مطبوعاتی خپرندویه اداره


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


د مطبوعاتی خپرندویه اداری ملګرو دلتـه به تاسو وخت په وخت نوی خبرونه تبصری د شریعت ږغ راډیو خپرونی او په هیواد کی د وروستیو فتوحاتو اصدار هم دارنګه د هیواد د مشهورو نعتخوانانو په خوږو او زړه راښکونکو اوازونو کی ترانی وړاندی کوو
تبادله👇
t.me/Shaheenjanan1

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish


الاماره جهادي سټوډیو په افغانستان کې د روان جهاد په اړه هیوادوال او نړیوال له حقایقو خبروي.
د جهاد له ګرمو سنګرونو او د جهاد له لومړیو صفونو د مجاهدینو د بریاوو او د دښمن د تلفاتو ژوندۍ صحنې وړاندي کوي


#الفتح:
مهم خبر: تیره شپه د تخار ولایت درقد ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او د استخباراتو په مدیریت بریدونه وشول.
د بریدونو په نتیجه کې ۲۲ تنه عسکر، پولیس او استخباراتي کامندان ووژل شول، ۸ تنه نور ژوبل شول.
په نښتو کې ۴ ټانګونه او رینجر هم ویجاړ شول.
مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی.

#الفتح:
خبرمهم: شب گذشته بر قومندانی امنیه و مدیریت استخبارات ولسوالی درقد ولایت تخار حملات انجام شد.
در این حملات ۲۲ تن عسکر، پولیس و کارمندان استخباراتی دشمن کشته شدند، ۸ تن دیگر زخم برداشتند.
۴ عراده تانک هاموی و رینجر هم تخریب گردید.
ذبیح الله مجاهد


د بغلان د پخواني والي مرحوم مولوي شمس الدین وقاص د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د بغلان پخوانی والي مولوي شمس الدین وقاص صاحب د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو. انالله وانا الیه راجعون
مرحوم مولوي شمس الدین صاحب د کندز ولایت د فتحې په مهال امنیه قومندان، بیا د تخار، بغلان او د سږ کال په سر کې د سمنګانو د والي په توګه دندې اجرا کړې وې چې وروسته د ورپيښې ناروغۍ له امله له دندې مستعفي شو.
اسلامي امارت د نوموړي د وفات په اړه د مرحوم مولوي صاحب کورنۍ، خپلوانو، ملګرو، متعلقینو او ټولو مجاهدینو ته تسلیت وړاندې کوي.
مرحوم مولوي شمس الدین صاحب ته له الله تعالی څخه فردوس جنت، خپلوانوته او کورنۍ ته يې جمیل صبر او جزیل اجر غواړو.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۱/۴/۱هـ ق
۱۳۹۸/۹/۷/ ــ 2019/11/28م


داسدالله ⁩ خالد او داشرف غني،دولت سازټيم غړۍ ملالي شينواري يو فحش غږيزکليپ رسنيوته رسېدلی ده،داکليپ ۱۰ دقيقې خوا ده،دې کليپ کي داسدالله خالداو ⁧ ملالۍ ⁩ شينواري دپيسواودملګرتيا بدل کي دفحش ملاقاتونو داعترافونو ترڅنګ د نظام د فحشا نور ډيری اعترافونه هم شته پکي.

ويل کېږي،اشرف غني اسدالله خالد دملالۍ په قرباني خپل کړی ده،خالددملالي په بدل کي ددولت سازټيم دفاع کوي.


‏د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مرستیال محترم عباس ستانکزی او ورسره هئیت یې نن د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له خاص استازي رولانډ کوبیا او پرون یې د المان له خاص استازي مارکس پوتزیل سره په دوحه کې وکتل.
پدې کتنو کې دواړو لوریو د هیواد په روان وضعیت او همداشان د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د سولې د روانې پروسې په هکله خبرې وکړې. سهيل شاهين




#رادیو صدای شریعت نشرات امروز
پنجشنبه 28 نومبر 2019




#شــريــعت ږغ راډيـــو ، د نـــن ورځې خــــپرونــه
#پنجشنبه 28 نـــومــبر 2019 کـــال




د ورځي خبره:

د کابل ادارې مشر اشرف غني پرون په کابل کې د ښځو یوې غونډي ته وویل، طالبان دې په دې پوه شي چې له کمزوري حکومت سره یې جګړه نه ده. د ده په خبره هیڅکله به طالبانو ته تسلیم نشي.

جالبه دا وه چې نوموړي دا خبري داسي یوې غونډي ته کولي چې هغه غونډه یې (د ښځینه وو د سولې کنفرانس) په نوم نومولي وه.
پکار خو دا و چې پر دې مهال خو نوموړي د سولي او دیپلوماسۍ نرمه ژبه کارولي وای، مګر ده بالعکس د دیپلوماتیکي ژبي پرځای د فیلمي بدماشانو غوندي لهجه کاروله.

نه یوازي اشرف غني بلکي د هغه پرخوا وشا را چارپیره حلقه ټول همداسي ناسنجیده او له شعوره خلاص وګړي دي. همدا وجه ده چې اوس یې ځان د انزوا وروستي حد ته رسولی، هم یې په نړیواله او سیمه ایزه کچه اعتبار بایللی او هم یې په کور دننه په خپل حکومت کې له هر وګړي سره لاس او ګریوان ته خبره رسولې. کله یو ویل ته د قومیت د توهین خبره کوي، او کله یو وبل ته د ناموس ښکنځلو ارتکاب کوي.

اوس چې د سولې، مذاکراتو، او د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه یوازنی برلاسی ځواک اسلامي امارت ګڼل کیږي، د سیمي او نړۍ په کچه ټول دنیاوال له همدې زاویې ورسره تعامل ته راوړاندي شوي، پخپله د کابل د ادارې د سیاسي اپوزیسیون ټول ګوندونه هم له اسلامي امارت سره همغږي او هغه د یو ریښتیني مسئول ځواک په حیث پیژني؛ په داسي حال کې د کابل رژیم د چارواکو بې ځایه فیلمي غوري؛ پرته له دې چې هغوی نور هم منزوي او له صحنې محوه کړي؛ نور هیڅ په لاس نشي ورکولای.

د کابل رژیم دغه کم شعوره چارواکي باید دا درک کړي چې که تاسو د امریکایی یرغل په وړاندي د افغان ولس دا برحق جهاد او د آزادۍ دا ویاړلې جګړه د طالب په تاوتریخوالي تعبیروئ، نو تاسو بیا دا هم ووایاست چې آیا دا ستاسو او ستاسو د یرغلګرو بادارانو دا ړندې بمبارۍ چې په یوه یوه میاشت کې ۱۱زره بمونه غورځوئ، د عام ولس په کورونو دا شپنۍ بې رحمه ترهګري چاپې، بلا استثناء د افغانانو قتل عام ، د مساجدو، مدارسو، بازارانو، کلیو کورونو، کلینیکونو ورانول، د فساد او فحشا خپرولو، داعش پاللو او نورو وحشتونو ته بیا د څه شي نوم ورکوئ؟

آیا تاسي ګمان کوئ چې په همدې وحشت سره به پر افغان ولس واکمني وکړئ،؟ آیا تاسو ګمان کوئ چې ستاسو یرغلګر بادار به بیا هم د تل لپاره درسره وي، تاسو به د سیمټي دیوالونو په حصار کې ساتي، او تاسو به د افغان مسلمان ولس قتل عام، ځورولو او کړولو ته دوام ورکوئ؟

که په دې سره کامیابي ترلاسه کیدلای شوای، خو دا دوې لسیزي به مو بریا ترلاسه کړي وای، نن به له داسي شرموونکي انزوا سره مخ نه وای، نن به مو حواس پرځای وای، د دیپلوماسۍ پر موقع به مو د فیلمي بدماشۍ ایکټونه نه کولای.

تاسو باید په دې پوه شئ چې نور مو د دیپلوماسۍ او جګړې هر چانس له لاسه ورکړی، ستاسو وخت په را نژدي کیدو دی چې د ولس په عدالت کې به له حساب کتاب سره مخ کیږئ. و ماذلک علی الله بعزیز

پای ………….!
د ورځي خبره 2019- نومبر- 27


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish















20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

101

obunachilar
Kanal statistikasi