ل خان ته يې ليکلي و چې د خسرو خان د لښکر خوراکي مواد په خلاصېدو دي، ډېر وخت مقاومت نه شي کولای. اوس يواځې ښار وساتئ!
د ميرويس نيکه خبره سمه وه، د خسرو خان د عسکرو خوراکه اېله پنځه مياشتې بس شوه. زرګونو آسونو هم واښه غوښتل، خوار او ناروغ آسونه به چړو ته سيخېدل. وږو عسکرو به د آسونو غوښې خوړلې.
خو د پسرلي په پيل کې بېرته ښه شول، ښار ته نږدې يې له هلمنده د راتلونکو کوچيانو په سلګونو مېږي، پسونه او اوښان را وګرځول او وږی لښکر د يو څه وخت له پاره بېرته موړ شو.
آسونه هم بېرته يو څه په غوښه پټ شول، شنه باغونه، د ونو پاڼې او راشنه شوي واښه ورته ښه ول.
ميرويس نيکه د کوچيانو د تګ لاره بدله کړه. ده د کندهار لويديځو او شمالي برخو ته خپل کسان ولېږل چې پر دښتو يې پام وي.
د جوزا د مياشتې په لومړيو کې يې، هغه سلګونه په خوراکي موادو بار اوښان را وګرځول چې له هراته د خسروخان مرستې ته راتلل.
د خسرو خان په لښکر کې بيا لوږه ډېره شوه، دوی به د روغو آسونو پر ستونو چاړې ور تېرولې.
خو د هوا په ګرمېدو سره د ميرويس نيکه زړه ولوېد. سيدال خان ورته ليکلي و چې د غنمو په ذخيرو کې تورې وړې حشرې پيدا شوې او تر نيمايي ډېر غنم يې له خوراکه ايستلي دي.
د اوړي په لومړيو کې د ميرويس نيکه جنګيالي ډېر شول. له غزني، کلات، هلمند او نورو سيمو ګڼ کسان راغلل. د ميرويس نيکه د جنګياليو شمېر شپږو زرو ته ورسېد.
له ښاره خواشينوونکي پيغامونه را رسېدل، يواځې ماشومانو درې وخته وچه ډوډۍ خوړلی شوای. نورو به په دوه وخته ګوزاره کوله.
ميرويس نيکه يو ځل د محاصرې پر ليکې حمله ور وړه، نه کېده، د خسرو خان جنګياليو سخت مقاومت وکړ، بېرته را وګرځېد.
ميرويس نيکه فکر وکړ، ده بايد د دښمن ځينې عسکر له مورچو را ولاړ کړي وای. يوه شپه يې د محاصرې ليکې ته نېزدې څو پسونه پرېښودل. له سپيده چاود سره د خسرو خان دوه، دوه نيم سوه وږي جنګيالي له خپلو مورچو منډه ور واخيسته، خو په ونو او کنډوالو کې د ميرويس نيکه ناستو جنګياليو د ټوپکو نلۍ ور واړولې، دوه، دوه نيم سوه کسان يو په بل پسې ولوېدل، خو دا چل بيا نه شوای تکرارېدی.
په ښار کې هم لوږه ډېره وه، د ماشومانو درې وخته ډوډۍ، دوه وخته شوې وه، لويانو ته به يواځې يو وخت ډوډۍ ورکول کېدله.
ميرويس نيکه خواشينی و، نه يې خوراک ته زړه کېده او نه يې هم پوره خوب درلود. ډېر وخت به په فکرونو کې ډوب و. ده بايد د ښار محاصره ماته کړې وای.
سردردې ورته پيدا شوه، کله کله به يې له پزې وينه راتله. طبيبانو د استراحت مشوره ورکړه، خو ميرويس نيکه کرار نه کېناسته، دی به سره لمر ته ټوله ورځ پر آس سپور و، تر محاصرې به را ګرځېده، د دښمن کمزوري ټکي به يې مالومول.
کله کله به يې آس ليرې ودراوه، سلګونه ګزه به پر سينه وښويېد، د انګورو په وچو جووو او لښتيو کې به مخکې لاړ، د محاصرې ليکې ته به نږدې ورغی، په ساعتونو ساعتونو به د اوړي سره لمر ته پروت و او د دښمن جنګياليو ته به يې په ځير ځير کتل….
يوه غرمه د نورو خيمو په مينځ کې ولاړې يوې لويې خيمې ته بګۍ ودرېدې، ميرويس نيکه ورته ځير شو، څو ځله يې پر سترګو لاغلې خوله پاکه کړه، بګيو ته د لرګي درانه صندوقونه ور پورته کېدل.
بګۍ ډکې شوې، حرکت يې وکړ، د محاصرې له خط سره سمې تلې، خو چېرته چې به توپ و، وبه درېدې، هر توپ ته به څو صندوقونه کښته کېدل.
ميرويس نيکه وپوهيد چې دا لويه خيمه د توپ له ګوليو ډکه ده.
بله شپه يې درې سوه جنګيالي ور سره کړل، له ټولو سره يواځې غشي او ليندۍ وې، خو د غشوڅوکو ته په تېلو لړلې ټوټې ور اغوستل شوې وې. دوی په تياره کې مخکې لاړل. وچو باغونو ته ورسېدل، د اوږده ړنګ دېوال شاته کېناستل، څو ځايه يې له ځان سره وړو وچو ځوځو ته خوله ورکړه، د غشو پر سر تړلو غوړو ټوټو اور واخيست، په يوه ځل درې سوه بلې غشې پر لويه خيمه ورغلې.
په خط کې چيغې شوې، ټوپکې وډزېدې، له دېواله مړې لوټې راولوېدې. ميرويس نيکه له خپلو ملګرو سره شاته منډه واخيسته، څو کسان ولوېدل، نورو ليرې د باغونو په ړنګو دېوالونو کې سا ونيوله.
ټولو خيمې ته کتل، چيغې وې، اور ته د اوبو ډک سطلونه ور وړل کېدل….
يودم درب شو، ځمکه ولړزېده، ميرويس نيکه پر دېوال لاس ونيو، غوږونه يې ډب شول.
په لويه خيمه کې د توپ سلګونه ګولۍ چاودلې وې. لويې خيمې ته نږدې خيمو هم اور اخيستی و.
ميرويس نيکه سهار وختي پر آس پښه واړوله، له ليرې يې د چاودنې ځای ته وکتل، پراخه ساحه تکه توره
@pashto_Novel