نخشه ور ټوله کړه، و يې ويل:
_د حملې له پاره تياری ونيسئ! خو ګورئ! ان ولاړه لوټه به هم تر پښو لاندې کوئ!
* * *
درب شو، ميرويس نيکه منډه واخيسته، د چهل زينو د غره پر لوړه ودرېد، د توپ د ګولۍ دوړه جنګي کلا ته نږدې ولاړه وه.
څو پرله پسې توپونه ودربېدل، د ښار څنډې له دوړو ډکې شوې. له کلاوو د ښځو او ماشومانوچيغې راتلې….
ميرويس نيکه د يوه توپ تر څنګ ودرېد.
توپچي وويل:
_صېب! د دښمن د خيمو تر مخ تورې غوټې ښکارې، فکر کوم چې توپونه ښار ته را نږدې کوي. ستا امر ته ماتله يو.
ميرويس نيکه وويل:
_موږ په لوړه کې يو، له دې ځايه د توپ ګولۍ ور رسېږي، خو مه کوه! يو څه بايد نور هم را نېږدې شي.
وخت ووت، ميرويس نيکه وويل:
_اوس يې وخت دی!
@pashto_Novel