دسرسايې اړوند څو خبري!
لطفا دثواب په نیت يې تر ډېر وروڼو پوري ورسوئ.
۱: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک،چي درمضان روژه ونیسي نو تر هغه مهال پوري داسمان او مځي ترمنځ ځړانده وي څو،چي سرسایه ورکوي.
الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۵۲ .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: سرسایه روژه نیونکی د تېروتنو څخه پاکوي او دمسکینانو لپاره خوراکه ده،څوک...الحديث
الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۵۰ .
۲: سرسايه پر هغه واجب ده،چي اوه نيمي تولې سره زر يا دوپنځوس نيمي تولې سپين زر یا یې قیمت ولري او يا تر حوائجو اصليوو زیات په دغه اندازه سامان ولري كه څه هم دغه سامان تجارتي نه وي او که څوک خپلي پیسې نه لري او نه سامان لري دقرض پیسې،چي دده په لاس کي وي هغه اعتبار نه لري.
هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۰ .
۳: دماشومانو پر شتمن پلار باندي د ځان او نابالغوو اولادونو سرسایه سته ، که شتمن نه وو نو نه دځان سرسایه باندي لازمه او نه داولاد سرسایه باندي لازمه ، نه هم دښځي سرسایه پر خاوند باندي سته نه هم پر پلار باندي دبالغانو اولادونو سرسایه سته. او نه پر اولادونو باندي دمور او پلار سرسایه واجب ده که څه زامن یې مالدار ، مور او پلار ته نفقه ورکوي.
مختصر القدوري ج : ۱ ص : ۱۲۳ .
۴: که یوه کس دبې دینۍ ، یا دسختي ناروغۍ او یا هم دسفر په وجه باندي روژې نه وي نيولې سرسایه باندي واجب ده که څه روژې يې نه وي نيولي.
فتاوى رحيميه ج : ۷ ـ ۸ ص : ۱۹۶ .
۵: که یو کس دخپل ټول کور سرسایه ورکړي دبالغانو اولادونو او ښځو څخه یې اجازه نه وي اخستې داچي سرسایه لږ شی ده عادتا او دلالة داسي معلومیږی،چي اجازه یې وي نو ځکه دغه سرسایه صحیح ده.
۶: دسرسایې وخت داختر دورځي دسپیدو څخه وروسته پیلیږي مستحبه داده،چي داختر په ورځ تر سپیدو وروسته او داختر تر لمانځه مخکي سرسایه ادا کړي خو که تر سپیدو مخکي یا تر داختر تر لمانځه وروسته سرسایه ادا کړي سرسایه یې صحیح ده.
درمختار ج : ۲ ص : ۳۹۷
۷: سرسایه به هغه چاته ورکوي چي دنصاب په اندازه شی نه لري او یا څه مال لري خو تر نصاب کم وي دغسي کس سرسایه ورکول پکار دي.
البحر الرائق ج : ۲ ص : ۳۵۲ .
۸: ماشومانو ته ته سرسایه ورکول جایز نه دي بلکي ددوی سرپرست ته به یې ورکوي او که ماشوم په رانیولو ، خرڅولو پوهېده بیا سرسایه ورکول جایز دي.
درالمختار ج : ۲ ص : ۳۷۹ .
۹: ورور او خور ته سرسایه ورکول جایز دي البته په قریبانو کي اصولو ته سرسایه ورکول جایز نه دي یعني هغه قریبان،چی دی ځني پیدا دئ لکه پلار ، نیکه مور دمور مور هر څومره ،چي لوړ وي همدا ډول فروعو ته هم سرسایه نه سي ورکول کېدای یعني هغه قریبانو ته ،چی دده څخه پیدا وي لکه زوی، لور او ددوی اولادونه همدا ډول خاوند وښځي او ښځه خپل خاوند ته سرسایه نه سي ورکولای.
تبين الحقائق ج : ۲ ص : ۱۲۲ .
۱۰: سرسایه دخپل مسجد امام ته ورکول جایز دي خو په دې شرط باندي دامامت په عوض کي به نه وي او نه به امام شتمن وی، که دامامت په عوض کي سرسایه ورکول جایز نه دي او که امام شتمن وي هم سرسایه ورکول جایز نه دي.
۱۱: كه ديو چا پر بل چا باندي قرض باندي وي او وغواړي ،چي دغه قرض په سرسايه كي ور پریږدي نو یوځلي به په سرسایه کي پيسې ورکوي هغه به بیا دغه پیسې ده ته په پور کي ورکوي یا به پوروړی خپلي دقرض پیسې پور ورکونکي ته ورکوي هغه چي قبض کړې بیا به یې په سرسایه کي ورکوي داسي نه صحیح کیږي،چي تش په خوله باندي ورته ووايي،چي قرض په سرسایه کي در پرې ايښی دئ.
درمختار ج : ۲ ص : ۳۴۴ .
۱۲: دخپل ښار څخه بل ښار ته دسرسایې پیسې استول مکروه دي البته که اشد ضرورت وي جایز دي.
هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۰
۱۳: په حدیث شریف کي په سرسایه ورکولو کي خرما، غنم او اوربشي راغلي دي که څوک دغه شیان په سرسایه کي ورکړي صحیح دئ او یې قیمت ورکړي هم صحیح دئ.
درمختار ج : ۲ ص : ۱۱۷ .
دسږ کال (۱۴۴۱ هـ ق) دقیمت په اعتبار سره غالبا "۷۲" افغانۍ کیږي.
هندية ج : ۱ ص : ۱۹۱
۱۴: په سرسایه کي هغه ځای اعتبار لري په کوم ځای کي ،چي سرسایه ورکونکی اوسیږي یعني که څوک په امریکا کي اوسیږي او په قندهار کي سرسایه ورکوي نو د امريکا نرخ معتبر دئ نه دقندهار.
درالمختار ج : ۲ ص : ۲۸۶ .
په درنښت ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۴ رمضان المبارک ۱۴۴۱ ه ق