جانان ته تر منزله رسېدل خو تکل غواړي
په پښو کي د سکروټو زولنې چلول غواړي
پانوسه چي لښکر د پتنګانو دي هېر نه سي
لمبه دي په وزر کي تر سینې رسول غواړي
رقیبه د جانان د کور اورونه درته ګوري
مغروره ککرۍ دي پر لمبو رغړېدل غواړي
چي یو افغان راپاته، یو کونړ، یوه جاله وي
ناولي به په کومه خوله ستا ټیک، او اوربل غواړي
پر هره لویشت اکبر او اڅګري سنګر نیولی
زامن د فرنګیانو څنګه ښکلی کابل غواړي
د تورو په میدان کي به سودا وي د سرونو
خټک به له اورنګه د سرو وینو بدل غواړي
مختوري به یادېږي په سندرو کي د نجونو
پر قبر د نامردو چي جنډۍ رپول غواړي
پېړۍ به یې سولېږي د نسلونو پر قبرونو
په کور د احمدشاه کي چي د غرونو وېشل غواړي
هر توری رنګومه د رنځور زړګي په وینو
آمو ته قصیده لیکم، ارغند مي غزل غواړي
پر څوکو د چړو وم زه مصلح ورته راغلی
.خبر سوم، بیرته ستون سوم، پر سجده پرېوتل غواړي
#مصـلح.وفــا
په پښو کي د سکروټو زولنې چلول غواړي
پانوسه چي لښکر د پتنګانو دي هېر نه سي
لمبه دي په وزر کي تر سینې رسول غواړي
رقیبه د جانان د کور اورونه درته ګوري
مغروره ککرۍ دي پر لمبو رغړېدل غواړي
چي یو افغان راپاته، یو کونړ، یوه جاله وي
ناولي به په کومه خوله ستا ټیک، او اوربل غواړي
پر هره لویشت اکبر او اڅګري سنګر نیولی
زامن د فرنګیانو څنګه ښکلی کابل غواړي
د تورو په میدان کي به سودا وي د سرونو
خټک به له اورنګه د سرو وینو بدل غواړي
مختوري به یادېږي په سندرو کي د نجونو
پر قبر د نامردو چي جنډۍ رپول غواړي
پېړۍ به یې سولېږي د نسلونو پر قبرونو
په کور د احمدشاه کي چي د غرونو وېشل غواړي
هر توری رنګومه د رنځور زړګي په وینو
آمو ته قصیده لیکم، ارغند مي غزل غواړي
پر څوکو د چړو وم زه مصلح ورته راغلی
.خبر سوم، بیرته ستون سوم، پر سجده پرېوتل غواړي
#مصـلح.وفــا