غلیمه
لا په خپل عـهد ټینګ ولاړ دی دا ملت غلیمه
لا یې ایمان دی پاکو زړو کي سلامت غلیمه
تل یې وهلي په خپل لاس دي ککرۍ د ډیرو
دا ستاسو شتون زغملی نشي یو ساعت غلیمه
چاچي و دې غــــیور ملت ته خپل ټټر وهلی
ور معلوم شوی دی د دې زلمو قوت غلیمه
پام کوه پام چي کم ونه ګڼې کاروان د اسلام
الله ورکړی صفا نیت اوهم غیرت غلیمه
دا ستاپه څېرمغرور سرونه دلته مات شولو ډیر
په خپلو کړنو شول پښیمان شو یې عبرت غلیمه
ښایسته وطن افغانستان کي دا یاغي ځواکونه
په اورکباب شول نور یي ختم شو طاقت غلیمه
دا یوه خبره د مسرور نن ښه په غور واوره
له دي غازیانو به خلاص نشې ترقیامت غلیمه
مسرور غزنوي
لا په خپل عـهد ټینګ ولاړ دی دا ملت غلیمه
لا یې ایمان دی پاکو زړو کي سلامت غلیمه
تل یې وهلي په خپل لاس دي ککرۍ د ډیرو
دا ستاسو شتون زغملی نشي یو ساعت غلیمه
چاچي و دې غــــیور ملت ته خپل ټټر وهلی
ور معلوم شوی دی د دې زلمو قوت غلیمه
پام کوه پام چي کم ونه ګڼې کاروان د اسلام
الله ورکړی صفا نیت اوهم غیرت غلیمه
دا ستاپه څېرمغرور سرونه دلته مات شولو ډیر
په خپلو کړنو شول پښیمان شو یې عبرت غلیمه
ښایسته وطن افغانستان کي دا یاغي ځواکونه
په اورکباب شول نور یي ختم شو طاقت غلیمه
دا یوه خبره د مسرور نن ښه په غور واوره
له دي غازیانو به خلاص نشې ترقیامت غلیمه
مسرور غزنوي