خوښ یمه خفګان رانه هیر شوی دی
ښه ده چې خپل ځان رانه هیر شوی دی
اوس مې هم لمدې جامې په غاړه د ی
ګرځمه باران رانه هیر شوی دی
نن له حده ډیر لیونی شوی یم
روغ می دی ګریوان رانه هیر شوی دی
زغره مې په خوب کې هم اغوستې وې
امن او امان رانه هیر شوی دی
زوي ته یې له ډیره درده وویل
غوږ کې دی اذان رانه هیر شوی
لاس یې راکړ بیا یې راته وویل
نوم دی په ایمان رانه هیر شوی دی
دا #مصلح: خو اوس غمــونه نه وینم
شکــر دی جانان رانه هیر شوی دی
ښه ده چې خپل ځان رانه هیر شوی دی
اوس مې هم لمدې جامې په غاړه د ی
ګرځمه باران رانه هیر شوی دی
نن له حده ډیر لیونی شوی یم
روغ می دی ګریوان رانه هیر شوی دی
زغره مې په خوب کې هم اغوستې وې
امن او امان رانه هیر شوی دی
زوي ته یې له ډیره درده وویل
غوږ کې دی اذان رانه هیر شوی
لاس یې راکړ بیا یې راته وویل
نوم دی په ایمان رانه هیر شوی دی
دا #مصلح: خو اوس غمــونه نه وینم
شکــر دی جانان رانه هیر شوی دی