زړۀ مې مۀ ماتؤه!:
ـــــــــــــــــــــــــــ
غازي جــانانــه! پۀ زړۀ سپینه، زړۀ مې مۀ ماتؤه!
ستـــرګې را واړؤه! پــۀ مینه، زړۀ مې مۀ ماتؤه!
ستا پۀ نازړۀ - نازړۀ قـدم ، قسـم دی ښـۀ پوهېږم،
چې رانـه درومــې ګلورینه، زړۀ مې مۀ ماتؤه!
دا ستا خـــؤږو اخـلاقو زۀ ګلـه! په تامَئیَنْ کړم،
تۀ مـــې یې تـاو راتـاو زړګینه، زړۀ مې مۀ ماتؤه!
زۀ دې لۀ تاندې، لا لهاندې ګل ځوانۍ لوګی شم،
پۀ خــــيَّرْ راغلـــې له کمینــه، زړۀ مې مۀ ماتؤه!
د دين وطـــن پــۀ ننګ مئیَنه مجـاهـده اشنا!
پۀ حــق فــدا ، حقپال، حقبینه، زړۀ مې مۀ ماتؤه!
د نړۍ خورې بلا مخ ته لکه غــر ولاړ یې!
زمـــا د زړۀ خــــؤږه تسکـــینه، زړۀ مې مۀ ماتؤه!
زما منصور درمان سکـون ستا تر مسـکا تړلی
خــوږ یې لـۀ قنـدو، لۀ ګبینــه، زړۀ مې مۀ ماتؤه!
1397/1/28
لغمان اندروړ