رانجۀ خاورې ایرې !!
چې ناځوان مرګي دې کړل تک تور باڼۀ خاورې ایرې
لیوني فراق دې کړمه یاره زۀ خاورې ایرې
د زړۀ تل کې مې غماز بیلتون سکروټې کړې خورې
څۀ لبمه او څۀ لوګی شومه او څۀ خاورې ایرې
تۀ وړتیا لرې تۀ باسې مونږ د جبر لۀ تیارو
سپین طالبه خدای خو مکړه چې شې تۀ خاورې ایرې
وي بې کسه بې کفنه پورې وورې جنازې
کړي بمبار ورانه جونګړه کوربانۀ خاورې ایرې
شوه ښکلا ورته بلا، دی د افغان په کور ماتم
کړل دستور د زمانې مې پښتانۀ خاورې ایرې
شوې بندي او که زخمي یې ورکه یاره چېرته یې؟
که پر مرګ دې سپین هډونه شول وراستۀ خاورې ایرې
راوړه راوړه منتظر یې په لمدو عینینو ږدي
د غازیانو تر پښو لاندې دي رانجۀ خاورې ایرې
شاعر منتظر نجرابي