غزل
دیاد بله ډیـــوه دې په تیارو کــــې لارې باسي
دا خیال دې نازولـــی زمونږ زړوکې لارې باسي
تصویردِ کړي خبرې راته خوب کې تل لګیاوي
یادګار دې ځوانیمرګه خاطــرو کې لارې باسي
د زړه هدف ته رســــي په څپو څپو جاري دی
ارمان دې لکه وینه په رګوکې کې لارې باسي
غوټۍغوټۍ له سترګوپه بارخو باندې شهیدې
دزړه نیم ژواندې هیلې ګریوانو کې لارې باسي
سلګۍ دې ځوانیمرګې چـې رایاد شي نازولیه
دا زړه مې لیونی بیا خطـــــــرو کې لارې باسي
خوار تن که حنفي د نفرتو لمــبو کې ښکار شو
دا روح به مو د مینې سیارو کـــــې لارې باسي
ترڅوچې ای منهاجه انقلاب وي خواروطن کې
نو هیلې به اخر دې سلســـــــلو کې لارې باسي
۱۳۹۸/۳/۱
https://telegram.me/menhaj12