د اسلامي نظام عسکر یمه په څه مې وژنې
زه خو وارث د پیغمبر یمه په څه مې وژنې
ما د قرآن تر حکم لاندې زندګي وکړله
سم پر سنتو برابر یمه په څه مې وژنې
زه شل کلنه کارنامه د جهاد سپینه لرم
لا پر سینه پرهر پرهر یمه په څه مې وژنې
د صلیبي ښکلیلاک غرور مې دړې وړې کړلو
د هغه صف توره خنجر یمه په څه مې وژنې
د استشهاد دفتر مې ډک د شازلمو له نومو
لاخو هم پاته په نمبر یمه په څه مې وژنې
زه خو د بدر مجاهد یم لا خو ستړی یمه
زه هم اُحُد او هم خیبر یمه په څه مې وژنې
تاته معلومه ده چي څه راسره وکړه نړۍ
ولې ظالمه څه کمتر یمه په څه مې وژنې
حنیف حیران یم چي په کوم فکر لوی شوی یی ته
هم مسلمان هم مهاجر یمه په څه مې وژنې
زه خو وارث د پیغمبر یمه په څه مې وژنې
ما د قرآن تر حکم لاندې زندګي وکړله
سم پر سنتو برابر یمه په څه مې وژنې
زه شل کلنه کارنامه د جهاد سپینه لرم
لا پر سینه پرهر پرهر یمه په څه مې وژنې
د صلیبي ښکلیلاک غرور مې دړې وړې کړلو
د هغه صف توره خنجر یمه په څه مې وژنې
د استشهاد دفتر مې ډک د شازلمو له نومو
لاخو هم پاته په نمبر یمه په څه مې وژنې
زه خو د بدر مجاهد یم لا خو ستړی یمه
زه هم اُحُد او هم خیبر یمه په څه مې وژنې
تاته معلومه ده چي څه راسره وکړه نړۍ
ولې ظالمه څه کمتر یمه په څه مې وژنې
حنیف حیران یم چي په کوم فکر لوی شوی یی ته
هم مسلمان هم مهاجر یمه په څه مې وژنې