عُمرنُوري


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


السلام عَلَيكُم وَرَحْمَةُاللهِ وَبَرَكاتُه
خوږو ملګرو دلته به زما په کمزوري قلم لیکلي شعرونه نشریږي
خوږو ملګرو د چینل په نشرولو کې راسره مرسته وکړئ
ستاسو کشر ورور عُمرنُوري

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


*غزل*

ته شوي خفه رانه په څه جانانه
نن راتـه وکــړه یي کیسه جانانه

زه خو په دي باندي پوه شوی نه یم
تــه خو مې زړه وې هـم لېمه جانانه

زړي خبري بــه کړو هیري سره
نور به له جنګه شو دمه جانانه

لاسونه دواړه سره یو به کړو نور
خبرې هـېـري کــړه راځــه جانانه

ياره ستا حسن څخه زار شمه نـو
ته مي یي زړه کي تل دیره جانانه

زړه مي تسل شي زه چي تا ووینم
*(عمر نوري)* تــه لکه زړه جانانه

*عمر نوري*

https://t.me/noori0343


دالـــزمـزمــه خپروندیه اداری مخکنی چینل بلاک سو اوس دلته مو ملتیا وکڔی


الزمزم خپرندويه اداره
زوړ کانال مو بلاک شو دا نوی کانال ده هيله ده چي په نشره ولو کي یي مرسته راسره وکړئ

دلته به تاسي ته په ويډيويي بڼه حمدونه نعتونه او حماسي شعرونه خپريږي

ستاسي د همکارۍ په هيله الزمزم خپرندويه اداره
https://t.me/alzamzam10


*نعت شریف*

خــیــرالابـــرار نبي ســـردار خــیــر الاُمَم رسوله
پــــه انــبـــیــاوو کـې اعـلٰی او محــتــرم رسوله
 
دلته ډېر تنګ یــم مدیني تــه مې زړه شوی اشنا
کله بــه ستا د شیرین ښار پـــه لُـور درځم رسوله

د دین پــه لار کې دې تېر کړي تکلیفونه پــر ځـان
یـې رحــــمـــــةُ لِلعٰلــمـــیــن او مُـــکـــرم رسوله

یې د صـفــاتــو کمالاتــو مـجـــمـــوعــه دلــبــره
ھــم یې صــادق ھـــم یې امین او مُـعـزَّم رسوله

*(عمر نوري)* دغـه وعـده ده ستا په نقش او قدم
پرهار پرهار بــه ستا پــه لار وجود دروړم رسوله

*عمر نوري*
https://t.me/noori0343

اَلّلُهمَّ صَلِِّ عَلیٰ سَیِّدِنَا مُحَمَّدِالنِِّبیِّ الاُمّیِ وَاَلِهِ وَ بَارِک وَسَّلِم


*د هِجر سخته شپه وه*

د هِـجـر سخته شـپـه وه، او جانان رانه جدا ؤ
پـر زړه مې سـره لمبه وه، او جانان رانه جدا ؤ

فراق یې وم ځپلی ، او له زغـم یې غـم ؤ وتی
سلګۍمې سم په خوله وه اوجانان رانه جدا ؤ

یادګار یې راسـره وو ورتـه ورو ورو ژړېــدمـه
یتیمه تــرې حــجـــره وه، او جانان رانه جدا ؤ

ده درد تبې نیولی وم هرڅه نه مې زړه مات و
رُخصت وو پنج شنبه وه، او جانان رانه جدا ؤ

یادګار یې راسره وو کلک مې زړه پورې نیولی
تــیـاره وه انـدېـښـنه وه، او جانان رانه جدا ؤ

سلګیو د ارمان غېږې تــه وړلــمــه *(نـوري)* بیا
سـتـونځمنه هـا شېبه وه، او جانان رانه جدا ؤ

*عمر نوري*

https://t.me/noori0343


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
د هـر مؤمن پــه خــولــه د اذادیو زمزمې دي
تکبیر تکبیر نعرې دي تکبیر تکبیر نعرې دي
وطن کې څه خوشحالې او ارامې مرحلې دي
تکبیر تکبیر نعرې دي تکبیر تکبیر نعرې دي

اواز ذوالفقار مجاهد
شاعر عمر نوري
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_medianet


*بې مطلع غزل ! د شهید اشنا یادونه*

د مستغفر صاحب د شعر پر لیکه

یـاد تــه مې چې راشې وه زمــا شهید اشنا یـاره
زړه کې مې آهـــــونــــــه پــــرلـــه واړوم راواړم

انځور تـه په کتو مې بې اختیاره اوښکې ولاړې
زه دې انـــــځــــورونــــه پــــرلـــه واړوم راواړم

تا چې وې پرې ایښې راتـه هــغــه یادګاري تسبې
سـتـا هـا یـــادګـــارونـــه پــــرلـــه واړوم راواړم

قبر تــه دې ناست یــمــه شهیده طالب جـانـه زه
سپین سپین بيرغـــونـــه پــــرلـــه واړوم راواړم

هـجـر دې پــر زړه بانــدې داغلی یـــم شهیده زه
خپل مات ارمـــانـــونـــه پــــرلـــه واړوم راواړم

لیکمه *(نوري)* د خــوږ اشنا یــادونـه زړه کې تـل
ستا په یاد شـــعـــرونـــه پــــرلـــه واړوم راواړم

*عمر نوري*


عُمر نُوري dan repost
عُمرنُوري
السلام عَلَيكُم وَرَحْمَةُاللهِ وَبَرَكاتُه

خوږو ملګرو دلته به زما په کمزوري قلم لیکلي شعرونه نشریږي
خوږو ملګرو د چینل په نشرولو کې راسره مرسته وکړئ

ستاسو کشر ورور عُمرنُوري
https://t.me/noori0343


ارمان مي دي

تللي مي مـلګـري فــدايــان دي او ارمان مي دي
زمـا د څنګ ملګري شهیدان دي او ارمان مي دي

خـدایه ستا لــه دینه قرباني لکه منصور شــولــه
وینو کي تک سره لکه الوان دي او ارمان مي دي

ډېــر ؤ میړني او ننګیالي د غــیــرت غــرونــه ؤ
تللي چي له دي فاني جهان دي او ارمان مي دي

حوروته ؤګران حوروته ځان حوروته خوښ ؤ دا
دازلمي په خدای باندې ډېرګران دي او ارمان مي دي

نشم هيره ولی یې يادونه راسره به وي
یاد کي مي پراته خواږه یاران دي او ارمان مي دي

ویاړمه (نوري) چې داسي ښـه ښکلي یاران لرم
اوس خومیلمانه دپاک سبحان دي اوارمان مي دي

عمر نوري

https://t.me/noori0343


حقیقي مینه

ربـه رانصیب کړې حقیقي مینه
ورکه دې شي دغه مجازي مينه

ختم کړه په زړونو کې حسد راته
ختمه کړه نـــور دغـه نفرتي مینه

کله بــه زه درشم تـر حـرم دا ستا
ماته چې کړم زه د خوږ زړګي مینه

ستا ذکر کې ډوب مې کړه خالقه تل
شمه چې ګویان په الهي مینه

نور مو متحد کړه او یو موټی موږ
وپالو چې مونږه ورور ګلوي مینه

ربه زړه یې پاک کړه په سپېڅلي عِشق
ورکــړه وه (نوري) تــه ایـمـاني مینه

عمر نوري


*تکبیر تکبیر نعرې دي*

د هـر مؤمن پــه خــولــه د اذادیو زمزمې دي
تکبیر تکبیر نعرې دي تکبیر تکبیر نعرې دي
وطن کې څه خوشحالې او ارامې مرحلې دي
تکبیر تکبیر نعرې دي تکبیر تکبیر نعرې دي

نصرت د ذوالجلال وو له اسمانه ورېدلی
فتحه خوشحالي ده او سرلوړي یي شملې دي

بیا لمر د ازادۍ دی راختلی په هر چم مو
او شڼډې د کفري ملکونو ټولې دسیسې دي

هر ځای دی امن امن هر طرف خوښۍ وریږې
خوشحاله یم وطن کې مې د امن ورځي شپې دي

هېواد ته مو راغلي دي د امن فرشتي بیا
رپاندې په هر ځای کي د اسلام سپینې جهنډې دي

*(عمر نوري)* هېواد چې له غربیو په امان دی
دا نصر الهي او ده زلمیو کارنامې دي

عمر نوري


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

*نوی شعر د ازادۍ سحر*

د ازادۍ اعلان یي وکـــړو لـــه دفتر ملګرو
مجاهدین مو راستانه شول له سنګر ملګرو

اواز سید منصور اغا شهاب
شاعر عمر نوري

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_media_com


*د ازادۍ سحر*

د ازادۍ اعـلان یي وکــــړو لـــــه دفــتـر ملګرو
مجاهــدین مـو راستانه شول لــــه سنګر ملګرو

وه بـه لمانـځـو پــه ګډه دا د ازادۍ خــوشحالي
نه به وي بیا د چا په زړه کې خوف خطر ملګرو

د تـور تـمـونـو دا لــړی بـه نــور ختمیږي حتمن
نور بــه راخیږي د خـوښـیـو سپین سحر ملګرو

دا نړېدلی ړنګ محراب او مــدرســه او جماعت
شـي بـــه ودان ان شاءالله د حـــق ممـبر ملګرو

ده یـوه پاک اسلامي چت لاندې ژوندون بـه کؤ
غمونــه نــه بـه وي خوښۍ بــه وي اکثر ملګرو

چې سـره یـو شي متحد شي افغانان وروڼه مو
په هغه ورځ بـه پـه *(نوري)* وي سم اختر ملګرو

*عمر نوري*

https://t.me/noori0343


*د آزادۍ مو مبارک شه*

نـــن ورځ د ازادۍ دہ د ازادي مو مبارک شه
بـــریــــا مــــو د ګټلي خــپــلواکي مو مبارک شه

پُــوره د شهـیـدانــو ارمــانــونــه شــول جـانـانـه
راوړی ویــنــو رنــګ ده قـــربــاني مو مبارک شه

سنګر او لــه دفتـر نــه زیـــري وشــو دَ خـوښـيـو
لـمـانځـو بــه یې پـه ګډہ نیکمرغي مو مبارک شه

نور نه به وي جنګونه خوشحالي به وي وطن کې
دَ امــن فـضـا راغــلــه خــوشحالي مو مبارک شه

شي ختم بــه خپل منځه اختلاف امـن بـه راشي
شي ټول بـه سره یـو دا ورورګلوي مو مبارک شه

مړې اوښکې دخوښۍ بیا د *نوري* له سترګوراغلې
نافـظ پــه ګران وطن نظام شرعي مو مبارک شه

*عمر نوري*

*‏د ګران افغانستان د خپلواکۍ او آزادۍ ورځ دې ټول افغان مجاهد او غیور اولس ته مبارک وي.*

*(۳۱) اګسټ ۲۰۲۱*


ماته امريکا شوله

راغله څه په زوره امریکا
کړه مو رانسکوره امريکا

زور یي د طالب جان ولیدلو اوس
ماته شوه سر زوره امريکا

ټول زبر او ځواک يي دلته مات شولو
تښتي اوس مختوره امريکا

یاد به یي ساتي دوی تر پیړو هم
شو ورته پیغوره امریکا

وګټله مونږه ازادي دلته
لاړله تر کوره امريکا

اوس راته په سوال او په زاریو ده
وه وته له شوره امريکا

مونږ عمر نوري دلته شکست ورکړو
ولاړله سر توره امريکا

عمر نوري


*ازادي راغله*

نور به نـه وي ها ظلمونه وحشتونه
ساه بـــه واخلي ښه د امن اولسونه

په میړانه مو دفاع ده دین ده کړې
راسره وو د خدای خاص خاص نصرتونه

بیا به جوړ کړو دا ړنګ شوي وران کورونه
هم به جوړ کړو پوهنتون او جماعتونه

دا کفار به ورک شي ټوله له هیواده
بل به شي پکې د امن چراغونه

سوله امن ازادي او طالب جان غواړو
شول پوره مو دا نيمګړي امیدونه

عالمان او شاعران به سره ټول وي
*نوري* بېرته بـه فعال شي محفلونه

*عمر نوري*

https://t.me/noori0343


*قربان قربان جانانه*

مات دي سره کفار کړل مجاهده قهرمانه
قربان قربان جانانه قربان قربان جانانه
فتحه دي ګټلي لـــه جـهـانــه طالب جانه
قربان قربان جانانه قربان قربان جانانه

زخمونه د اولس کړه ته ټکور ورته اشنا
ته یي د زخمي اولس زخمو لره درمانه

پښو ته دي راپرېوته ټوله سیاسي نړی
تـاتـه دي سلام وي وه اتله سیاستوانه

ځانونه ځاروي د خدای په لاره کي زلمي
ټول دي فدايان اوله پاک دین څخه قربانه

بریا دي وګټله سوې اتـل د تاریخو
ته سولې اتل د زماني غازي جانانه

رب دي بریالی لــره اتله مجاهــده
کړمه تل *نوري* دغه دعا پر موږه ګرانه

*عمر نوري*

له ډیر وخت بعد یو نوی شعر درسره قبول کړئ

https://t.me/noori0343


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

داميرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد تقبله الله پوياړ

داچیرته رانه لاړی
قهرمان ملا عمره

اواز ده
عبدالصمد فراهي
شاعر ده
عمر نوری

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa




.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

استقلال شیبې
ترانه ویونکی قاری حقیار مروت
شاعران
عمر نوری
سخی سعید
حزیفه شهاب
شاکر اشنا
محسن احسان
شرافت ویاړ
دلریش

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

200

obunachilar
Kanal statistikasi