و ته ورسېدل، جنګيالي د اوداسه له پاره له آسونو کښته شول، ډزې شوې…څو کسان اوبو ته ولوېدل، نورو آسونو ته ور منډه کړه، پر زينونو پورې تړلې ټوپکې يې را واخيستې.
توره غوټه را راوانه وه. دوه ، دوه نيم زره کسان ښکارېدل.
د داود خان جنګياليو ګونډې ووهلې، د ټوپکو له نليو سپينې لوخړې را ووتې، د دښمن لسګونه کسان ولوېدل….
تورې را وختې، لاس په لاس جګړه ونښته، روانې اوبه سرې شوې….د خسرو خان عسکر يو په بل پسې لوېدل، د شاته تګ چيغې پورته شوې، پاتې عسکر بېرته شاته وتښتېدل.
داوود خان چيغه کړه!
_هلئ! وخت مه ضايع کوئ! د خسرو خان سلامت لښکر را روان دی، خپل ټپيان را ټول کړی، له دې ځايه ځو.
درب شو، د توپ ګولۍ ولګېده، د داوود خان ټنډه سړه شوه، لاس يې ور ووړ، تورې خټې وې.
داوود خان چيغه کړه!
_د بست د کلا کنډوالو ته نږدې يو! هلئ!
* * *
هوا توده وه، د ستړو آسونو له خولو سپين ځګونه بهېدل
هوا توده وه، د ستړو آسونو له خولو سپين ځګونه بهېدل… د سپرو مخونه سپېره ښکارېدل.
ميرويس نيکه وويل:
_څومره تلفات لرې؟
داوود خان سړه سا وايسته:
_ نه پوهېږم، درې- درې نيم سوه ته رسېږي.
ميرويس نيکه د بست دروازې ته نږدې ټيټې غونډۍ ته وخوت. چيغه يې کړه!
_سل کسه له ټپيانو سره لاړ شئ. نور په ړنګو دېوالونو کې مورچې ونيسئ!
يوه آس هم حرکت ونه کړ.
د لښکر له مينځه يوه چيغه راغله!
_موږ جګړه کوو.
ميرويس نيکه وويل:
_پوهېږم، خو موږ دلته تر ډېره مقاومت نه شو کولی، د تګ په وخت کې به د ټپيانو انتقال اسانه نه وي. هلئ نو، سل ستړي کسان را مخته شئ.
ټول غلي ول.
ميرويس نيکه چيغه کړه!
_دا يو امر دی!
څو کسان را مخته شول او له ټپيانو سره يې د کندهار د ښار په لور حرکت وکړ.
د ميرويس نيکه په امر څه کم شپږ زره جنګيالي په کنډوالو کې پټ شول. ميرويس نيکه آس ته پونده ورکړه، په دښته کې مخکې لاړ، ودرېد، له ليرې يې ړنګو دېوالونو ته وکتل، له سپېرو کنډوالو پرته هېڅ نه هم ښکارېدل.
بېرته غونډۍ ته وخوت، د يوه دېوال سيوري ته کېناست، دښتې ته يې وکتل، ليرې مړه دوړه ولاړه وه.
شېبه وروسته توره غوټه ښکاره شوه، سراب و، غوټه په هوا کې لړزېدله، تر ځمکې پورته ولاړه وه.
وخت ووت. د زرګونو آسونو پښې پر ځمکه لګېدلې.
ميرويس نيکه وويل:
_يو وار کوو، خو پوخ وار.
غلی شو، داوود خان ته يې وکتل، ويې ويل:
_په جنګياليو باندې وګرځه، د د ښمن د توپ له لومړۍ ګولۍ سره شاته ګرځو.
داوود خان ورو ولاړ شو، تر يو څه ځايه پر ملا کړوپ ته، وروسته تر دېوال پټ شو.
وخت ووت، داوود خان بېرته راغی، پرېووت، ويې ويل:
_ټوپک ور رسېږي!
ميرويس نيکه وويل:
_مه کوه! يو څه نور هم بايد ماتل شو.
وخت ووت، د آسونو د پښو دربا او د درنو توپونو غنجا راتله. ميرويس خان خپله کيڼه سترګه پټه کړه، د مخې سپور يې د ټوپک په زخه کې راووست، ورو يې وويل:
_اوس يې وخت دی.
ماشه يې کش کړه، ډز شو، سپور لاندې ولوېد.
له کنډوالو په زرګونو ټوپکې تشې شوې، په دښته کې آسونه وشڼېدل، ميدان تېرو چيغو پر سر واخيست، د خسرو خان لښکر شاته لاړ. ګڼ مړي او ټپيان ترې پاتې شول.
ميرويس خان وويل:
_اوس نو ټوپک نه ور رسېږي، مخکې تر دې چې د دښمن توپونه وغړمبېږي، بايد دا ځای پرېږدو.
* * *
سور لښکر د کندهار ښار ته نږدې واړول. خيمې ودرېدې، درانه توپونه په اوږده کتار کې منظم شول، د پسونو غاړو ته چړې سيخې شوې، تور دېګونه بار شول….
خسرو خان خپله کيڼه سترګه پټه کړه، نيم ګز اوږد دوربين يې ښی سترګې ته ور نږدې کړ، مخامخ يې وکتل، ويې ويل:
_مازديګر ته حمله کوو.
يوه پوځي په خواره خوله وويل:
_صېب! لښکر ستړی دی!
خسرو خان چيغه کړه!
_احمقه! دومره صبر نه شم کولی، دا کوچينی ښار څه ستړيا غواړي، پرې ورشئ،ښار ته اور ورته کئ، غواړم چې د ماښام ډوډۍ د لمبو رڼا ته وخورم.
خسرو خان سرې خيمې ته ننوت. اوږد وغځېد. شېبه وروسته څو تنه قوماندانان ورغلل، پر مېز يې يو کاغذ وېړ کړ.
خسرو خان وويل:
_څه دي؟
_صېب! د ښار نخشه، له کومې خوا پرې ورشو؟
خسرو خان وخندل، کېناست، نخشې ته يې وکتل، ويې ويل:
_ډېر وارخطا ياست؟
يوه قوماندان وويل:
_صېب! ميرويس خان په زرګونو جنګيالي لري، زموږ د معلوماتو له مخې د هرې کلا دېوالونو ته توپونه خېژول شوي دي.
موږ …
خسرو خان چيغه کړه!
_د وېرې خبرې مه کوئ! څه کم، دېرش زره کسان يو وړوکی ښار نه شئ نيولی!
غلی شو، نخشه يې ور واخيسه، ويې ويل:
_جنګي کلا تر ټولو را نېږدې ده! له همدې خوا پرې ورځو، توپونه ور مخکې کړئ! حمله به تر لمر لوېدو مخکې کوو.
نخشه يې سره ټوله کړه، تر څنګ ولاړ په ونه لوړ ځوان ته يې وکتل، ويې ويل:
_قلي بېګه! لومړی به ستا تر قوماندې لاندې اووه زره جنيګالي پر ښار ورځي!
عباس قلي بېګ وويل:
_په سترګو!
په تا پسې به لس زره نور سپاره در روان وي، قومانده يې زه په خپله غاړه اخلم، اوس اوولس زره کسان بس دي.
ټول غلي ول….
خسرو خان