپېڅلی غمخور د انسانیت وګرځي
هار چې په غاړه کاندي کوم یو انسان د علم......
۸...
عطرورینه فضاء د شریعت راولو
بیا نازولی دوران د امارت راولو
په دې غښتلي تکل یو لارویان د علم.....
۹...
یو حقیقي مخنیوی د فسادونو لرو
پاک شرنګېدلی احساس د جهادونو لرو
مفتونه مونږ مجاهد مونږ طالبان د علم.......