عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


مخکني چینل بلاک شوی دی دغه نوی چینل درسره فالو کړی
درنومینوالو!
دلته به تاسوته عبرتناکه اودپنده ډکی کیسی اونبوی احادیث اوهمدارازنوراسلامی مطالب وړاندی کیږي
ټلګرام
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/mkattnkdjmj ✯𖣐⫸

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx
ـ📚 👇 📕 👇 📘 👇 📚

په ايمان او دين کي استقامت:
ــــــــــــ
ژباړه: عبدالله بن سفیان د خپل پلار څخه روایت کوي، چي ده و رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله! ما په اسلام کي په هغه څه باندي خبر کړه چي ستا وروسته یې بیا زه د هیچا څخه پوښتنه و نکړم، ده مبارک ورته وویل: ووایه پر الله مي ایمان دی، بیا وروسته پر دغي خبري باندي ټینګ پاته سه، نو بیا ده ورته وویل: یا رسول الله! د کوم شي څخه ځان ډېر وساتم؟ ده مبارک په خپل مبارک لاس و ژبي ته اشاره وکړه.
یعني لومړی په ایمان اقرار وکړه بیا پر همدغه اقرار او د ایمان پر تقاضا مستقیم پاته سه او بله مهمه خبره داده چي د خپلي ژبي سره ډېر احتیاط وکړه.

عن عبد الله بن سفيان عن أبيه قال يا رسول الله : أخبرني أمرا في الإسلام لا أسأل عنه أحدا بعدك قال قل آمنت بالله ثم استقم قال يا رسول الله فأي شيء أتقي قال فأشار بيده إلى لسانه. [مسند امام احمد15455]
مولوي نورالحق مظهري


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/mkattnkdjmj
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx
ـ📚 👇 📕 👇 📘 👇 📚

كه دبرمي وهلو اندازه معلومه نه كړی؟
الإستفـــــــــتاء؟
زید وعمر ته برمه ور وهے اول ورځ یے د برمے د وهلو اندازه سره معلومه نه ڪړه زید چے ڪله برمه و[ ۵۰ ] ګزوته ور سوله نور یے بس ڪړه چے نوره نه وهم عمر ورته وایے چے نه (۱۰۰) ګزه به یے راته وهے اوس ددوۍ ترمنځ شخړه ده شرعے حل یے څه ده؟
الفتوی بعون الله تـــعالی
محترمه په دغه علاقه اودیار ڪے چے څومره په زور والے عموما چے برمے وهل ڪیږے دغومره انداز برمه وهل ورباندے واجب ده.
كمافي الهندية ج4ص 451
ﻭﻟﻮ اﺳﺘﺄﺟﺮﻩ ﻟﻴﺤﻔﺮ ﻟﻪ ﺑﺌﺮا ﺃﻭ ﺳﺮﺩاﺑﺎ ﻻ ﺑﺪ ﺃﻥ ﻳﺒﻴﻦ اﻟﻤﻮﺿﻊ ﻭﻃﻮﻝ اﻟﺒﺌﺮ ﻭﻋﻤﻘﻪ ﻭﺩﻭﺭﻩ ﻭﻓﻲ اﻟﺴﺮﺩاﺏ ﻳﺒﻴﻦ ﻃﻮﻟﻪ ﻭﻋﺮﺿﻪ ﻭﻋﻤﻘﻪ. ﻛﺬا ﻓﻲ اﻟﻐﻴﺎﺛﻴﺔ
ﻭﻟﻮ اﺳﺘﺄﺟﺮﻩ ﻟﺤﻔﺮ اﻟﺒﺌﺮ ﺇﻥ ﻟﻢ ﻳﺒﻴﻦ اﻟﻄﻮﻝ ﻭاﻟﻌﺮﺽ ﻭاﻟﻌﻤﻖ ﺟﺎﺯ اﺳﺘﺤﺴﺎﻧﺎ ﻭﻳﺆﺧﺬ ﺑﻮﺳﻂ ﻣﺎ ﻳﻌﻤﻠﻪ اﻟﻨﺎﺱ. ﻛﺬا ﻓﻲ اﻟﻮﺟﻴﺰ ﻟﻠﻜﺮﺩﺭﻱ.
( ڪتبه مفتے ابو انعام نقیب الله خادم الاسلام من زابل مرڪز)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    https://t.me/mkattnkdjmj     ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


دچینل په نشرولو کی مرسته وکړی


مخکني چینل بلاک شوی دی دغه نوی چینل درسره فالو کړی

درنومینوالو!

دلته به تاسوته عبرتناکه اودپنده ډکی کیسی اونبوی احادیث اوهمدارازنوراسلامی مطالب وړاندی کیږي
ټلګرام
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/mkattnkdjmj ✯𖣐⫸


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
عبرت څخه ډکی کیصی او حدیثونه
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د میرمنو لپاره ۴۰مهمه سپارښتنې!

1) پر خاوند دې فخر کوه.
2) هغه؛ له چا سره مه برابره وه
3) د هغه اقتدار او غرور مه ماتوه.
4) د هغه ښکلا د هغه په عقل کې ولټوه.
5) قناعت کوونکې اوسه.
6) ښکلا دې د نورو مخته مه راکاږه.
7) ناز وکړه، خو متکبره کېږه مه.
8) جانانتوب او په خوله موسکا دې عادت وګرځوه.
9) ښکلي احساسات دې له ښه فکر سره یوځای لره.
10) جنګره مه جوړېږه، چې د خاوند له سترګو دې لوېږې.
11) تسلیمتوب لره، چې د هغه د سر تاج اوسې.
12) د خاوند لپاره دې پټنځای اوسه، چې یواځې تاته پنا در وړونکی وي.
13) ښکلا په سادګي او معصومتوب کې ده، چې تاته ارامي دربښلای شي.
14) هوس توب مه کوه، خو ښکلا خوښوونکې اوسه.
15) که په پخلي ښه نپوهېږې، حتماً یې زده کړه.
16) مخته تر چلولو باید جوړول زدکړه.
17) هیڅ وخت بې له سینګاره د خاوند مخې ته مه کېنه.
18) خوله دې مسواک او خوشبویه لره.
19) بدن دې باید هېڅوخت د خولو بوی ونلري.
20) کالي دې باید د پخلي یا ډوډۍ بوۍ ورنکړي.
-------------------------------------------------
21) د پخلي پر وخت له مخ کالي څخه ګټه اخله.
22) مخته تر خاوند دې، سترګې مه پټوه، او تر هغه مخته له خوبه پاڅه.
23) ستا وېښته یوه له دوو ښکلاګانو ستا دي، ترې ساتنه وکړه.
24) ښکلې موسکا دې هیڅ وخت پر تریو تندې مه بدلوه.
25) د رنځ پر وخت د ښکلاګانو په مانا ځان پوه کړه.
26) که خاوند دې ووایي: له ما بغیر چا له تاسره واده نه کاوه.
ووایه: نو؛ ډېره باید له تا منندویه ووسم.
27) که یې درته وویل: درسره مینه نلرم!
ورته ووایه: اما برعکس، زه پر تا افتخار کوم.
28) که یې وویل: ستا حوصله نلرم!
ورته ووایه: زه هم بغیر لتا څوک نلرم.
29) که یې وویل: له کورنۍ مې دې ښه نه راځي!
ووایه: خو؛ زه ستا له کورنۍ سره مینه لرم.
30) که خواشینی شو!
ووایه: ما وبښه...
31) د خاوند لپاره دې ډالۍ اخله، او د ژوند له خاصو ورځو ورته ښه یادونه کووه.
32) غوښتنې دې په ناز او دلبرۍ رابرسېره کړه.
33) زور ګو مه اوسه.
34) د خپل خاوند د کار سختتوب دې درک کړه.
35) له هغه سره میلمه پالنه کې ښه مرسته وکړه.
36) کله چې کور ته را ننوځي، د هغه مخته ور شه. لاس یې ونیسه...
37) هیڅ وخت مه وایه: ته د هیڅ کار نه یې!
38) کالي یې ورته اووتو کړه، هر کله چې یې بدلول، باید په تمه پاتې نشي.
39) هر کله چې دې خواړه په دسترخوان کېښودل، هغه ته ووایه: نپوهېږم چې خوښېږي دې، کنه؟!
40) شېبه پر شېبه له خدایه (ج) مرسته غواړه.

یاالله.ج.داهل اسلام ټولو میرمنو ته په دغو خبرو دعمل کولو توفیق ورکړی.
امــیــن ثـم امــیــن.خوږو دوستانو پوست دنورو ملګرو سره شریک کړی دنورو ملګرو سره دپوسټ شیر کول صدقه یی جاریه ده ؟

یا الله! مونږ ټولو ته د صحیح عمل کولو توفیق راکړې! آمین...


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/mkattnkdjmj
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرت څخه ډکې کیصې او حدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯
https://chat.whatsapp.com/LnoEbbEzUioE89fpIKEfyx
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


مرغـلره

د دروغژن او ظالم سیاستوال پلویانو ته د رسول اللهﷺ خبرداری

 ‏قال النبيُّ صلى الله عليه وسلم: ستكون أمراءُ يَكذبون ويَظلمون، فمَن صدَّقهم بكذبهم وأعانهم على ظلمهم: فليس مني ولستُ منه، ولا يَرِدُ عليَّ الحوض ومَن لم يُصدِّقْهم بكذبهم، ولم يُعِنهم على ظلمهم: فهو مني وأنا منه، وسيَرِدُ عليَّ الحوض. (أخرجه الإمام أحمد بإسنادٍ صحيح)

رسول_اللهﷺفرمایي: داسې اميران او واکمن به وي چې دروغ به وایي او ظلم به کوي. څوک چې د هغو دروغ رښتیا وګڼي او ظلم کې مرسته ورسره وکړي؛ دا کس زما له امته نه دی او زه ورنه بېزاره یم او نه به (آخرت کې) زما حوض ته راځي. او څوک یې چې دروغ ونه مني او نه ظلم کې مرسته ورسره وکړي هغه زما له امته دی او زه ورنه راضي یم او خامخا به (آخرت کې) زما حوض ته راځي.


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/mkattnkdjmj
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د اعتکاف ډولونه: داعتکاف درې ډولونه دي:

لمړی واجب دوهم سنت دريم مستحب.

واجب هغه اعتکاف دی چي هغه نذر کړل شی که هغه نذر مطلق وي او که غیر مطلق وي. د مطلق مثال لکه څوک چي بې له کوم شرطه د اعتکاف نذر وکړي چي فلانی وخت به زه اعتکاف کوم .

اوغير مطلق اعتکاف لکه یو څوک چي دا شرط کړي که چيري زما فلانی کار وشي نو زه به اعتکاف کوم . سنت مئوکد اعتکاف هغه دی چي د روژې د مياشتي په اخيري لسو شپوکي اعتکاف کول د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه په پا بندی سره په صحيح احاديثو کي را نقل شوى وئ . که څه هم د کلي د بعضو خلکو په کولو سره د ټولو غاړي خلاصېږي. مستحب اعتکاف هغه دی چي د روژې د اخيري لسو ورځو څخه ماسېوا په یو بل وخت کي اعتکاف وشي. که څه هم د روژې په اولو لسو ورځو کي وي یا د منځ په لسو و رځو کي وي . یا په یوه بله مياشت کي وي .

د اعتکاف شرطونه: د عاقل مسلمان اعتکاف هغه مهال صحيح کېږي چي د اعتکاف په نيت په مسجد کي پاته شي ځکه، د اعتکاف لپاره نيت شرط دى.

دوهم : شرط د طهارة دی یعني دجنابت،حيض اونفاس څخه پاکي ځکه دوى درې سره د مسجد څخه منع کړل شوي دي (فتاوه هندیه)

د اعتکاف مستحبات
۱ـ په اعتکاف کي ښې او نيکي خبري کول
۲ـ د روژې د مياشتي د اخيري لسو ورځو د پوره اعتکاف کوښښ کو ل .
۳ـ حتی الامکان په مسجدکي اعتکاف کول .
۴ـ د خپل توان سره سم په خپلو وختوکي ترټولو ډېر وخت په عبادت کي تېرول مثلا نفل، دقران کریم تلاوت کول،د ديني کتابونو مطالعه،د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سپېڅلی سيرت کتل.
۵ـ او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم مسنون اذکار یا تسبيحات ویل .
۶ـ درود شريف ډېر ویل او ترټولو بهتر درود ابرهيمي کوم چي په لمانځه کي ویل کیږي .۷ـ صلوةالتسبیح کول چي په هغه سره لس ډوله ګناهونه معافیږي نو ځکه هره ورځ صلوةالتسبیح کول پکار دي .
۸ـ د اشراق او څاښت لمونځو کول همدا رنګه د اوا بین او تهجد لمانځه خاص کوښښ کول پکار دي
۹ـ د سهار د جماعت وروسته بيا تر لمر ختلوپوري او د ماذيګرتر لمانځه وروسته بيا د ماښام تر اذانه پوري د الله جل جلاله ذکرکول او یا تلاوت کول.
۱۰ـ د شب قدر په پنځو ورځوکي د عبادت کولو کوښښ کول .
۱۱ـ اعتکاف کونکي ته پکار ده چي په خپل قول اوعمل سره لمونځ کونکوته هيڅ قسم تکليف ونه رسوي او په دې باره کي ډېر فکرکول پکار دي.

د اعتکاف اداب: څرنګه چي د اعتکاف مقصد دادئ چي انسان د نورو ټولومصروفېتونو څخه ځان یوه طرف ته کړي او دالله جل جلاله طرفته متوجه سي ځکه په اعتکاف کي د بې ضرورته کارونو یا خبروکولو څخه ځان ساتل پکار دي . او کوم وخت چي پيداسي باید دقران کریم په تلاوت ،نفلو او داسي نورو عبادتونو کي تېرسي (احکام اعتکاف )

په اعتکاف کي مباح شيان: د اعتکاف په وخت کي لاندي کارونه بېله کرا هته جائز دي
۱ـ معتکف په مسجد کي خوراک، څښاک، ناسته ،ولاړه او ارام کولای سي
۲ـ معتکف رانيول او خر څول د خپل ژوند د ضرورت د شیانو کولای شي
۳ـ معتکف د ځان سره د خوراک سامان ايښودلای سي
۴ـ معتکف د رانيولو شی په مسجدکي کتلای سي
۵ـ معتکف کولای شي چي کالي بدلول ،عطر وهل اودا سي نور د نظافت کارونه تر سره کړي
۶ـ معتکف خپله يا دبل نکاح تړلای شي.
۷ـ معتکف که ډاکټر وي په اعتکاف کي مریضان کتلای شي .
۸ـ معتکف ته د نوکانو پرېکول ،برېتونه کوچني کول جائز دي.

فائده: کوم کارونه چي د اعتکاف لپاره مفسد او مکروه نه وي او هغه په خپل ځان کي حلال وي هغه ټول د اعتکاف په حال کي جائز دي .

د اعتکاف مکروهات: د اعتکاف په حال کي دا لاندي کارونه مکروه دي:

۱ـ پټه خوله د عبادت په نيت کښېناستل ځکه په شریعت مقدسه کي چپ والي عبادت نه بلل کیږي .۲ـ معتکف ته د اړتیا پرته بېله ضرورته او بي ځایه خبري کول.۳ـ د معتکف لپاره و مسجد ته د تجارت سامان د خرڅولو لپاره راوړل.

د اعتکاف مفسدات: د اعتکاف په حال کي دغه لاندي کارونه کول واجب او نفلي اعتکاف فاسد وي:

۱ـ که معتکف د اړتیا پرته د مسجد څخه د شپې یا د ورځي قصدا یا په هېره لږ ګړى ووځي اعتکاف يې فاسدیږي.البته دا د ابو حنيفه رحمة الله علیه په آند. خو د ابو يو سف او محمد رحمةالله عليهما په آند که تر نيمي ورځي زيات ووځي اعتکاف يې فاسد کېږي او که لږګړى ووځي اعتکاف يې نه فاسد کېږي.
۲ـ که معتکف دچا د فاتحي یا مريض پوښتني ته ولاړسي اعتکاف يې ماتېږي .
۳ـ که معتکف یوچا د مسجد څخه په زور و ايستی اعتکاف يې فاسدېږي
۴ـ که معتکف د ډوډۍ لپاره د مسجد څخه ووتئ اعتکاف يې فاسدېږي
۵ـ که معتکف قصدا روژه ماته کړي اعتکاف يې فاسدېږي.
۶ـ که معتکف بې سده یا لېونی سي اعتکاف يې فاسدېږي.


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/mkattnkdjmj
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


نبي کریم ﷺ فرمایلي دي.

چې په خپله الله تعالی او د هغه فرښتې په پیشلمي کوونکو باندې رحمت نازلوي.

(رواهُ الطبراني)



ــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇ــــــــــــــــــــــــــــ



په پېشمني کې ورستوالی سنت ده!

رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم به فرمایل:
همیشه به زما امت په خیر کې وي، تر څو چې هغوي په پېشمني کې وروستوالی کوي او په روژه ماتي کې مخکې والی کوي.
رواه احمد


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/mkattnkdjmj
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


لــــواطـــــت

لوی ګناهونه ډېر دي او په شمېر کې يې د علماؤ کرامو اختلاف دی، اما کبيره ګناه هغې ګناه ته ويل کيږي چې د هغې مرتکب ته په دنيا کې کومه شرعي سزا ټاکل شوې وي او يا په اخرت کې کوم وعيد ورته بيان شوی وي.

نو له کبيره ګناهونو څخه يوه ګناه لواطت دی، چې يونارينه له بل سره جنسي اړيکې نيسي او خپله غريزه اشباع کوي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي:
«من وجدتموه يعمل عمل قوم لوط، فاقتلوا الفاعل والمفعول به». (رواه ترمذي، ابو داؤد، ابن ماجه وغيرهم).

ژباړه: کله مو چې يو کس وليده، هغه د لوط عليه السلام د قوم غوندې عمل کوي، نو فاعل او مفعول دواړه ووژنئ.

همداشان رسول کريم صلی الله عليه وسلم وايي:
«لعن الله من عمل عمل قوم لوط، لعن الله من عمل عمل قوم لوط، لعن الله من عمل عمل قوم لوط». (رواه احمد).

ژباړه: الله جل جلاله په هغه چا لعنت ویلی چې د لوط عليه السلام د قوم په شان عمل کوي، دا خبره درې ځله رسول الله صلی الله عليه وسلم تکرار کړه.

د لواطت او بچه بازي د قباحت او بدوالي په اړه، علماء کرام وايي: لواطت له زنا نه لوی جرم دی.
لواطت دومره ستر او مبغوض جرم دی چې الله جل جلاله د زنا، غلا، قذف او شرابو څښلو لپاره ټاکلی حد (سزا) تعين کړې، خو د دې لپاره يې متعين حد نه دی ټاکلی او د دې ګناه مرتکب ته په مختلفو ډولونو سزا ورکول کيږي:
ــ په اور باندې سوځول.
ــ له لوړ (اوچت) ځايه ښکته غورځول او ورسره په کاڼو ويشتل.
ــ په کاڼو ويشتل، څو مړ شي.
ــ د حاکم له خوا تعزير ورکول.

ولې په اوسني عصري او ماډرن وخت کې دا پليت عمل يو عادي کار ګرځېدلی؟

يو ځای په يوه بازار کې د دوو کسانو سره لانجه شوه، د طعنو او پېغورونو باران شروع شو، يوه بل ته کړه: اې غله! هغه (غله) ورته وويل: اې لوطي (اې مفعوله)! نولوطي په ډېر وياړ او فخر سره ورته وويل: غلا له غريبۍ کيږي او لواطت له شوقه کيږي، چې د دې لوطي (مفعول به) په خبره حاضرو کسانو هم وخندل او خپله مفعول هم په کړس کړس وخندل.

په همجنسبازي او بچه بازي باندې الله جل جلاله د لوط عليه السلام قوم تباه کړی دی او دا داسې مبغوض عمل و، چې له هغو وړاندې هيڅ قوم هم نه و کړی، الله جل جلاله وايي:

[وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِھ۪ٓ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَکُمْ بِھَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَﮟ اِنَّکُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَھْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَا۬ئِﺚ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَﮠ وَمَا کَانَ جَوَابَ قَوْمِھ۪ٓ اِلَّآ اَنْ قَالُوْٓا اَخْرِجُوْھُمْ مِّنْ قَرْیَتِکُمْﺆ اِنَّھُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَھَّرُوْنَﮡ فَاَنْجَیْنٰھُ وَاَھْلَھ۫ٓ اِلَّا امْرَاَتَھ۫ﺘ کَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَﮢ وَاَمْطَرْنَا عَلَیْھِمْ مَّطَرًاﺚ فَانْظُرْ کَیْفَ کَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَﮣﺟ]

ژباړه: او مونږ لوط عليه السلام لېږلی و، کله چې هغه خپل قوم ته وويل: «آيا تاسو هغه بې حيايي کوی چې له تاسو مخکې د دنيا يو تن هم نه ده کړې؟ تاسو د جنسي غوښتنې پوره کولو لپاره د ښځو پر ځای سړيو ته ورځی. (دا څه ناڅاپي پېښه نه ده) بلکې تاسو د (شرافت) له ټولو حدودو اوښتي ياست». د قوم ځواب يې له دې پرته بل څه و، چې: «دوی له کلي وباسئ! همدا خلک دي چې ځان ډېر پاک ساتي». نو داسې وشو چې: مونږ هغه (لوط) او د هغه کورنۍ وژغورله، پرته له مېرمنې يې چې له شاته پاتې کېدونکو څخه وه (چې هلاک شول).

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/+H36H2C3rC0kxMWU1
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚



که چیري خسر خپله نږور (مږور) په شهوت سره لمس کړه
سوال: که چیري خسر د خپل زوی مېرمن (نږور/ مږور) په شهوت سره لمس کړه، یا یې زنا ورسره وکړه ، ایا په دې صورت کي هم حرمة مصاهرة راځي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
که چیري خسر خپله نږور/ مږور په شهوت سره لمس کړه او انزال نسو او یا یې زنا ورسره وکړه په دغه صورت کي دغه ښځه ددغه خسر پر زوی باندي دغه ښځه حرامه ده.
فی العالمګیریه (ص۵ ج ۲) و کذا تحرم المزنی بها علی آباء الزانی واجداده وان علوا و اتباعه و ان سفلوا- کذا فی فتح القدیر
و فیه بعد اسطر: و کما تثبت هذاه الحرمة بالوطی تثبت بالمس والتقبیل و النظر الی الفرج بشهوة کذا فی الذخیره سواء کان بنکاح او ملک او فجور عندنا کذا فی الملتقط.
وفی الدرالمختار: و بحرمة المصاهرة لا یرتفع النکاح حتی لایحل لها التزوج باخر الا بعد المتارکة و انقضاء العدة.
(امداد الاحکام ج ۲ حصه دوم، پاڼه: ۷۷۳، ۷۷۴)



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/+H36H2C3rC0kxMWU1
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


کیســـــــــه

یوه مېرمن کیسه کا چې کله مې کور پاک کړ ورور مې موبایل راته وکړ چې زه او مېرمن مې د کم وخت لپاره ستا لیدو ته درځو. دا زیاتوي زه پخلنځي ته ننوتلم، چې د هغو د مېلمستیا لپاره سمدستې څه شی تیار کړم، لنډه دا چې کور کې نور هیڅ هم نه وو څو دانې مالټې پرتې وې، له هغو نه مې ژر ژر دوه ګیلاسه یخ جوس تیار کړ.

کله چې هغوی راغلل او راننوتل، هغو سره مې د ورور خواښې هم وه! چې د لومړي ځل لپاره زموږ کره راتله، نو ما دوه ګیلاسه جوس مور او لور ته کېښودل او له اوبو ډک ګیلاس مې د ورور مخته کېښود، هغه ته مې وویل، زه پوهیږم چې تا ته سیون اپ خوند درکوي ... هغه چې یو غوړپ وکړ پوه شو چې اوبه دي، په دې وخت کې یې خواښې ورته وویل: زویه سیون اپ زما د معدې لپاره ښه ده، دا ماته راکړه ته دا جوس درواخله! دلته زه وارخطا شوم، مال قسم ده چالاکي مې رسوا شوه، خو الله دې ګران ورورجان ژوندی لري.

ورور مې خپلې خواښې ته وویل: دا ګیلاس ما لیږ څښلی دی، تا ته به زه له فریج نه د سیون اپ نوی بوتل راواخلم، هغه ګیلاس ورسره واخیست او په منډه ووت، لیږ وروسته موږ د ګیلاس لویدلو او ماتیدلو غږ واورید! ورور مې بېرته راغی، خواښې ته یې وویل د سیون اپ بوتل رانه ولوید او مات شو، سمدستې به له دوکانه بل درته راوړم؟ خواښې یې په سختي سره انکار وکړ ول زما په نصیب کې نه و.

کله چې هغوی رخصتیدل ورور مې له هغوی نه شاته سو، د خدای پاني لپاره یې غاړه راکړه، په همدې وخت کې یې په لاس کې څه پیسې هم راکړې، په موسکا یې راته کړه، پخلنځي کې د تویه شوي سیون اپ ځای خامخا ومینځه. په دې توګه مې ورورجان زما د کمزوري حالت پرده او مرسته دواړه وکړې. د وروګلوي او وینې اړیکه باید داسې وي. (سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ)



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/+H36H2C3rC0kxMWU1
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


ايا د ماسپښين سنت ضروري دي ؟

یو محترمه ورور سوال کړی دی.

زه په يو سکول کې استاذه يم ، له دې وجې نه د اسکول نه په واپسي باندې د ستړي والي او د ليټ کېدوله وجې نه يوازې د ماسپښین فرض کوم ، تاسو دا وفرمايئ چې دې سره زما د ماسپښين لمونځ کيږي . يايوازې فرض کولو سره لمونځ نه ادا کيږي ؟

جواب : خادم حبیبی ابرار (غفرله الباری)
: د ماسپښین په لمانځه کې د فرضو نه مخکې څلور رکعته سنت موکد دي او د فرضو نه وروسته دوه رکعته سنت موکد دي ، دا پريښودل پکار نه دي ، تاسو لږ ارام نه وروسته لمونځ کوئ ، خوسنت موکد حتی الوسع پريښودل پکار نه دي .

فتاوی یوسفیه
مشهوره په
ستاسو مسایل او د هغې حل
(دریم جلــد (۴۲۶ )(صفــ)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
https://t.me/+H36H2C3rC0kxMWU1
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د ښځو لپاره د کور څخه بهر دنده او کار کول څنګه دي ؟

اصل دا دی چې د نفقي او کورني احتياجاتو پوره کول د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې، د ښځې نفقه د پلار په کور کې د هغې د پلار، يا نيکه، ورور او يا کاکا پر غاړه ده او د خاوند په کور کې د هغې نفقه د هغې په خاوند، خسر، زوی باندې واجب ده .

لقوله سبحانه وتعالی :
[الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ] (النساء/34 ).
ژباړه: سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله پاک ځېنې د دوی ته پر ځينو نورو افضليت او غوراوی ورکړی دی او له دې امله چې نارينه ( د ښځو لپاره ) خپله شتمني لګوي .

او فرمايي:
[وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ] (البقرة/233) .
ژباړه: په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

او حضرت جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حجة الوداع په خطبه کې وفرمايلي :
«…ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ». (رواه مسلم ( 1218 ) .
يعنې : او د هغوی (ښځو) پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به په ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ .

بل اصل دا دی چې ښځه به په کور کې اوسيږي د کور چارې به تر سره کوي او نارينه به د باندې چارې تر سره کوي، ښځه به د ضرورت پرته له کور څخه نه وځي ، لقوله سبحانه وتعالی :
[وقرن في بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى] (الأحزاب :۳۳ ) .
مګر کچېرې ښځه بې سرپرسته شي نو نفقه يې پر اقاربو واجب ده او کچیرې يې اقارب نه وي نو بيا به د اسلامي حکومت له بیت المال څخه هغې ته نفقه ورکول کيږي نو که دا هم نه وي نو د شرعې ضوابطو په رڼا کار کولی شي او يا داسې چارې وي چې نارينه يې نشي تر سره کولی او د ښځو په موجوديت کې يې هغوی ته کول رواه نه وي لکه : د ښځو درملنه په خاصه توګه نسايي او ولادي څانګه، د ښځو تدريس، د ښځو د جامو ګنډل او داسې نور .

⚫ ښځې ته کار کول د لاندې شرعي ضوابطو په صورت کې جايز دی :

۱- دا چې د نارينه سره به کډون او اختلاط نه وي، يعنې کار به په کامل ښځينه چاپيريال کې وي هغه که علمي څانګه وي، روغتون، دفتر او يا بل کار ځای وي ، لقول رسول صلی الله عليه وسلم : :
«إياكم والدخول على النساء ».. (متفق عليه).
ژباړه: د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ.

۲- دا چې د هغې د ولي او سرپرست په اجازې به وي ځکه نارينه پر ښځو باندې مشران ټاکل شوي دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء] .

۳- دا چې دا کار به د والدينو او يا خاوند د حقوقو او همدارنګه د اولاد د روزنې او پالنې په لاره کې خنډ نه وي بلکي د هغوی د حقوقو پر ځای کول به مقدم وي .

۴- دا چې دغه کار به د هغې د طبعې جوښت سره مناسب وي لکه : د الله تعالی طرف ته دعوت ، درملنه ، تعليم او تدريس ، ليکنه ، خياطي او نور ، داسې سخت او وزمين کار به نه وي چې د هغې د توان څخه لوړ وي .

۵- دا چې شرعي حجاب به مراعاتوي .

۶- دا چې په هغه کې به سفر نه وي او که سفر وي د محرم څخه پرته به نه وي .

۷- او دا کار به اصلاً حرام نه وي لکه : د آرايشګاه حرام سينګار ، فلم ، سريال او د موسيقي څانګه کې کار کول .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده
https://t.me/+H36H2C3rC0kxMWU1
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


مثلًا یو شاګرد چې د استاذ په مخ کې غفلت او بې باکي نه کوي ځکه له استاذ نه حیاء ورځي خو چې استاذ نه وي بیا ناوړه کارونه کوي دا په دې معنی چې د الله په حضور داسې باوري نه دی لکه د استاذ په حضور چې باوري و، کنه نو الله خو له استاذ نه ډیر په وېره او حیاء مستحق دی چې ورنه وشي.

موټروان د ترافیکي اشارو ډیر خیال ساتي ځکه هغه وېره لري چې دلته پټې کیمرې شته دي او بیا راپسي مالي جریمه راځي؛ خو پردیو ښځو ته په ډاډه زړه ګوري، حال دا چې الله تعالی ورنه منع کړي دي؛ نو مطلب دا چې د ښاروالۍ او ترافیکو په مخفي کیمرو د الله ترعلم او د اوږو ترملائکانو زیات باور لري، یا دا چې د الله ترحساب د ترافیکو حساب ورته باوري ښکاري… نعوذ بالله

یو زوی چې د پلار په مخ کې ناوړه فیلمونه نشي کتلای خو چې پلار یې نه وي او تنها شي نو هرډول ناوړه فلمونه ګوري حال دا چې الله ورباندي حاضر دی…

څوک چې حیاء لري او د حیاء په اساس ناوړه کارونه پرېږدي نو مطلب دا چې په الله جل جلاله او د هغه په علم او قدرت پوره باوري دی، د اوږو په ملائکانو پوره یقیني دی… همدا ایمان دی.

دا چې ولې ګنهکار ته کافر نشي ویل کيدای حال دا چې پورتنی دقت مو ورته هڅوي؛ د مسلم یو ورایت هم دغسي فرمایې :
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « لاَ يَزْنِى الزَّانِى حِينَ يَزْنِى وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلاَ يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلاَ يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ».
زاني په داسې حال کې زنا نه کوي چې مومن وي، غل په داسې حال کې غلا نه کوي چې مومن وي، شرابي په داسې حال کې شراب نه څښي چې مومن وي.
ملا علي قاري – رحمه الله – د پورتني روایت یو تفسیر داسې کوي چې یاد اشخاص حیاناک مومنان نه دي.
او حیاء د کامل ایمان یوه نښه ده، اصلي ایمان هغه دی چې مخکې یې یادونه وشوه؛ ځینې خلک د څه غفلت په اساس ګناه کوي، ځینې بيا د مجبوریت یا زیات شهوت او داسې نورو لاملونو په اساس ګناه کوي، دانه چې بالکل په الله باور نه لري؛ نو ځکه ورته د الله له لوري سزا شته خو ابدي نه ده، یعني کافر نه ګڼل کیږي.

ځینې علماء د کبیره ګناه یو تفسیر داسې کوي چې څوک په بې پروایی ګناه کوي هغه کبیره ده اګر که ډیره وړه وي او څوک چې د شهوت له زوره ګناه کوي خو د ګناه په حالت کې له الله نه وېره هم احساسوي همدا صغیره ګرزي…

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : «الْحَيَاءُ وَالْإِيمَانُ قُرِنَا جَمِيعًا، فَإِذَا رُفِعَ أَحَدُهُمَا رُفِعَ الْآخَرُ». رواه الحاكم
حياء او ایمان څنګ په څنګ پیدا شوي دي، کله چې یو هسک شي هغه بل هم لوړېږي…

د صوفیه کرامو کار یواځي له الله جل جلاله سره وي، ځکه خو مشهور صوفي (جنید بغدادي – رحمه الله ) حیاء داسي راپېژني : «الْحَيَاءُ رُؤْيَةُ الآْلاَءِ ، وَرُؤْيَةُ التَّقْصِيرِ فَيَتَوَلَّدُ بَيْنَهُمَا حَالَةٌ تُسَمَّى الْحَيَاءَ».
د الله تعالی نعمتونو ته کتنه او د خپل ځان ناشکري ته کتل چې بیا ورنه انسان ته یو حالت پیدا شي همدا حیاء ده.

الله تعالی د زموږ حیاوي او ایمانونه لوړ کړي.

و صلی الله تعالی وسلم علی خیر حلقه محمد و علی آله وصحبه اجمعین.
 لیکوال : عبدالرقيب رقيب


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده
https://t.me/+H36H2C3rC0kxMWU1
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚



حياء څه ده او څنګه د ايمان برخه ده؟

الحمد لأهله والصلاة علی أهلها وبعد :

په نفس کې هغه صفت چې انسان ښو کارونو ته هڅوي او له ناوړه کارونو يې منع کوي حياء ده.

د عيبجنې کړنې سره د انسان انکسار او تغير د حياء تاثير دی.

يعني که څوک داسې کار کوي چې د خلکو ترمنځ عيب ګڼل کېږي نو په حالت کې يې تغير راځي، مخ يې سور شي, يا خوله ورباندي راشي يا يې غږ بدل شي او داسې نور… د لغت له لحاظه دې نفر ته حياناک ويل کيږي.

نو کوم انسان چې حياناک وي منځنی تګ به کوي، نه به ډير اشوړته او عجله وي, او نه به ډير څپن او سست وي؛ کله چې خبرې کوي نو خپل غږ،حرکات او د خبرو طرز به سمبالوي.

خو بې حياء انسان برعکس د هيڅ پروا نه لري، څه چې يې خوښه وي هغه کوي، هرڅه ورته بي تفاوته وي، لکه په يو حديث کې راځي :
«ﺇﺫا ﻟﻢ ﺗﺴﺘﺢ ﻓﺎﺻﻨﻊ ﻣﺎ ﺷﺌﺖ»
که حياء نه لرې نو څه چې دي خوښه وي کوه یې!!

حیاء په شریعت کې د انسان هغې قوې ته ویل کېږي چې انسان له ناړوه ویناو او ناوړه کړنو منع کوي، او د حقدار په حق کې له کوتاهي نه یې را ګرزوي.

لغوي حیاء د انسان طبعي خصلت دی، اما شرعي حیاء زیار، پوهې او نیت ته اړتیا لري.

حیاء انسان اداره کوي ترڅو هرډول نفسي غوښتې ترسره نه کړي, په همدې اداره یې له څاروي سره توپیر راځي؛ څوک چې حیاء نه لري نو له څاروي سره په توپیر کې یې کمې وي.

حياء د خیر په کارونو انسان باعث کوي او له ګناهونو یې منع کوي، د انسان او بدو کړنو ترمنځ پرده ګرزي، انسان له هغو چارو منع کوي چې ورباندي عیبجن ښکاري؛ نو کله چې د حياء تاثیرات همدغه دي طبعي ده چې حیاء یو ګټور او سپیڅلی خصلت دی.

رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فرمایلي دي « الْحَيَاءُ خَيْرٌ كُلُّهُ ». رواه مسلم.
حیاء خالص ګټه ده.

څوک چې د فحش کار اراده وکړي حیاء یې منع کوي; که کوم سپک انسان ورسره سپک چلند وکړي حیاء یې له ورته چلند نه منع کوي; که کوم غریب ورنه څه وغواړي حیاء یې له بې برخې پریښودلو منع کوي، که په مجلس کې ناوړه بحث پیل شي حیاء یې ورسره ګډون کولو ته نه پریږدي، حیاء انسان نه پریږدي چې په بې ګټې کارونو مصروف شي…

په کوم انسان کې چې د حیاء دا ډول تاثیرات موجود وي هغه انسان د «خلق عظیم» څښتن دی.

روايت دی چې یو سړي خپل ورور ته، چې ډیر حیاناک و، سپارښتنه کوله ترڅو له زیاتې حیاء نه ډډه وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «دَعْهُ فَإِنَّ الْحَيَاءَ مِنَ الإيمَانِ» البخاري.
یعني پریږده چې حیاناک وه اوسي ځکه حیاء له ایمان ځینې ده.

امام بخاري روایت کوي چې «الْحَيَاءُ لاَ يَأْتِي إِلاَّ بِخَيْرٍ» یعني حیاء انسان ته (زیان نه رسوي) یواځې خیر ښېګړې ترلاسه کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
«وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإْيمَانِ» رواه مسلم.
معنی دا چې حیاء د ایمان برخه ده.

دا چې حیاء څنګه د ایمان برخه ده داسې یې تشریح کوو:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان په اړه فرمایلي دي :
«أن تؤمن بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر وتؤمن بالقدر خيره وشره» البخاري.
ایمان دا دی چې د الله جل جلاله په ذات او صفاتو به باور لرې، دا چې هغه په هرڅه عالم دی او په هرڅه قادر دی…

د هغه په ملائکانو به باور لرې چې له نور نه پیدا شوې داسې سپیڅلی مخلوق دی چې هیڅکله د الله له امر نه سرغړونه نه کوي…

د الله په کتابونو او رسولانو به باور لرې چې د بندګانو د رهنمایی لپاره یې مکمل شریعت پکې را استولی دی…

د آخرت په ورځ به ایمان لرې چې ټول خلک به ورپکې راټولیږي، د ښو او بدو کړنو حساب به ورکوي او بیا به یې بدله ترلاسه کوي…

ویلای شو چې حیاء په یادو باورونو یوه نښه ده؛ څوک چې د الله په کتاب او پیغمبر ایمان لري هغه د لازمي کړنو په پریښودو او د نارواو په ترسره کولو ځوریږي، شرمیږي؛ ځکه چې د دې کړنو په اړه سپارښتنې د الله له لوري ګڼي او الله په خپل ځان حاضر ګڼي؛ همدا ایمان دی.

څوک چې حیاء لري هغه د الله نافرماني نه کوي ځکه چې الله حاضر ګڼي او د الله په حضور کې نافرماني نشي کولای همدا ایمان دی.

څوک چې په دې خبره ایمان لري چې په اوږو یې ملائکان مقرر دي، ښه او بد اعمال یې لیکي. نو هیڅکله ناوړه کارونه نه کوي، ځکه چې له هغو ملائکانو حیاء ورځي او د آخرت د حساب نه وېره لري..

او څوک چې په ټولو روا او ناروا کارونو خبر وي، د اوږو په ملائکانو باور لري، د آخرت په ورځ، حساب او کتاب باور لري خو بیا هم ګناهونه کوي نو مطلب دا چې ایمان یې ضعیف دی، د الله تعالی په علم یې پوره باور نشته، د اوږو په ملائکانو یقیني نه دی، د آخرت په حساب پوره باوري نه دی.

اولــــه برخــــــه☝️
دوهـــــم بـــرخــــه👇


عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


ابن القيم - رحمه الله - فرمايي : سترګه د زړه هنداره ده ، کله چې يو بنده خپلې سترګې ښکته کړي نو زړه هم د خواهش او شهوت درجه راښکته کړي ، خو کله چې انسان بد نظري وکړي نو په زړه کې هم شهوت او خواهش رابرسېره شي.



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/+H36H2C3rC0kxMWU1 ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉

16 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

143

obunachilar
Kanal statistikasi