تېر ما ښامام دمحترم ورور شفاعت ريحان صیب پۀ مخ پاڼه لۀ جوړې شوې مشاعرې څخه زما یو څو بیتونه،
ابو حنیفه:
کامل وليُّ الله وې ستر امام ابو حنیفه!
ستا علم او عمل ته احترام ابو حنیفه!
تقوی او دیانت لره دې ټول کائنات هېښ دي
ستا پوهې، ځراکت ته کړي سلام ابوحنیفه!
دخیال لۀ وزرو پورته یې ادراک دی محترمه،
الله در کړی داسې لوړ مقام ابوحنیفه!
فقیه وې، محدث وې، مجتهد وې، ستر عالم وې!
یادېږې، پۀ اعظم امام، مدام ابو حنیفه!
بس پاک دی لۀ افراط او لۀ تفریطه قدرمنه،
چې کړی دی تقلید ستا!، کوم یو قام ابو حنیفه!
د دین لۀ مزا یاوو برخوال دي ها وګړي
چې ستا پۀ پاک مسیر یې ایښی ګام ابو حنیفه!
دا ډک لۀ اعتداله پاک مسلک به دې پرې نږدم
منصور درمان نازېږم ستا پۀ نام ابو حنیفه!
م منصور درمان