د علم او بصیرت سرچینه


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


په دې چینل کې به تاسي ومومئ:
- د اسلام په اړه زړه راښکونکي کیسې او تعلیمي مقالې.
- د حکمت او ځان جوړونې په اړه لارښوونې او مشورې.
- تازه سیاسي تحلیلونه او نظرونه.
په دې چینل کې موخه داده چې تاسو ته دیني، سیاسي او د ځان جوړوني پوهه درکړو.
@MSayedMohammadi

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


د حقیقي مسلمان تعریف

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: "المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده."(صحيح البخاري)
ژباړه:
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "مسلمان هغه څوک دی چې د هغه له ژبې او لاس څخه بل مسلمانان خوندي وي."
پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې د یو مسلمان اخلاقي صفات بیان کړي دي. په دې حدیث کې دوه مهم ټکي راځي:

1.ژبه (لسان): په دې حدیث کې د ژبې اهمیت ته اشاره شوې ده. ژبه یو داسې وسیله ده چې انسان یی په واسطه خبرې کوي، مشوري ورکوي او اړیکې پري جوړوي. خو که د ژبې څخه ناسمه استفاده وشي، نو ډېر زیانونه رامنځته کولای شي. یو مسلمان باید د خپلې ژبې نه په احتیاط استفاده وکړي او داسې الفاظ وکاروي چې د نورو انسانانو د عزت او کرامت نه تیری ونکړي وي.

2.لاس (ید): لاسونه د انسان د عمل وسیله ده. د دې حدیث په رڼا کې یو مسلمان باید د خپلو لاسونو څخه داسې استفاده وکړي چې د نورو انسانانو ژوند، مال او عزت خوندي وي. د نورو خلکو سره زور زیاتی او بد چلند کول منع شويدي.

په مجموع کې دا حدیث موږ ته دا درس راکوي چې یو حقیقي مسلمان هغه دی چې د هغه عملونه او خبرې د نورو خلکو لپاره خیر او برکت وي. یو مسلمان باید په خپلو خبرو او عملونو کې د اسلام د اصولو رعایت وکړي او د نورو خلکو د زیان څخه ځان وساتي. په دې ډول، یو مسلمان د خپل ټولنیز ژوند په ټولو اړخونو کې د اخلاقو او ادب نمونه وي.
✍🏼 محمد سید محمدی

په دې چینل کې به تاسي ومومئ:
- د اسلام په اړه زړه راښکونکي کیسې او تعلیمي مقالې.
- د حکمت او ځان جوړونې په اړه لارښوونې او مشورې.
- تازه سیاسي تحلیلونه او نظرونه.
په دې چینل کې موخه داده چې تاسو ته دیني، سیاسي او د ځان جوړوني پوهه درکړو.
@MSayedMohammadi

1 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

166

obunachilar
Kanal statistikasi