د زړه درد
مظلوم کوچی
مات مي شو زړګی زرې زرې
خاص لکه غمی زرې زرې
بیا به یې ټوټې سره پیوست نشي
یوار چه شي بنګړی زرې زرې
ځار وو له اسلامه ډرون ویشتلی وو
پروت وو یو زلمی زرې زرې
یم به بختور پر سپین قرآن باندي
شي که مي تندی زرې زرې
ړنګ دي چنارونه ګودر هم وران ده
هم ده شین منګی زرې زرې
بیا پر پاکه خاوره د افغان اولس
شکر شو پردی زرې زرې
څنګه به مظلومه سره ګلان وشي
دلته ده سپرلی زرې زرې
@Mazlumkochi