ـــ موږ ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته پوره ډاډ ورکوو چې افغانستان به هیچاته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه په استفاده د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پيښ کړي.
همدا ډول له نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي.
ـــ په هیواد کې ټولو بهرنیو ديپلوماتانو، سفارتونو، قونسلګریو، خیریه مؤسساتو او پانګوالوته پوره ډاډ ورکوو چې زموږ لخوا به دوی ته هيڅ ستونزه نه وي، بلکې د دوي د ساتنې او مصئونیت لپاره به ټوله هڅه او کوښښ کوو، د دوی شتون زموږ د هیواد یوه اړتیا ده، چې سترګې ورڅخه نشي پټيدای، نو دوی دې په اطمینان سره خپل کارونه پرمخ وړي او د مجاهدینو له پرمختګ او حاکمیت څخه دې هيڅ ویره نه احساسوي.
ــ په ټولو داخلي جهتونو ږغ کوو چې موږ له هیچا سره دښمني نه غواړو، زموږ غیږه د دوی پرمخ خلاصه ده، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، که دوی له موږ سره د سوچه اسلامي نظام قیام ومني، موږ به د دوې ټول حقوق او مشروع غوښتنې ومنو او د هېواد په بیا رغونه کې به د دوي له وړتیاوو څخه سالمه استفاده کیږي.
ــ په مقابل صف کې ولاړو عسکرو او نورو بیلابیلو تشکیلاتوته چې نوي جوړیږي هغوته مو هم پيغام دادی چې له جنګ جګړو او مخالفت څخه لاس واخلي، لکه نور زرګونه عسکر چې له مجاهدینو سره یوځای شوي، د اسلامي امارت لخوا سهولت ورته برابر شوی، قدر يې شوی، باقي پاتې دې هم له موږ سره یوځای شي، ځانونه دې د دنیا او آخرت له خطرونو وژغوري او نور دې د هېواد د بربادۍ سبب نه ګرځي.
داچې د هیواد په ولایتونو او ګڼو ولسوالیو کې د کابل ادارې زرګونه عسکر د مجاهدینو سره د ورورۍ په فضاء کې یوځای شول د ستایلو وړ ګام دی، هیله مو داده چې ټول هغه کسان چې جنګ کولو ته هڅول شوي او د خپل ولس سره په دښمنۍ اخته کړل شوي هغوی ټول را ویښ شي او د عفوې له فرصت څخه په ګټه اخیستنه خپل آرام ژوند ته را وګرځي، اسلامي امارت د راغلو او یوځای شوو عسکرو سره خپلې ژمنې په کلکه پوره کوي، د هغوی د سر، مال او عزت ساتنه به کیږي او د هیچا لخوا به ورسره ظلم او تیری نه کیږي.
ــ دا چې د مخالف لوري څخه پرلپسې د اسلامي امارت سره د یوځای کیدو سلسله روانه ده، نو نظامي کمیسیون ته لارښونه کوم چې کوم عسکر چې له اسلامي امارت سره یوځای کیږي، د هغوی د حفاظت او خپلو کورونوته په خوندي توګه رسولو په باب پاملرنه وکړي.
ــ په هغو یو شمیر کړیو ږغ کوو چې ځینې خلک د پاڅونونو په نامه د جنګ دوام ته هڅوي او یا د دسیسو ښکار کیږي، هغوی باید له تیرو تجربو څخه زده کړه وکړي، کله چې دوی د لس ګونو زرو بهرنیو ملاتړو قواوو، الوتکو او پرمختللو وسلو او وسائلو سره څه ونشو کولای، په تنهايي سره هم هيڅ نشي کولای، ان شاءالله، نو ښه داده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلي او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره همکاره شي.
ــ هیڅوک بايد د راتلونکي په اړه تشویش ونه لري، اسلامي امارت د خپل ولس په استازیتوب ټولو هغو مشکلاتوته متوجه دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي، لومړنۍ هڅه او ترجیح مو داده چې باقې پاتې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، په عام ولس مو باور دی چي د تل په څير به له اسلامي امارت څخه خپل کلک ملاتړته دوام ورکړي. د هغو علماوو قومي مخورو او سپين روبو اقدامات د قدر وړ دي چې د دوی د مؤثر منځګړتوب او پوهاوي له امله د مقابل جهت څخه ډير عسکر او جنګیدونکي افراد راغلل او زموږ سره یوځای شول، له دغو مشرانو څخه غواړو چې لاهم خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې او امنیت په راتګ کې له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.
ــ ولسونه د نظامونو په جوړولو او د هیواد په ودانولو کې ډيره ستره ونډه لري، اسلامي امارت به خپل ولس ته د همداسې یو ګټور رول زمینه مساعده کړي، ترڅو خپل وران هیواد بیرته په ګډه سره جوړ کړو او د اسلامي نظام تر سیورې لاندې د آرام او سوکالۍ ژوند ولرو.
ــ د ښوونې او روزنې بهیر ته اسلامي امارت خاصه توجه کوي، ترڅو مو چې هیواد په تعلیمي لحاظ پرمختګ ونه کړي، په اقتصادي او عمراني لحاظ هم بشپړ پرمختګ نشو کولای، د اقتصادي استقلال او په ځان د بسیا کیدو لپاره تعلیمي ادارې فعالې ساتل، خپل اولادونه په ټولو علمي برخو کې روزل، خصوصا په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیه او د عصري علومو په برخه کې پرمختګ دا ټول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې اهمیت درک کوي او د ترقي لپاره به يې هڅې وکړي.
په دې برخه کې مو مجاهدینو ته لارښوونه داده چې د اسلامي مارت تر کنترول لاندې سیمو کې د دیني او عصري علومو بهیر ته خاصه توجه وکړي، مدارس، مکاتب، لیسې او پوهنتونونه فعال وساتي، د کارونو په اسانۍ کې کومک ورسره وکړي، د ديني علماء کرامو ترڅنګ د عصري علومو ښوونکو، د پوهنتونو استاذانو او د بادرایته شخصیتونو قدر وکړي او د ټولنې لپاره يې حیاتي ارزښت باید درک کړي او حتی الامکان د اړتیاوو په پوره کېدو کې لاس ورسره یوسي.